(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په جرمنی کې د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری د جنازې خبرتیا

[04.Apr.2006 - 17:53] ټولو درنو دوستانو او قدرمنوهیوادوالو ته خبر ورکول کیږی چې د پښتون/افغان لیکوال او شاعر او د پښتنو ټولنیزولسوګوند د مشر ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری د جنازې مراسم سبا د چارشبی د اپریل په پنځمه نېټه د مازیګر پر څلور نیمو بجو د جرمنی د کولن په ښار کې تر سره کیږي. جنازه ئې د اپریل په شپږمه نېټه هیواد ته لیږدوله کیږي او یوه ورځ وروسته د جمعې په ورځ د اپریل په اوومه نېټه په کونړ کې د دوی په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارله شي. په کولن کې د جنازې د مراسمو پته: د ترکانو جومات: Venloer Str.160 50823 Köln -
بېرته شاته