(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د لرو او برو پښتنو په روان ناورين د پوهنيزاوڅيړنيزسيمينار راپور

[25.May.2009 - 21:48] جرمنی: د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند Pashtoons Social Democratic Party (PSDP) له خواد هيواداو په ځانګړی ډول د پښتون قام په اوسنيو روانو دردونکو کړکيچنو حالاتو د 2009 ع کال د مئ Mai دمياشتی په دوه ويشتمه (22) نېټه دجمعی په ورځ دکولن په ښارکی« د لرو او برو پښتنو په روان ناورين » پوهنيز ( علمی)اوڅيړنيزسيمينارجوړشو.. په سیمینار کی دجرمنی سریبره په اروپائی هيوادونو کی میشت ګڼ شمیر پښتنو / افغانانو نامتو پوهانو، اديبانو، شاعرانو، ليکوالانو، سياسی ،ولسی او ټولنیزو سړيتوبونو (شخصيتونو) اودنظرخاوندانوګډون کړی ؤ. غونډه د مازیګر په شپږ نیمو بجو د ښاغلی نصیر خان له خوا ګډون والو ته په هرکلی سره پیل شوه . ورپسی ښاغلی سید فضل واحد د قران کریم څو مبارک ایاتونه تلاوت کړل او څو ښکلی شعرونه ئی په ترنم سره ګډونوالو ته واورول. د سیمینار پرانسته دغنی خان بابا د قامی ترانی (ای زما وطنه د لالونو خزاني زما) سره وشوه چی ټول ګډونوال ورته په درناوی سره ودریدل. د قامی ترانی وروسته د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند PSDP لومړی مرستیال ښاغلی علیخان محسود د لرو او برو پښتنو ربړی او حل تر سرلیک لاندی خپله ارزښتناکه مقاله واوروله، د PSDP دوهم مرستیال ښاغلی محمد شیرین ګردیوال د پښتون سوسیال ډیموکرات ګوند او د پښتنو قامی وحدت تر سر لیک لاندی مقاله ولوستله او پدی هکله ئی دګوند په فعالیتونو رڼا واچوله. لدی ورسته ښاغلی استاد ډاکتر روستار ترکی خپله هر اړخیزه وینا وکړه او پدی روان ناورین کی ئی بهرنی او داخلی لاسونه و څیړل. دګوند دمشر سلاکار ښاغلی حاجی فضل الرحمن شیر د پښتنو په روان ناورین رڼا واچوله او ښاغلی پوهاند ډاکتر ګل جانان ظریف د پښتنو په پخوانی او اوسنی تاریخ خپله څیړنیزه مقاله ولوستله. همداراز ښاغلی صفدر خان ،ښاغلی محمد عثمان عمر ،ښاغلی اسدالله هلالی،ښاغلی استاد رڼاګل اریوبزی ، ولسی مشر وکیل سراج الدین منګل او ښاغلی معاون ګران برهانی هر اړخیزی ویناوی وکړی او د پښتنو پدی غمیزی ئی رڼا واچوله ،خپلی څیړنیزی او پوهنیزی مقالي ئی ولوستلی اوددی ناورین د حل په لارو چارو ئی د خپلو نظریو څرګندونه وکړه. د PSDP د فرانکفورت د څانګی مشر ښاغلی محمد اقبال لالا د پښتونخوا دملاکنډ ډویژن او دسوات په اوسنی کړکیچن او دردونکو حالاتو خپله څیړنیزه مقاله واوروله. د ښاغلی ډاکتر رحمت ربی زیرکیار ارزښتناکه مقاله د « واګپوهنه (سیاسي علوم) د بی تاوه پاڅون په خدمت کی» تر سرلیک لاندی او یوه بله په زړه پوری څیړنیزه لیکنه د «د ډیورنډ تړون د حقوقو او سیاست په تله کی » تر سرلیک لاندی به د ګوندی خپروني «پښتونخوا» په خاصه ګڼه او انټرنیټی دیری کی خپاره شی همدا راز د PSDP جنرال سیکرټری ښاغلی هدایت بنګش د پښتون قامی وحدت لارښود او د عوامی نیشنل ګوند مرکزی مشر ښاغلی محمدافضل خان لالا رالیږلی پیغام ولوست، دافغان ادبی جرګی لندن د مشر ښاغلی شاهسوار سنګروال رالیږلی پیغام د ښاغلی انجنیر فریدالله ساپی له خوا ولوستل شو. همدا شان ددی غونډی په مناسبت له پيښور څخه د پښتو عالمی ګانګرس پیغام ، د غنی خان ادبی تحقیقی جرګی پیغام ، د پښتونخوا د پوهنی دیري پیغام ، د دریځ د علمی او کولتوری ټولنی پیغام ،له لندن څخه د افغان ملی جرګی د مشر ښاغلی ډاکتر زیب خان پیغام ،د کونړ د ځوانانو د کولتوري ټولنی پیغام ، دپوهنوال ډاکتر نظر محمد سلظانزی پیغام، له لوګر څخه د ښاغلی حاجی محمد ګل ګدرخیل پیغام، دازاد ژورنالست ښاغلی خالد میوند پیغام ،ښاغلی قیوم شاه پیغام او د پښتون ډیموکراټیک کونسل مشر ښاغلی زرعلی خان موسی زی پیغامونه رارسیدلی ؤ د مقالو او وینا ګانو وروسته د غونډی ګډونوالو پښتنو روان ناورين او ددی غمیز د مخ نیوی په هکله وړاندیزونه وکړل او پوښتنو ته ئی ځوابونه وویل شول. د سیمینار دوهمه برخه چی مشاعري ته ځانګړی شوی وه ، ددغه برخی د چلونکی ښاغلی نصیر ستوری له خوا پیل شوه، چی د پښتو ژبی نامتو او خوږ ژبو شاعرانو هریو ښاغلیو عبدالوهاب سرتیر ، ببرک دقیق ، جنرال سعادت ملوک ازاد، نسیم ستوری، ارین بهار، ښاغلی معاون ګران برهانی خپل خپل شعرونه واورول. همدا راز وړوکی جلال ناصر د خپلی مور میرمن ناصر شعر ولوست ورپسی ښاغلی ابوبکر د ښاغلی مطیع الله روفی شعر ولوست، بیا پیغلی سلګئ شینواری ، شعرونه واورول، همداراز د ښاغلی استاد عمر پاڅو، ښاغلی محمداجان یار، ښاغلی حاجی ګل محمد ګدرخیل، شعرونه هم حاضرینو ته واورول شول . د غونډی په پای کی د سیمینار ګډونوالو په پوره اتفاق لاندینی پریکړه لیک تصویب کړ. غونډه د شپی په یوه نیمه بجه پای ته ورسیده.

د لروبرو پښتنو په روان ناورین پوهنیز (علمی) او څیړنیز سیمینار پریکړه لیک

کولن / جرمنی 22.05.2009 بسم الله ارحمن الرحیم لکه څنګه چی ټولو ته څرګنده ده، د څو کالو راهیسی په هیواد کی روانه جګړه له پخوا څخه د یو جوړ شوی پلان له مخی د پښتون قوم لوی کور ته راټوله شوی ده. پدغه تپل شوی جګړه کی د ډیورنډ کرښی دواړو غاړو ته پروت پښتون قوم هره ورځ وژل کیږی، اقتصادی بنسټونه ئی ړنګیږی، ښوونیز او روزنیز مرکزونه ئی سوځول کیږی. ماشومان او ځوانان ئی له زده کړی پاتی کیږی او د انسانی ژوند د پرمختګ ټولی لاری ئی تړل کیږی. دغه ټولو ستونزو ته په پام سره د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند Pashtoons Social Democratic Party-PSDP په کوربه توب ننی پوهنیز (علمی) او څیړنیز سیمینار جوړ شوی دی . پدغه سیمینار کی په بیلابیلو اروپائی هیوادونو کی میشت د لری او بری پښتونخوا ګڼو پوهانو او میلمنو ګډون کړی ؤ. په سیمینار کی په لره او بره پښتونخوا کی د رواني جګړی په علتونو او له هغی څخه د خلاصون په لاروچارو اوږده څیړنیز بحثونه وشول او په پای کی د سیمینار ټولو ګډونوالو په پوره اتفاق سره لاندینی پریکړه لیک تصویب کړ: ۱. مونږ د افغانستان او پاکستان له حکومتونو او همدارنګه په سیمه کی د میشتو نړیوالو قوتونو څخه په کلکه غوښتنه کوو، چی نور په سیمه کی د پښتون وژنی او ولس وژنی څخه چی په هر نوم سرته رسیږی لاس واخلی. د جګړی پر ځای دی د جګړی د ټولو خواوو سره د سولی او سیاسی تفاهم په یو ګډ سیاسی میکانیزم کار پیل شی. ۲.د ډیورنډ د کرښی دواړو غاړو ته د پښتون قام څخه یو باصلاحیته قومی دودیزه جرګه راوبلل شی، تر څو په جګړه کی د ښکیلو خواو تر منځ د پخلاینی او سیاسی تفاهم لپاره لاره هواره کړی او ددی تر څنګ په خپله سیمه کی د موجوده ستونزو د حل لپاره مناسبی لاری چاری ولټوی. ۳.د افغانستان او پاکستان په حکومتونو کی هغه سیاسی او جنګی ډلی چی تر اوسه پوری ئی په زرګونو سیاسی اوملی پښتانه مشران او ولسی وګړی په بیلابیلو نومونو وژلی بی عزته او سپک کړی دی او د پښتنو او نړیوالو ځواکونو تر منځ ئی ددښمنئ فضا رامینځ ته کړی ده ،د حکومتی چارو څخه وویستل شی. ۴.په پښتنو کی له پخوا څخه موجودټولنیز او دودیز بنسټونه چی د ډیرو سیاسی او ټو لنیزو ناخوالو مخه ئی نیولی وه، او په وروستیو کلونو کی د بیلابیلو سیاسی او مذهبی جنګی ډلو او حکومتونو له خوا زیانمن شوی دی، مونږ غوښتنه کوو چی دغه بنسټونه بیرته فعال او تقویه شی. ۵.زمونږ په اند د ډیورنډ د کرښی دواړو خواوو ته د پښتون ملت اقتصادی بیرته پاتی والی څخه بیلابیلی جنګی ډلی د جګړی د دوام لپاره ګټه اخلی . مونږ غوښتنه کوو چی نړیوال دسیمی او منطقی د ثبات په خاطر په دغه منطقه کی په اقتصادی پروژو پانګونه وکړی. همدارنګه نړیوالی مرستی پرته ددوهم لاس څخه نیغ په نیغه دغه سیمو خلکو وګړو ته ورسیږی. دلته ددی خبری ‌ذکر په ډاګه کوو چی نړیوال که په نزدی او یا لری راتلونکی کی پدغه سیمه کی سوله او ثبات راوستل غواړی نو په غیر د پښتنو د فعالی ونډی د اخستنی څخه ممکن ندی. ۶. زمونږ په اند نا پوهی او بی سوادی بله لویه ستونزه ده چی پدغه سیمه کی تری جنګی ډلی سیاسی ګټه پورته کوی. مونږ غوښتنه کوو چی د ډیورنډ د کرښی دواړو غاړو ته د یو ځانګړی پروګرام او پلان مطابق د ښونځیو او پوهنتونونو جوړول پیل شی. ۷.مونږ وینو چی د ډیورنډ د کرښی دواړو غاړو ته پښتون ملت په پښتو ژبه د رسنیو (میډیا) د کموالی او جګړه مارو ډلو دپراخو تبلیغاتی پروګرامونو په نتیجه کی ډیر ځوانان په ناپوهئ او غیر شعوري ډول جګړه مارو ډلو سره یو ځای کیږی. مونږ غوښتنه کوو چی ددوئ د ذهنیتونو دروښانه کولو لپاره ددوئ په مورنئ ژبه (پښتو) راډیوئی، تلویزونې او لیکلی رسنیو ساحه پراخه شی. ۸.مونږ د ټولو جنګی ډلو څخه په کلکه غوښتنه کوو چی د ښونځیو او ښوونیزومرکزونه سوزول او ورانول او همدارنګه د ټولګټو پروژو د بندولو څخه لاس واخلی . هره ډله چی دغه کار په هرنوم کوی ، مونږ ئی د هیواد او پښتون ملت دښمنان بولو. په درناوی دا پریګړه لیک په بیلابیلو نړیوالو ژبو ژباړل کیږی. ټولو رسنیو، دملګرو ملتونو سازمان، دناټو مرکز ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او نورو اړوندو څانګو ته لیږل کیږی.
ددی غونډی د ويډیو د لیدلو لپاره دلته ټک ورکړئ
http://www.youtube.com/watch?v=XNdrx-RuAK8&feature=channel_page
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته