(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نړۍ نن د کډوالو نړيواله ورځ لمانځي

[20.Jun.2009 - 21:16] ډیوه:هر کال دجولايي په ٢� مه نيټه ټوله نړۍ کې دکډوالو نړيواله ورځ نمانځل کيږي،ددغه ورځې دنمانځلو مقصد هاغو لکونو کډوالو او جنگ ځپلو ته دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کول وي څوک چې دستونزو څخه ډک دنورو په اسرو ژوند تيروي. نن دټولې نړۍ په څير په پاکستان کې هم دکډوالو دغه نړيواله ورځ په داسې حال کې نمانځل شوې چې دهيواد دننه دتندلارو او ترهه گرو په ضد دپوځي عملياتو له امله د٤� ؤ لکو څخه دبره پاکستاني وگړي پخپل هيواد کې بې کوره شوي دي. کۀ هر څو دملگرو ملتونو دکډوالو ادارې يو اين ايچ سي ار په گډون په ټوله نړۍ کې دخيرښيگړې تنظيمونه دغو کډوالو ته د اساسي اسانتياوؤ ورکولو لپاره پخپلو خپلو هڅو کې بوخت دي خو دملگرو ملتونو دکډوالو دادارې له مخې ددغو کډوالو دضرورتونو پوره کولو مشن تراوسه له برياليتوب څخه لرې دى. ځکه نو دنړيوالې ورورولۍ پام ددغو کډوالو ضرورتونو لوري ته راگرځولو لپاره سږ کال دا ورځ د"مرستو ته اړتيا لرونکي اصلي خلک " تر عنوان لاندې نمانځلى شي. دکډوالو دنړيوالې ورځې په موقع ديو اين ايچ سي ار لخوا دجاري کړل شوې شميرې له مخې دتير کال تر اخره ټوله نړۍ کې دبې کوره شوؤ خلکو شمير ٤ کروړه او ٢� لکه وؤ. په دغو کډوالو کې ٦� لکه هاغه کډوال دي چاچې خپل هيوادونه پريښودي او نورو هيوادونو کې يې پناه اخستې ده او ٢ کروړه او ٦� لکه داسې دي چې پخپلو هيوادونو کې دبې کورۍ ژوند کوي. دغه راپور وايي چې ٨� فيصده کډوال او پخپلو هيوادونو کې دکډه کوونکو لويې شمير دپرمختيايي هيوادونو پسې مربوط دي. پاکستان کډوالو ته پناه ورکوونکى دنړۍ تر ټولو ستر هيواد دى او دراپور له مخې په پاکستان کې ١٧ لکه ثبت کړل شوي افغان کډوال اوسيږي او د٢� � ٢ء څخه تراوسه ٣٥ لکه افغاني کډوال ديو اين ايچ سي ار په مرسته خپل هيواد ته ستانۀ شوي دي. په نورو پاتې شوؤ راجسټر کډوالو کې ٤٥ فيصده دپاکستان په بيلا بيلو ښارونو کې جوړو کړل شوؤ دکډوالو کيمپونو کې ژوند کوي. په پاکستان کې ٦٤ فيصده افغان کډوال صوبه پښتونخوا کی ،٢١ فيصده بلوچستان کې موجود دي او په نورو صوبو کې دغه شميره کمه ده. دخپل هيواد دننه کډه کوونکو هيوادونو کې هم پاکستان تر ټولو ستر هيواد دى. ديو اين ايچ سي ار لخوا جاري کړل شوي بيان کې ويل شوي دي سږ کال دکډوالو نړيواله ورځ دپاکستان لپاره زيات ارزښت لري ځکه کۀ يو لوري ته به په پاکستان کې دافغان کډوالو دميلمستيا ٣� کاله بشپړ شي نو بلخوا دپاکستان صوبه سرحد په ناقراره ضلعو او پيوست قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد دروانو پوځي عملياتو له به دخپل هيواد دننه دپاکستاني کډوالو شميره ١٩ؤ لکو ته ورسيږي. په پاکستان کې ديو اين ايچ سي ار استازى وايي دخپل کور او خپلو خلکو پريښودلو څخه ستر درد بل هيڅ نۀ وي. هغه وايي مونږ دکډوالو ددغه نړيوالې ورځې په نمانځلو سره نۀ يواځې دا چې دبې کوره شوؤ خلکو مرستې لپاره دخپلو ارادو څرگندونه کوؤ بلکې دنړۍ پام هم دهاغو کډوالو لوري ته راگرځوؤ چې دهمت او حوصلې ژوندى مثال دى او څوک چې زمونږ مرستو ته سترگې په لار دي. Source:- deewa radio- - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته