(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په جرمنی کی دډاکتر کبير ستوری د دریم تلين ياد غونډه جوړه شوه

[13.May.2009 - 23:49] په المان کی د کونړ د ځوانانو کولتوری ټولنی له خوا د 2009 ع کال د Mai د مياشتی په نهمه (9 ) نېټه دشنبی (خالی) په ورځ د کولن په ښار کی دهیواد، پښتنی کولتور او ادب ریښتیني خدمتګار ارواښاد ډاکتر کبير ستوری د دریم تلين ياد غونډه او ازاده مشاعره جوړه کړه . پدی غونډه کې د هيوادنامتو پوهانو، سیاسی او ټولنیزو ، ولسی او ادبی سړیتوبونو(شخصیتونو) ، مشرانو، او شاعرانو ګډون کړی ؤ. غونډه د مازیګر په اووه بجو د ښاغلی انجنیر مطیع الله روفی له خوا پیل شوه. ورپسی ښاغلی الحاج محب الله روفی د قران کریم څو مبارکو ایاتونه تلاوت کړل او د ارواښاد کبیر ستوری روح ته دعا وشوه ، ورپسی دکونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنی په استازیتوب د کار د ډلی غړی ښاغلی انجنیر فریدالله ساپی ګډون والو ته په هرکلی سره خپله پرانستونکی وینا واوروله او ددی غونډی په جوړیدو ئی رڼا واچوله. د غونډی لومړی وینا وال ښاغلی الحاج ډوکتور ډګروال حضرت رسول د ارواښاد ستوری د ټولنیز شخصیت د ځانګړ تیاو تر سرلیک لاندی خپله ارزښتناکه مقاله واوروله ورپسی ښاغلی هدایت الله خان بنګش د پښتو او پښتونولئ سره د ستوری مینه او پدغه لار کی د هغی لیوالتیا تر سرلیک لاندی خپله لنډه وینا واوروله، د مقالو په دغه لړ کی ښاغلی محمد رحیم یوسفی په اوسنی عصر کی د پښتو ژبی کولتوری او ادبـي خوځښتونو ته د لنډی کتنی تر سر لیک لاندی خپله ارزښتناکه او څیړنیزه مقاله واوروله. ښاغلی محمداجان یار د ارواښاد کبیر ستوری د دریم تلین په ياد خپل په زړه پوری شعر ولوست اودستوری په ادبی اړخ ئی خپله لیکنه واوروله ورپسی ښاغلی ډاکتر خوشحال روهی د افغانستان او سیمی سیاسی حالات او په اوسنی وخت کی د پښتنو د یو والی اړتیا تر سرلیک لاندی خپله ارزښتناکه وینا واوروله. د غونډی په ترڅ کی قومی مشر الحاج فضل الرحمن شیر د ارواښاد ستوری په ژوند لنډه رڼا واچوله او خپلی یو څو خاطری ئی حاضرینو سره شریکی کړی دغه راز ددی غونډی د جوړیدو په مناسبت دراغلو پیغامونو له منځ نه د هیواد د پیاوړی شخصیت ډاکتر رحمت ربي زیرکیار له خوا رالیږل شوی پیغام د ټولنی د کار د ډلی غړی ښاغلی سید رحیم یوسفی لخوا ولوستل شو. د غونډی دویمه برخه مشاعري ته ځانګړی شوی وه، چی د سټیج چاری ئی ښاغلی خالد سا پی مخ په وړاندی بیولی د مشاعری لپاره دغوښاغلیو شاعرانو تیاري نیولی ؤ : ښاغلی الحاج فضل الرحمن شیر،ښاغلی محمداجان یار، ښاغلی امان الله عاجز، ښاغلی روښان احمدزی، ښاغلی عزیز سرشار، ښاغلی خالد ساپی، ښاغلی نسیم ستوری، ښاغلی وسیم لایق، ښاغلی خیبر يوسفی،ښاغلی زلمی قاضی خیل،ښاغلی کټوازی،ښاغلی مطیع الله روفی ، ښاغلی ارین بهار، ښاغلی همایون اپریدی. ښاغلی انجنیر فریدالله ساپی او ښاغلی پیښوري شینواری. دغونډی په پای کی کونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنی له خوا په پریکړه لیک دافغانستان د اسلامی جمهوریت د واکمنو څخه غوښتنه وشو چی دکونړ ولایت یوه لیسه اویا دخاص کونړ په ولسوالئ کی یوه لیسه د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری په نامه ونوموی. د غونډی دویډیو د لیدلو لپاره دلته ټک ورکړئ
www.youtube.com/watch?v=acRiVOcMUtQ&feature=channel_page
http://www.youtube.com/watch?v=DwDhBQqNK5k&feature=channel_page
http://www.youtube.com/watch?v=8CvenuXlxsk&feature=channel_page
http://www.youtube.com/watch?v=SPpMCyFKFWc&feature=channel_page
http://www.youtube.com/watch?v=PHhdA9FOugg&feature=channel_page
http://www.youtube.com/watch?v=c3BHYhbU9To&feature=channel_page
http://www.youtube.com/watch?v=WLeBLGf1_O8&feature=channel_page
http://www.youtube.com/watch?v=t6tq26pQmBo&feature=channel_page
http://www.youtube.com/watch?v=CUzYcErHVxk&feature=channel_page
http://www.youtube.com/watch?v=cF9CprT6s3A&feature=channel_page
http://www.youtube.com/watch?v=YmIRLVpj5Uc&feature=channel_page
http://www.youtube.com/watch?v=_x1Oe7GpYsQ&feature=channel_page
http://www.youtube.com/watch?v=VK44A2778f0&feature=channel_page
http://www.youtube.com/watch?v=w1mTI1ilnIM&feature=channel_page
http://www.youtube.com/watch?v=AAfPbR1lnrY&feature=channel_page
http://www.youtube.com/watch?v=BCqPTV0hB-k&feature=channel_page
http://www.youtube.com/watch?v=nDIg3eaTiY8&feature=channel_page
http://www.youtube.com/watch?v=7MB-SAYqk84&feature=channel_page
http://www.youtube.com/watch?v=3mCzl8nQ624&feature=channel_page
غونډه دشپی په یولسو بجو پای ته ورسیده . - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته