(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پيښور : بمي چاؤدنو کې ٦ کسان وژل شوي ٧� ژوبل دي

[28.May.2009 - 19:49] 28.05.2009 دپښتونخوا په سرښار پيښور کې پرله پسې دوه بمي چاؤدنه شوي دي چې له امله يې ديو پوليس په گډون ٦ کسان وژل شوي دي. دغه چاؤدنې دپيښور دقصه خوانۍ په کباړي بازار کې يوه په سړک اؤ دوهمه په يوه کوڅه کې ترسره شوې ده. دچاؤدنو وروستو دپيښې په ځايې کې د وسله والو ترهه ګرو اؤ پوليسو ترمينځ سختې ډزې شوي. دپيښور دپوليسو مشر صفت غيور ډيوه راډيو ته وويل ترهه ګرو سره په مقابله کې دوه ترهه ګر وژل شوي اؤ دوه نور ژوندي نيول شوي. دهغه وينا وه پوليسو ترهه ګر پخپله ګيره کې اخستي اؤ دهغوي په ضد عمليات دوام لري. قصه خوانۍ بازار کې زياتره دموسيقۍ الات ، سي ډي گانې ، ټي وي گان وغيره خرڅيږي. دغه چاؤدنې ديو بل څخه دنيم فرلانگ په واټن شوي دي. لمړي راپورونه وايي په دغو چاؤدنو کې ديو پوليس په گډون ٦ کسان وژل شوي دي او له ٧� ؤ څخه زيات نور ژوبل دي. ژوبل کسان دتداوۍ لپاره دپيښور ليډي ريډنگ روغتون ته رسول شوي دې چې دغلته د١� ؤ کسانو حالت مرگونى ښودل کيږي. دچاؤدنې له امله په گڼو گاډو اور لگيدلى او دمرستې هلې ځلې پيل کړل شوي دي. دپيښور په ټولو لويو روغتونونو کې بيړنى حالت پځايې کړل شوى دى. په سوات کې دجنگياليوپه ضد دپوځي عملياتوپيل کيدلو وروستوپه روانه مياشت کې دادصوبه سرحددسر ښارپيښور دننه دبمي چاودنو دريمه پيښه ده . تيره اوونۍ هم دقيصه خوانۍ بازارسره نزدې په خيبربازارکې ديوې سينيما مخې ته په بمي چاودنه کې د١� ؤ څخه زيات کسان وژل شوي اؤ٨� نور ژوبل شوي وؤ. په صوبه سرحد کې دواکمن عوامي نيشنل گوند لوړپوړي مشر او دريلوى مرکزي وزير حاجي غلام احمد بلور دغه پيښه دسوات دپوځي عملياتو غبرگون گرځولى اؤ ويلي يې دي په پښتنو دغه جنگ دمذهب په نوم پردو خلکو تپلى دى. ډيوه راډيو سره په خبرو کې هغه وويل دا مهال په پاکستان کې يواځې پښتانۀ په نخښه کيږي او وينې يواځې هم ددې قام توئيولى شي. هغه وويل پښتانۀ من حيث القوم روښان فکره دي خو دمذهب ټيکه دارانو هغوي دبدامنۍ دغه دلدل ته راښکلي دي. بلخوادپښتونخوا ډيره اسماعيل خان دټاؤن هال سره نزدې په يوه امنيتي پوسته بمي بريد ترسره شوى چې له امله يې لږ ترلږه درې کسان وژل شوي اؤ اووه نور ژوبل شوي دي . ژوبل کسانو کې پينځه پوليس هم شامل دي. لمړي راپورونه وايي دغه چاؤدنه په يوه رکشه کې دايښودل شوؤ چاؤديدونکو موادو له امله شوې ده خو پوليس سرچينو انديښنه څرګنده کړې ده چې دغه چاؤدنه ځانمرګى بريد کيدلى شي. دغه چاؤدنه هاغه مهال وشوه چې پوليسو دګاډو تالاشي اخسته له چاؤدنې څخه وروستو په ګڼو ګاډو اور ولګيدو اؤ دډزو اوازونه هم اوريدل شوي دي. امنيتي ځواکونو سيمه پخپله ولکه کې اخسته اؤ امدادي هلې ځلې دوام لري. ژوبل کسان دتداوۍ لپاره روغتون ته رسول شوي دي همدا راز د پښتونخوا حکومت لخوا دجاري کړل شوي فهرست له مخې په سوات کې دطالبانو دمشر مولانا فضل الله په سر٥� لکه ، دهغه دمرستيال شاه دوران د غورځنگ دوياند حاجي مسلم خان په سر او د نمل ځايې طالب کمانډر ابن امين په سر ٤� لکه ، دطالب کمانډر قاري مشتاق ، دکوزې بانډې دطالب کمانډر محمود خان، دمالم جبې دکمانډر سراج الدين ، دمټې سيمې کمانډر بخت فرزند ، دمفتي افتاب په سر ٣� لکه، د کبل سيمې د طالب کمانډر اکبر حسين ٢� لکه ، د خوازه خيلې د کمانډر لياقت ، دبامه خيل سيمې دکمانډر انوارالله چې په انور مشهور دى ، دبشيراحمد ، دسلطان حسين ، درشيداحمد په سر ، ، دډهيرۍ سيمې شهنشاه ، دچارباغ سيمې کمانډر شير محمد قصاب ، اؤ دمولانا محمد امين په سر ١� لکه روپۍ انعام مقرر کړل شوي دي. دسرحد حکومت لخوا ورځپاڼو ته په دې لړ کې باقاعده اشتهارونه جاري کړل شوي دي چې پکې ويل شوي ددغو طالب جنگيالو دښودونکو نومونه به پټ ساتل کيږي او حکومت په دغو اشتهارونو کې بيلا بيلې دټيليفون نمرې هم ورکړي دي. په سوات کې دطالبانو دغورځنگ وياند حاجي مسلم خان اوس هم وخت ناوخته دخبري شبکو سره دتيليفون له ليکې تماسونه نيسي او په دغه تماسونو کې ادعاوې کوي چې طالبان په سوات کې زيات پياوړې دي او دامنيتي ځواکونو په وړاندې به مقاومت ته دوام ورکوي. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته