(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طالبانو بونير څخه وتل پيل کړي دي

[24.Apr.2009 - 20:45] 24/04/2009 د بونير سيمې ته دمولانا صوفي محمد دورتګ څخه وروستو طالبانو ددغه سيمې څخه وتل پيل کړي اؤ په سلطان وس کلي کې يې خپل مرکز خالي کړى دى. مولانا صوفي محمد دجمعې په ورځ ديوې ډلې په مشرۍ دامان درې څخه بونير ته ورسيدلو اؤ دغلته د سوات دطالبانو دغورځنګ وياند حاجي مسلم خان اؤ صوفي محمد په ګډه طالبانو ته دسيمې څخه دوتلو وينا وکړه. ځايې سرچينو ډيوه راډيو ته ويلي دي طالبانو په سلطان وس کلي کې دناظم قبضه کړل شوې حجره، کور اؤ ځمکې پريښودې دي اؤ په نامعلوم لولري تللي دي. سوات ته تر 400ؤ پورې وسله وال طالبان دبونير څخه اوښتي وؤ چې وروستو يې ددغه ځايې دتندلارو په ملتيا په سيمه کې وسله والې ګزمې پيل کړې اؤ ديوې پوليس تاڼې ترڅنګ يې پۀ ګڼو ودانيو قبضه کړې وه. بونير ته دطالبانو دورتګ څخه وروستو ددغه ځايې قاضيانومحکمو ته ورتګ پريښودى دى اؤ په خلکو کې سخته ويره ترهه خوره شوې وه. بل لوري ته په پيښور کې دپښتونخواصوبی دوزيراعلي امير حيدر خان هوتي په مشرۍ ترسره شوي ټول ګونديز کانفرنس کې دملاکنډ سيمې دنظام عدل قانون دپځايې کيدلو څخه ملاتړ شوى دى اؤ دپاکستان په قبائيلي سيمو دامريکايي جاسوسي الوتکو لخوا د کيدونکو ميزائيلي بريدونوغندنه اؤدسملاسي بنديدو غوښتنه وشوه. له غونډې څخه وروستو خبريالانو سره په خبرو کې دصوبی داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين وويل طالبان دوسلې پورته کولو هيڅ جواز نۀ لري. دهغۀ وينا وه طالبان دې په بونير کې خپلو فعاليتونو ته دپايې ټکى کيږدي اؤ دغه سيمه دې خالي کړي. عيني شاهدان وايي په بونير کې دموجودو طالبانو شميره 400ؤ ته رسيدله خو په ګڼ شمير کې ځايې طالبان هم هغوي سره ملګري شوي وؤ. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته