(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په سويډن کې دافغانانوعلمي او فرهنگي مرکز دخواخوږۍ پيغام !

[05.Apr.2006 - 07:55] په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې ډاکتر کبير ستوری دورپېښې شوې ناروغۍ له امله دروان ميلادي کال داپريل په څلورمه ورځ له فاني دنياڅخه سترگې پټې کړې . انا الله وانااليه راجعون ارواښاد ډاکتر کبير ستوري سربيره پردې چې دقلم په ژبه يې دافغان ولس دگټوسره خپله علاقه څرگندوله دسياست په ډگر کې يې هم تلاښ کاوه تر څو افغان ولس ته دخپل توان له مخې خدمت وکړې . موږ دپښتو ژبې د دغه شاعر ،ليکوال اوسياست وال مړينه دافغانانو لپاره لويه ضايع بولو ،دلوی خدای له دربار نه دهغه دوستانو او علاقمندانو ته دزړه دصبر غوښتنه کوو . دافغانانو دعلمې او فرهنگې مرکزد مشرتابه جرگه -
بېرته شاته