(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مولانا صوفي محمد خپلې خبرې په حکومت منل غواړي

[06.May.2009 - 17:51] 06/05/2009د پښتونحوا داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين پيښور کې د لاء کالج دننه يوې دستورې ته دوينا په مهال ويلي دي چی دطالبانو ايجنډا اسلامي شريعت نۀ بلکې ورانکاري ده. هغۀ وويل دتندلارو دبريدونو وروستو مو عمليات کړي دي اؤ کۀ حکومت عمليات کول غوښتل نو دسولې لپاره به يې منتونه نۀ کول. هغۀ وويل صوفي محمد سره مو څو ځله دقاضيانو گمارنې په هکله مشورې لپاره دتماس نيولو هڅې کړې وې خو مونږ سره يې تماس ونۀ نيولو چې له دې وروستو مو پخپله په ملاکنډ کې دقاضيانو دگمارنې پريکړه وکړه نو هغه مخې ته راغلى. صوبايي وزير وويل دصوفي محمد دخبرو اترو طريقه هم څه عجيبه ده کۀ خبره يې منې خو سمه ده گنې خبرې ځنډوي. هغۀ وويل صوفي محمد دستونزو دهوارولو پځايې نورې نورې غوښتنې وړاندې کوي. نوموړي وويل طالبان دا گڼي چې دټوپک له لارې واکمني کولى شي خو حکومت به چاته دبې گناه اولس دوژنې اجازه ورنۀ کړي بلخوا د پاکستان د اهل سنت و الجماعت د ديني عالمانو ټولنې په پينډۍ کې يوه غونډه وکړه، چې په ترڅ کې يې د ملاکنډ د شريعت نفاذ محمدي د تحريک مشر مولانا صوفي محمد اسلامي شريعت او د پاکستان د اساسي قانون څخه باغي گڼلى او له حکومت څخه يې غوښتنه کړې، چې د صوفي محمد د هلو ځلو د مخنيوي لپاره دې خپلې ټولې هلې ځلې په کار واچوي. د نوموړې ټولنې لخوا يو پرېکړه ليک هم خپور شوى دى، چې په کې د مولانا صوفي محمد لخوا د زيارتونو نړول، د ديني علماو، د سترې محکمې او پارلمان بې عزتي غندل شوې. پرېکړه ليک وړاندې وايي، چې د پاکستان پوځ، ستره محکمه او نور اړونده ارگانونه دې د پاکستان د ژغورلو او اساسي قانون ته د درنښت په خاطر دې د صوفي محمد د هلو ځلو مخنيوى وکړي. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته