(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دسوات د طالبانو مشر مولانا فضل الله ژوبل شوى دى

[09.Jul.2009 - 07:03] ډیوه:د پاکستان پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس وايي پوځي عملياتو کې دسوات دطالبانو مشر مولانا فضل الله ژوبل کړى دى. تيره اونې دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک ويلي وو دسوات دطالبانو مشر مولانا فضل الله په پوځي عملياتو کې سخت ژوبل شوى دى. دصوبه پښتونخوا داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين هم ويلي وو چې دمولوي فضل الله دوژنې په اړه يې اطلاعات ترلاسه کړي خو ددغو اطلاعاتو تصديق نۀ دى شوى. دپاکستاني پوځ دوياند ميجر جنرال اطهر عباس سره ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال داطلاعاتو او نشراتو مرکزي وزير قمرزمان کائره وويل دملاکنډ په سوات او بونير ضلعو کې دتندلارو په ضد روان عمليات نن سرته ورسيدل او له دې وروستو به ډير زر دبې کوره شوؤ خلکو دواپسۍ لړۍ پيل شي. کائره اعلان وکړو چې دبې کوره شوؤ خلکو دواپسۍ په موقع به هغوي ته ديوې مياشتې راشن هم ورکولى شي.دهغه وينا وه دسوات او بونير سيمې له تندلارو څخه پاکې کړل شوي دي. نوموړي وويل دبې کوره شوؤ خلکو دواپسۍ مهال ويش به په دوؤ ورځو کې جاري کړل شي. مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دپاک پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس وويل په مئ کې پيل کړل شوي عمليات بشپړ شوي او دسوات ټولې لويې لارې پرانستل شوي دي. دپاک پوځ وياند وويل عملياتو کې دپاک پوځ ١٥٨ عسکر او مشران وژل شوي دي. جنرال عباس وويل اوس هم دسوات په شاه ډهيرۍ او شموزۍ سيمو کې پوځ دمقاومت سره مخ دې چې دله مينځه وړلو لپاره يې پوځ عمليات کوي. نوموړي وويل پوځيان دترهه ګرو تعقيب کوي او دهغوي ټول مرکزونه يې له مينځه وړي دي. دهغه وينا وه نن هم دپوځ دسرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني په مشرۍ غونډه کې دبې کوره شوؤ خلکو دواپسۍ په هکله خبرې شوي دي. بل لوري ته دپاکستان پوځ ادعا کړې ده چې دسوات په سخره سيمه کې دلټونې او پاکونې دعملياتو په مهال دتندلاري کمانډر عمرزاده او يو بهرني په ګډون ٣ تندلاري وژل شوي دي. دپاکستان دپوځ لخوا په جاري کړل شوي سرکاري بيان کې ويل شوي دي په جنوبي وزيرستان کې ديو پوځي کاروان سره نزدې چاؤدنې ٢ عسکر وژلي او٥ يې نور ټپيان کړي دي. دپوځ له مخې دغه کاروان ګومل ځم سيمې ته تللو. بلخوا په جنوبي وزيرستان کې شکمنو امريکايي جاسوسي الوتکو دچارشنبې په ورځ غرمه مهال دتندلاروپه يوه قافله يو بل بريد ترسره کړى چې پکې لږ تر لږه 30 جنگيالي وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل دي. يو بل استخباراتي چارواکي دشکمنو جاسوسي الوتکو لخوا دتندلارو په کاروان ترسره شوي بريد کې دوژل شوؤ تندلارو شميره له ٢٥ؤ څخه تر ٣٥ؤ پورې وښودله. جاسوسي الوتکې دغه بريد په جنوبي وزيرستان کې په ٥ؤ هاغو گاډو ترسره کړى چې طالب جنگيالي پکې ناست وؤ. سرچينې وايي دغه گاډي دجنوبي وزيرستان سرا روغه سيمې ته روان وؤ. له دې وړاندې نن سحر وختي دجنوبي وزيرستان په کاروان منزه سيمه کې هم دطالبانو په يو تربيتي مرکز جاسوسي الوتکې ميزائيل داغلي چې پکې ١� تندلاري وژل شوي وؤ. جنوبي وزيرستان دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود مرکز گڼلى شي. له ازادو سرچينو څخه په دغو بريدونو کې دوژل شوؤ طالبانو شميرې په هکله پخلى ځکه نۀ شي کيدلى چې دغه سيمه ډيره لرې پرته ده او دبيت الله محسود په ضد دپاکستاني پوځيانو دعملياتو پيل کيدو له امله ژورنالستان سيمې ته نۀ شي ورتللى. په تيرو دوؤ اوونيو کې د شکمنو امريکايي جاسوسي الوتکو لخوا په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد شاوخوا ٥ بريدونه ترسره شوي دي. په پټه توگه ددغسې بريدونو ملاتړ کوونکى دپاکستان پوځ وايي دامريکايي جاسوسي الوتکو بريدونو له امله په جنوبي وزيرستان کې دبيت الله محسود نيونې يا وژنې هڅه شنډيږي ، ځکه هغوي په سيمه کې دقبائيلي مشرانو ملاتړ ترلاسه کول غواړي. دکال ٢� � ٨م داگست دمياشتې څخه تراوسه دپاکستان په خاوره دجاسوسي الوتکو لخوا دغه رقم ٤٥ بريدونه ترسره شوي چې پکې دځينو جنگيالو او دهغوي دمشرانو په گډون تقريباً ٤٥� کسان وژل شوي دي. هودا راز دنورستان ولايت په برگ مټال اولسوالۍ کې دطالبانو په يو بريد کې شپږ افغاني پوليس او٢١ طالبان وژل شوي دي. دافغانستان دکورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري خبريالانو ته ويليدي دغه نښته دافغانستان دنورستان ولايت په برگ مټال اولسوالۍ کې ترسره شوې ده. خو دنورستان والي جمال الدين بدر وايي چې په دغه جگړه کې ٨ پوليس وژل شوي او ٨ نور طالبانوله ځان سره ژوندي بوتللي دي. برگ مټال دافغانستان غريزه او د قبائيلي سيمې سره په پوله پرته سيمه ده چې دپولې پورې غاړي هم طالبان فعاله دي. Source: Deewa Radio- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته