(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ارواښاد شمس الهدا شمس په نوم یو کتابتون پرانیستل شو

[13.Apr.2009 - 21:43] د2009ع کال د اپریل د میاشتی په11 مه نیټه د شنبې په ورڅ د کنړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د هیواد د سیاسي او فرهنګي شخصیت او د افغان ملت ګوند د پخوانی مشرارواښاد شمس الهدا شمس په نوم یو کتابتون پرانیستل شو ـ په دې مناسبت په همدغه ولسوالۍ کې یوه غونډه جوړه شوه چه د اطلاعاتو او کولتوروزارت معین ښاغلي غلام نبی فراهي، د اطلاعاتو او کولتور وزارت سلاکار ښاغلي نجیب الله منلۍ ، د کنړ والی ښاغلي سید فضل الله واحدي، د اطلاعاتو او کولتور وزارت د پلان او بهرنیو اړیکو رئیس ښاغلي زردشت شمس د افغانستان د سوداګریز اطاقونو معاون ښاغلي الکوزي، د افغان ملت ملي مترقي ګوند لوۍ منشي ښاغلي وصلي خان ملاخیل ،دکنړ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ښاغلې حکیمزي او ګڼ شمير نورو فرهنګیانو او قومي مشرانو او د د افغان ملت ملي مترقي ګوند مشرانو ګډون وکړـ ویناوالو د رواښاد شمس الهدا شمس په ژوند، مبارزی او د سیاسی او فرهنګی هڅو یادونه وکړه او د ملی احساس او مفکوری د ژوندی ساتلو په لار کې د ارواښاد نه ستړی کیدونکې هلی ځلی وستایلی ـ د کنړ والی ښاغلي سید فضل الله واحدي د شمس کتابتون سره د پنځوسو زرو افغانيو مالی کمک اعلان هم وکړوـ د یادونې وړ ده چه نوموړی کتابتون د نورګل ولسوالی د یو شمیر فرهنګیانو په زیار او شخصی لګښت جوړ شوی ـ
اطلاعاتو او کولتور وزارت سلاکار ښاغلې نجیب الله منلۍ
د اطلاعاتو او کولتور وزارت د پلان او بهرنیو اړیکو رئیس زردشت شمس
اطلاعاتو او کولتور وزارت معین ښاغلې غلام نبی فراهي
کنړ والی ښاغلې سید فضل الله واحدي
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته