(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سولې د تړون وروسته هم طالبان بونیر کې فعاله دي

[21.Apr.2009 - 21:08] 21/04/2009ډیوه: د سوات څخه داوو عسکرو په گډون داتو کسانو دتښتول کیدو راپورونه په داسې حال کې ورکړل شوي دي چې تندروه طالبانو د بونير سيمه کې هم خپلې مورچې جوړې کړي اؤ په گزمو يې لاس پورې کړى دى دپاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني اؤ جمهوررئيس اصف علي زرداري دمخه په ډاگه کړې ده چې په سوات کې دامن تړون په امن پسې مشروط دى. کۀ په دغه سيمه کې امن ټينگ وي خو دامن تړون به پځايې وي گنې حکومت به بيا ددغه تړون پابند نۀ یي. سرچينې وايي دگل په ورځ دسوات دخوازه خيلې سيمې څخه ٤ کسان تښتول شوي وؤ چې وروسته دهغوي په هکله معلومه شوه دغه تښتول شوي کسان امنيتي عسکر دي. دنهې په ورځ دسوات په چارباغ سيمه کې دهنگو په ځانمرگي بريد کې دوژل شوي عسکر دمړي انتقالونکى امبولانس ځايې طالبانو اودرولو اؤ ددغه امبولانس ډرائيور اؤ دوه امنيتي عسکر يې نامعلوم ځايې ته بوتللي دي. همدغه راز دخوازه خيلې څخه دمسلم ليگ(ق) يو سيمه ييز مشر سراج دتښتونې خبرونه هم ترلاسه شوي دي. دسرچينو له مخې په سوات کې ديرغمال کړل شوؤ ٧ؤ امنيتي عسکرو اؤ دمسلم ليگ(ق) دمشر سراج د راخلاصولو لپاره د انتظاميې اؤ تندلارو ترمينځ خبرې روانې دي . ددې ترڅنگ دسوات سره پيوست دشانگلې ضلعې د پورن سيمې مرستيال ناظم نذير خان نامعلومو کسانو ددوؤ ملگرو سره تښتولى دى. اخوا په سوات کې دغيرفعاله کړل شوي مذهبي تنظيم تحريک نفاذ شريعت محمدي وياند امير عزت خان دړکه کړې ده چې کۀ حکومت د اپريل ٢٣مې نيټې پورې په ملاکنډ سيمه کې دارالقضاء جوړه نۀ کړه نو هغوي به دامنيت دټينگښت مسؤليت څخه به لاس پسر شي. هغۀ خبردارى ورکړى دى چې د٢٣م اپريل څخه وروستو به دوضعيت ټوله پړه په حکومت پريوځي. بل لوري ته د بونير سيمې ته دسوات څخه ورغلوطالبانو دسيمه ييزو تندلارو سره په گډه په سواړۍ،ډگر،پيربابا، چمله اؤ نورو سيمو کې وسلو په لاس گزمې پيل کړي دي. سرچينې وايي طالبانو په بونير کې خپلې پوستې جوړې کړي اؤ دهغوي دسيوا شوي فعاليت څخه وروستو سيمه ييزو لښکر په شا شوى دى. په بونير کې دا مهال ځايې انتظاميه په نظر نۀ ښکاري اؤ نۀ هم دطالبانو ددغه پرمختگ په ضد حکومت يا امنيتي ادارو کوم گام اخستى دى. بلخوا د کورنيو چارو لپاره دپاکستان دصدراعظم مشاور رحمان ملک په اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په مهال وويل دپاکستان په قبائيلي سيمو کې د10ؤ زرو څخه زيات غيرملکيان پټ شوي دي. ښاغلي ملک وویل پاکستاني سيمو کې پټ شوي هم دغه غيرملکي ترهگر دطالبانو ملاتړ کوي اؤ هغوي ته دترهگرۍ روزنه ورکوي. رحمان ملک زياته کړه دسوات په گډون دهيواد په هره برخه کې به دقانون څخه دسرغړونې کوونکو په ضد کوټلي عمليات کولى شي. نوموړي وويل دڅو تش په نوم مذهبي خلکو لخوا ښځو ته دپردې اؤ په کور کې دبندي اوسيدو خبره داسلامي تعليماتو په ضد ده. هغۀ وويل دماشومانو څخه کتابونه اخستل کيږي اؤ دهغوي سکولونو ته اور اچولى شي. ښاغلي ملک وويل دغو ماشومانو ته دترهه گرۍ روزنه ورکول کيږي. رحمان ملک وويل دصوفي محمد غوندې خلک دلوستلو څخه پرته دپاکستان اساسي قانون غير اسلامي گرځوي. دهغۀ وينا وه هم ددغه اساسي قانون له امله دهيواد سلامتي پځايې ده. دکورنيو چارو دمشاور وينا وه زمونږ پوځيان دکمې تربيې اؤ لږو وسيلو باوجود دروزل شوؤ ترهه گرو سره مخ دي. همدا رازد پښتونخوا وزیر اعلی امیر حيدر خان هوتي د پولیس ځواکونو په تنخواگانوکي د سل فیصده زیاتوالي اعلان کړی. په پیښور کې د پولیسو یو دستورې ته د وینا په مهال وزیر اعلی د ترهگرۍ پرضد جگړه کې د وژل شوؤ پولیس ځواکونو کورنو ته ورکوؤنکې معاوضه د لس لاکهه نه ١٥لاکهه پورې زیاتولو اعلان هم کړی. نوموړي په مرکزي حکومت غږ اوکړو چی د پولیس ځواکونو مضبوطولو او تربیی لپاره د پښتونخوا حکومت ته زیاتی مرستې ورکړي. دپختونخوا صوبی د پولیسو مشر ملک نوید ډیوه ریډیو سره په یو ځانگړې مرکه کې د وزیر اعلی د فیصلې هرکلی کړی او ویلي په تنخواگانو کې زیاتوالي او دوي ته تربیې ورکولو سره به د پولیسو کارکرد گي ښه شي. ملک نوید ویلي د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې تر ټولو ډیر زیان سرحد پولیسو ته رسیدلی. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته