(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مينه مجله چاپ او په ليکه شوه

[08.Jul.2009 - 17:12] د پښتونخوا له زړۀ پېښور نه په پښتو او اردو ژبه خپرېدونکې مياشتنۍ ميني مجلې د دويم کال دريمه او څلورمه ګڼه يعنې د ١٣٨٨ هجري نمريز کال د غبرګولي او چنګاښ د مياشتې پرله پسې ګڼه چاپ او په ليکه شوه. هيله ده د قدرمنو مينه والو د پام او استفادې وړ به وګرځې او مونږ ته به د پښتو او اردو دواړو برخو په حقله خپل نظرونه ، وړانديزونه، انتقادونه او راې راولېږي. مونږ به يې په سر سترګو ومنو. همدا شان له ټولو قدرمنو لوستونکو په خاصه توګه د قلم له خاوندانو څخه غواړو چې د راتلونکې ګڼې لپاره خپلې د هر ډول نثري او نظمي مذهبي، قومي، ادبي، کلتوري، اجتماعي او سائېنسي ليکنې راوليږي چې پرې راتلونکې ګڼه لا زياته ښائسته او ښکلې کړو. ستاسو د هر ډول ليکنو ته سترګې په لاره د مينې مجلې چلوونکې ډله پته: مياشتنۍ (( مينه )) پوسټ بکس نمبر 346پېښور (پښتونخوا) پښتو برېښناليک: [email protected] پښتو وېبپاڼه:http://meenapukhto.blogfa.com ټېلفون:7114546 ګرځنده:3459047584 MEENA CHAP AO PA LEEKA SHWA AHLEBAIT PUKHTO ACADEMY - AHLEBAIT PUKHTO ACADEMY
بېرته شاته