(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ددوستۍ فرهنگي ټولني دغمشريکۍ پيغام !

[05.Apr.2006 - 08:04] په سويډن کې ددوستۍ فرهنگي ټولني مشرتابه جرگې په زياته خواشينۍ سره خبر ترلاسه کړ چې دهيوادد ښه شاعر ،ليکوال او څيړنکی ډاکتر کبير ستوري د ۲۰۰۶عیسوي کال داپریل د میاشتې په څلورمه نېټه د سې شنبې په ورځ دابد لپاره له فاني نړۍ نه سترگې پټې کړې . انا لله وانا اليه راجعون ډاکتر کبير ستوری زموږ دهيواد يو پياوړی ليکوال او سياست وال و ،هغه څومره چې دعلم او معرفت سره علاقه درلوده په زياته اندازه يې دهيواد او هيوادوالو سره هم مينه لرل . خپله دغه مينه او علاقمندي يي دسياست تر ډگر علاوه دشعر په ژبه په ډيرو نازکو او پيلو ادبياتومنعکس کړيده ،هغه په افغانستان کې ديوه دموکرات گونددبنسټ ايښودونکو له جملې څخه گنل کيږي . متاسفانه هغه ناروغي چې ډاکتر ستوری يې له خپلو خپلوانو څخه جلا کړ له ډيره وخته هغه ارامۍ ته نه دی پرې ايښۍ او تل يي زوراوه . ارواښاد ډاکتر ستوري دمهاجرت او هيوادنه دليري توب دستونځمنو شرايطواو ناخوالوسره تل تلاښ کاوه دافغان ولس په چوپړ کښي اوسی ،هغه هميشه زموږ دفرهنگي ټولني سره خپلې پيرزوينې اوښې اړيکې جاري ساتلي وې . ددوستی فرهنگي ټولنه پداسي حال کښي چې دمرحوم په ناببره مرگ غمجنه شوه ، دمرحوم مړينه يوه لويه علمي او فرهنگي ضايع بولې ؛ ځانونه دارواښاد کبير ستوري دکورنۍ دپاتې کسانو او دهغه مرحوم دعلاقمندانو او دوستانوسره پدغه ستر غم کې شريک گڼو. روح دې ښادوې ددوستۍ فرهنگي ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور-
بېرته شاته