(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ميرمن ستاره اڅکزي د شهادت په وير د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام

[13.Apr.2009 - 20:46] نيټه: ٢٣-١-١٣٨٨ / ١٢-٤-٢� � ٨ کابل - افغانستان په ډېري خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د هېواد د پوهني او د ښځو د چارو يو سابقه لرونکي رښتني خدمتګاره، د کندهار د ولايتي شورا غړي ميرمن ستاره اڅکزي د هېواد د دښمنانو لخوا د کندهار په ښار کې شهادت ته ورسيده. انا لله و انا اليه راجعون ارواښاده ميرمن اڅکزي چي د کندهار ولايت په يوي منوري، سياسي او فرهنګپالي کورني پوري منسوب، د لوړو زده کړو خاونده هېوادپاله ښوونکي وه. د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه په داسي حال کې چي د هېواد د دښمنانو دغه ناوړه عمل په کله غندي، د ارواښادي درنۍ کورني او د هېواد فرهنګپالو ته د خواخوږي مراتب وړاندي کوي او د لوي څښتن تعالي د دربار څخه شهيدي ميرمن اڅکزي ته جنت الفردوس غوښتونکي دي. روح دي ښاد وي په درنښت د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر الحاج غرزي خواخوږی - الحاج غرزي خواخوږی
بېرته شاته