(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د نن او سبا افکار کتاب چاپ او خپور سو

[13.May.2009 - 22:42] دا کتاب د فرانسې د مشهور ليکوال ډاکټر ګوستاولوبون له خوا ليکل سوی، چي تقريباً شپېته کاله وړاندي د ارواښاد استاد محمدابراهيم خواخوږی له خوا ترجمه او هغه مهال د طلوع افغان په ورځپاڼه کي په پرله پسې ډول خپور سوی دئ، په نوموړي کتاب کي د سياست پوهانو، ټولنپوهانو، تاريخ پوهانو او نورو عالمانو لپاره په زړه پوري ټکي را يو ځای سوي، چي لوستل به يې د هري برخي پوهانو ته بې ګټي نه وي، د دې تر څنګ په عام ډول د ټولو مينه والو له پاره به ارزښتمن وي. ارواښاد خواخوږی دا کتاب په خوږه پښتو ژباړلی او د ترجمې ټولو اصول يې مراعت کړي، چي د دوی له خوا د دغه کتاب ترجمه په پښتو ژبه کي د يوې ارزښتمني ترجمې زياتونه ده. کتاب په دې وروستيو کي د خواخوږی ادبي ټولني له خوا په ۱۲۰ مخونو کي د زر ټوکو په تېراژ په ښکلي صحافت او سپين کاغذ باندي خپور سوی دئ. د يادوني وړ ده چي پر دغه کتاب باندي د ښاغلي استاد محمدمعصوم هوتک د لنډي سريزي تر څنګ د پيل خبري د ښاغلي غرزي خواخوږی له خوا ليکل سوي دي. د ترلاسه کولو پته: دعلامه حبيبی کتاب پلورنځی پکتيا مارکيت، دوکا ن نمبر ٢، جمهوريت روغتون ته مخامخ، دصدارت څلورلارې کابل – افغانستان تليفون:۰۷۰۰۲۱۷۷۶۶ - مطيع الله روهيال
بېرته شاته