(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دډاکتر سادات « امیري » په مړینه د PSDP د خواشینۍ پیغام

[11.Apr.2009 - 11:11] جرمنی ۱۰/۴/۲۰۰۹:په ډیری خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هیواد پیاوړی سړیتوب ډاکتر سادات « امیري » په 08 April 2009 نیټه په چک جمهوریت کې د پردیسۍ په حال کې لدی فانی نړئ څخه د تل لپاره سترګی پټی او ابدی نړئ ته ئې سفر وکړ. انالله واناالیه راجعون د ارواښاد جنازه هیواد ته لیږدول شوی ا و په پکتیا کی به په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارله شي
ارواښاد ډاکتر سادات « امیري » په .07April.1943 نیټه د لوی پکتیا په ولایت کی نړئ ته سترګی غړولی وی. خپلی زده کړی ئی د پکتیا په لومړني ښوونځی،د کابل په ابن سینا او د کرني «زراعت» په لیسو کی او لوړی زده کړی ئی د چیک جمهوریت د پراګ د کرني «زراعت» په پوهنتون کی تر سره کړی او ) (Doctor of Philosophy in Sciences of Agricultre and Foresty کی ئی PhD لاس ته راوړی وه. په افغانستان کی ئی هم په د کرني «زراعت» د وزارت په چوکاټ کی په بیلابیلو پوستونو کار کړی، او د خپل ولس خدمت ئی په خلوص سره کړی دی. ارواښاد ډاکتر سادات « امیري » دپښتو او پښتونولۍ سره بې کچه مینه درلوده. د پښتون ملت دابادۍ ،سوکالۍ او د پښتنی کولتور د پرمختیا لپاره ئی د پښتنۍ خوزښت سره تل خپل اواز یو ځای کړی ؤ، چې لدی امله ئې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) د مشرانو سره تل نزدی اړیکی ساتلی ؤ. د پښتنو ټولنیز اولسولیز ګوند د ده مړینه پښتون ملت ته لوي تاوان بولی او د زړه له تله خفګان څرګندوی ، د ارواښاد د کورنۍ د غړو او خپلوانو سره پدغه غم کې ځان شریک ګڼی. جنت فردوس دی په نصیب شی،روح دی ښاد وی په درنښت محمد شیرین ګردیوال د پښتنو ټولنیز اولسولیزګوند دوهم مرستیال
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته