(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د باچاخان مزار افغان دولت نه، د باچاخان ټولنه يې جوړوي

[24.Jun.2009 - 10:12] د پژواک خبري اژانس جلال اباد په افغانستان کې د باچان خان ټرست (ټولنې) مسوولينو هغه خبرونه په کلکه رد کړل، چې ګوندې د باچا خان مزار د افغان دولت له لوري جوړېږي . د باچان خان ټرست د کمپلکس د جوړولو چارو يوه مسوول سيد عثمان سنجش نن دغبرګولي په ٣� مه، د قبايلو په رياست کې ديوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د رسنيو له لوري خپاره شوي هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګوندې د باچا خان مزار افغان دولت په اويا ميليونه ډالره جوړوي. هغه زياته کړه چې اويا ميليونه ډالره ديوه مزار د جوړولو لپاره له مبالغې ډک رقم دى، نه هم دافغانستان دولت دغه رقم ورکړى او نه دباچا خان ټولنه پرې دومره ډالره لګوي. د سنجش په وينا، د باچا خان مزار په پېښور کې دباچاخان د ټولنې او په بهرنيو هېوادونو کې مېشت د باچاخان مينه وال ورکوي، چې اندازه يې نه ده ټاکل شوې. هغه ددې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې ناوخته دغه چارې پيل شوې پژواک اژانس ته وويل چې سياسي او نظامي ستونزو د باچاخان د مزار د جوړولو چارې ځنډولې وې. ددې پوښتنې په ځواب کې چې ويل کېږي، چې افغان دولت په جلال اباد ښار کې د باچا خان په نوم ځمکه لاندې کړې، سيد عثمان سنجش وويل : (( زه په خپله جلال اباد ښاروالۍ ته تللى وم، د باچاخان په نامه د ملکيت ځمکه په ښاروالۍ کې نه وه، يواځې د هغه د مړينې پر مهال ډاکټر نجيب اعلان کړى و، چې د مزار تر څنګ به يې يو پارک جوړوي. )) هغه زياته کړه چې د باچاخان د مزار ترڅنګ به جومات، موزيم او پارک جوړوي، چې تر درېيو کلونو پورې به وخت ونيسي، کاشي خښتې او ځينې نور وسايل به يې له بهر څخه راوړل شي، څو نړيوال توريستان د باچاخان مزار ته مخه کړي او دده فکر او فلسفه ژوندۍ شي. د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور رييس اورنګ صميم پژواک اژانس ته وويل چې دوى د باچا خان له مزار جوړونې خبر دي، خو هېڅ داسې سند نه لري، چې ثابته کړي چې دغه مزار دې افغان دولت جوړ کړي. د يادونې وړ ده، چې تېره مياشت په جلال اباد کې باچاخان ته منسوبې د باچا خان ټولنې مشر شان باچا شينواري رسنيو ته له مبالغې ډک ارقام ورکړي وو او دعوه يې کړې وه، چې دغه مزار د افغان دولت له لوري د اويا ميليونو ډالرو په لګښت جوړېږي. فخر افغان خان عبدالغفار خان، چې په باچا خان مشهور و، په سيمه کې د انګرېزانو د و اکمنۍ پرمهال د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کړې وه، هغه په کوزې پښتونخوا کې دځايي غلامو واکمنانو لخوا په زندان کې هم اچول شوى و . نوموړي په ١٩٨٨ زېږديز کال کې په حق ورسېد او د هغه د وصيت سره سم په جلال اباد ښار کې خاورو ته وسپارل شو . - عبدالمعيد هاشمي
بېرته شاته