(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتو نړيوال کنفرانس لپاره د تياري مقدماتي ورکشاپ خبرتيا

[06.May.2009 - 10:05] قدرمنو هېوادوالو، سږ کال د جون په وروستيو کې پښتو نړيوال کنفرانس د « د پښتنو کلتوري لومړیتوبونه، ستونزې او حل لارې یې» تر سرليک لاندې په کابل ښار کې جوړيږي. په نوموړي کنفرانس کې د اروپا ميشتو پښتنو د نظرونو او وړانديزونو د بيانولو په موخه، د افغانستان معلوماتي مرکز راتلونکې يکشنبه يوه مقدماتي غونډه نيولې، چې تاسو ته پکښې د ګډون بلنه درکوو. موږ په لاندې څلورو برخو کې د ستونزو او حل لارو په اړه ستاسو د نظرونو او وړانډيزونو په تمه يوو: پروګرام: ۱. د پښتو ژبې تعمیم او وده ۲. په پښتنو کې په عام ډول اوپه ځانګړې توګه په نجونوکې د زده کړې او تعلیم عامول ۳. په پښتنو کې د منفي رواجونو سمو۴. د پښتنو د کلتوري پرمختګ لپاره د اړیکو د شبکې جوړول که په دغه ورکشاپ کې ګډون نه شیء کولای، نو هيله مند يو چې خپل وړانډيزونه موږ ته په ايميل کې راولېږﺉ. د دې لپاره تاسو له مل شوې فورمې څخه هم ګټه اخيستلی شیء. وخت: يکشنبه، د ۲۰۰۹ کال د می ۱۰د مازدیگر پنځه بجې ځای: د افغانستان معلوماتي مرکز (افغانیک)، د بن ښار، جرمنی آدرس AFGHANIC/Seminar-Raum (im Brunn Autoland, III. Etage) Justus-von-Liebig-Str 24 53121 Bonn, Germany معلومات Tel 0228 - 409 76 30 Mobil 0174 741 73 06 - ډاکتر يحيی وردک
بېرته شاته