(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغان ادبي جرګې پیغام

[02.Jun.2009 - 10:47]
افغان ادبي جرګه لندن
د پښتو ټولنیز اولسولیز ګوند غړو، پیاوړو او ویاړلو ستاسو له بلنلیک نه مو خبر تر لاسه کړ چې تاسو درنو خواخوږو له پښتنو سره د خپلې خواخوږۍ له بابته یو پوهنیز او څېړنیز سمینار را بللی دی . په لندن کې د افغان ادبي جرګې غړو په دې اړه یوه غونډه وکړه چې کوم یو استازی سمینار کې د ګډون لپاره واستوي ، خو له بده مرغه چې د ادبي جرګې غړو د بوختیا له کبله ونشو کولی چې په دغه ګټور سمینار کې برخه واخلي خو د سمینار له سرلیک او مینځپانګې نه ښکاري چې د لرواوبرو پښتنو د ورپېښې غمیزې انځور په کې هرومرو کښل شوی دی.. که موږ د افغانستان د تاریخ پانې واړوودهیوادله لرغوني تاریخ نه راوخله ترمعاصر تاریخ پورې پښتنو نه یوازې په اوسني افغانستان کې د ویاړه ډکې کارنامې تېر کهول او اوسني نسل ته په میراث پرې اېښي دي بلکې د پښتون اولس لاسته راوړنې او ویاړنې په ګاونډیو هېوادونو کې هم د پام وړ دي ،د هند د نیمې وچې لودي او سوري ټبرونه په ایران کې د هوتکیانو اتلولي او په مشهد او نشاپور کې ابدالي تورزن د بېلګې په توګه یادولی شو.ولې له بده مرغه چې اوس دغه ستر اولس ته په هېواد کې دننه د توکمیزو ناندریو پلویانو، د بهرنیو هېوادو لاسپوڅو ،د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونو راز راز ستونزې پیدا کړي دي.. په لندن کې افغان ادبي جرګه نه یوازې د هېواد پالو روښان اندو دغه پرتمینه ناسته چې د پښتنو د ټولنیز اولسي ګوند په نوښت شوې ده ستایي بلکې په دغو ټکو تینګار کوي: ۱ په لندن کې افغان ادبې جرګه د افغانستان له حکومت نه په کلکه غوښتنه کوي چې نور خپل لاسونه د پښتنو په وینو سره نکړي او بیا بیا هغه پېښې راغبرګې نکړي چې دا درې لسیزې د هېواد کورنیو او بهرنیو دښمنانو دا باتور اولس په سرو وینو لمبولی دی پرون د شورویانو تیري او اوس د نړېوالو ځواکونو اور غورځوونکو بمونو ته په کرکه ګورو. ۲ د اروزګان او هسکې مېنې په ورا ډزې، د شینډنډ ، کندهار، هلمند، غزني، لغمان، فراه او د هېواد په بېلابېلو سیمو باندې د ورته توغندیو دا ډول بریدونه نور د زغملو وړ نه دي . ۳ د سوات او پښتونخوا په بېوزلو پښتنو د پاکستان د پوځ برید دا د واکمنو پنجابیانو کرغېړنه توطیه بولو. ۴ نور نه غواړو چې افغانان پخپل نیکني هېواد کې کډوال وي او دا هم نه غواړو چې نور موږ څوک په شمال،جنوب ،لویدیځ او ختیز ووېشي موږ لوی افغانستان غواړو، او سر لوړی هیواد. که پرون تلل او که نن ځي که سبا ځي پښتانه د هر بابا په لاره بیا ځي ژبه یې پرې کړۍ د مغل په لاس یې ورکړۍ چې پښتون وي او بې لارې د بابا ځي په درنښت
شهسوارسنګروال په لندن کې دافغان ادبي جرګې مشر
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته