(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پروفیسر پرېشانن خټک له دی فانی نړئ هم سترګی پټی کړی

[17.Apr.2009 - 10:36] مبارکه جمعه (جمعه) ١٧/� ٤/٢� � ٩ د پښتو ژبي ستر لیکوال ،شاعر او فرهنگي ښاغلى پروفیسر پرېشانن خټک د زړه د دورې پرلامل پرون دورځې په دوه بجود اسلام آباد په شفاانټرنیشنل هسپتال کې د ۸۹ کلونوپه عمر له دې فاني نړۍ څخه ستر گې پټې کړي او خاورو ته سپارل شوى دى. انالله واناالیه الراجعون ارواښاد پرېشان خټک پر ١٩٣� ع کال د پېښورد کرک سيمې په میراخېلوکې سترگې روڼي کړې وې .ارواښاد نه یوازي ښه شاعر او ښه لیکوال و، بلکې د پښتوادب او فرهنگ یو لوی او ځلندسړى هم و. ښاغلي پرېشان خټک دپښتونخوا ایالت د گومل پوهنتون ((وائیس چانسلر، د آزاد کشمیر یونیورسټۍ وائیس چانسلر ،د پښتو اکیډمۍ ډايئریکټر او د آلخیر یونیورسټۍ اسلام آباد ریئکټر پاته شوىو)) .ده به هر وخت په پوره مینه پخپله خوږه او درنه لهجه له خپلو شاگردانو سره خبري کولې. د ارواښاد په شاعرۍ کې د قوم اوهېواد مینه له ورایه برېښېده . ((.تڼاکې)) او ((دوه ملالي سترگې )) يې دوه چاپ شوې ټولگې دي. دغه راز ارواښاد دکره کتنې تر څنگ نيو ښه تاريخ پوه هم و او د پښتون پر فرهنگ او تاریخ يې هم ليکنې کړي ، چې پښتون څوک دى اثر يې په اردو ژبه د پوره ستاينې وړ دى. ::مونږ دساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز مشران او کشران درانه ارواښاد ته له پاک الله جنت غواړو ، هېوادوالو او کورنۍ ته يې د لوى صبر غوښتونکي يو. روح يې ښاد او ياد اوسه source:pscrd- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته