(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتنه شاعره او سندرغاړې ووژل شوه او سندرغاړی اسماعيل فيروز په حق ورسيد

[28.Apr.2009 - 09:36] د پېښور پوليس وايي چی په پېښور کې اوسېدونکې پښتنه شاعره او سندرغاړې ( میرمن شميم ايمن اداس) د دوشنبې په سهار وختي خپلو وروڼو په خپلو کور کې په ډزو و وژله. د وژل شوې سندرغاړې نيژدې خپلوان وايي چي د شميم ايمن اداس وروڼه د خپلې خور له دې کاره خوښ نه و، چي هغه دي سندرې وايي او پر دې يې بنديز لګولى و، چي سندرې ونه وايي او په دې لړ کې يې خپلې خور ته څو ځله د مرګ ګواښ هم کړى و، خو نوموړې له موسيقۍ او سندرو ويلو سره زښته ډېره مينه لرله. پوليس چارواکي وايي دا پېښه د دوشنبې یا ګل په ورځ ګهيځ مهال د پېښور ښار په دله زاک سړک باندې رامنځته شوه. پوليس زياتوي چي د وژل شوې سندرې غاړې ورور په مردان سيمه کې له خپل کلي تخت بايي څخه پېښور ته د خپلې خور کره مېلمه ورغلى و، کله چي يې اخښى عثمان د شيدو راوړلو لپاره بازار ته تللى و، نو ورور يې خپله خور وژلې وه. پوليس وايي عثمان چي کله کور ته را ستون شو نو د مېرمنې جسد يې په وينو لړلى پروت و. پوليس وايي چي سندرغاړې شميم ايمن اداس پر سر باندې په ډزو ويشتل شوې وه چي له امله يې ځاى پر ځاى ساه ورکړې وه. د هغې قاتلين د پېښې له ځايه په تېښته بريالي شوي دي. د يادونې وړ ده چي شميم ايمن اداس د مردان سيمې د تخت بايي اوسېدونکې وه او په نيژدې ورځو کې يې له عثمان نومي کس سره دويم واده کړى و او دوه اولادونه يې ترې پاته شول. نوموړې له تېرې څه مودې راهيسې په پېښور کې له خپل دويم مېړه سره ژوند کاوه. نوموړې ګڼ شمېر سندرې ويلې وې او په دې وروستيو کې يې څو وېډيويي سندرې هم بازار ته را وتلې وې چي ګڼ شمېر کتونکي او مينه وال يې پيدا کړي وو. د وژل شوې سندرغاړې د خپلوانو په وينا د نوموړې وېډيويي سندرې د دې د مرګ اصلي علت بلل کېداى شي. هېره دي نه وي چي په پښتونخوا ايالت کې له تېرې څه مودې راهيسې ګڼ شمېر سندرغاړي او هنرمندان د وسلوالو له خوا وتښتول شول او پر ځينو يې وسلوال بريدونه وشول، چي له امله يې ډېرو هنرمندانو له خپل هنر سره خداى پامانى وکړ او ځينو له خپلو سيمو څخه نورو سيمو او هېوادونه ته پناه يووړه. بلخواد پښتو نامتو سندرغاړې اسماعيل فيروز د پيښور په يو روغتو ن کې د زړه دناروغۍ له لامله په حق ورسيده نوموړي دافغانستان په راديو تلويزيون کې کڼې سندرې ثبت کړي او په جلال اباد کې د هنر مرکز درلو ده په ١٣� ٨ لمريز کال د ننگرهار د گردي کڅ په سيمه کې زيږ يدلى او لس ورځې وړاندې په پيښور کې مړ شو . هوداراز د پښتونخوا ایالت د اوسنئ حالت په اړه د عوامي نشنل گوند یو مشر ښاغلی حاجي عديل دګل یا دوشنبې په ورځ ( د اپريل ٢٧ ) د اې ار واى ورلډ تلويزيون يوې خپرونې ته وويل چې د پېښور ښار عملآ د وسله والو طالبانو له خوا محاصره شوى دى اود پېښور ښار پر حلقوي سړک ماښام مهال څوک نه شی گرځيدلى ځکه چې هغه ټول د وسله والو طالبانو په لاس کې دی اووضعه ډيره خرابه ده او اوس دغلته سوداگر امن نه لري او شاوخوا پنځوس سوداگر له پېښوره تښتول شوي دي . حاجي عديل د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ايا اداره له دغو وسله والو طالبانو سره ملۀ ده که بله کومه خبره ده چې دومره برلاسي شوي ، وويل چې اداره له وسله والو طالبانو سره نه ده بلکې پاکستاني اداره کمزورې ده . - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته