(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د الفت او ښکلا نوې ګڼې چاپ شوې

[09.Apr.2009 - 16:26] د دانش خپرندويې ټولنې د ادبي او کلتوري خپرونې الفت نوې ګڼه)اووم کال لومړۍ،پرله پسې ۳۷مه ګڼه،چنګاښ-زمری ۱۳۸۷( تازه له چاپه راووته. الفت داځل هم دتېر پشان په زړه پورې علمي،ادبي،کلتوري،تاريخي او نورې په زړه پورې ليکنې خپرې کړي چې هره يوه يې په لوستلو ارځي. دپښتۍ په لومړي مخ دپسرلي ښکلی انځور او دمجلې په ټنډه د ارواښاد استاد الفت له پنده ډک شعر تر ستر ګو کېږي. د الفت دا ګڼه ۱۲۸ مخونه لري چې په ۸۴ مخونو کې د ښاغليو مولوي نورالله وفا،محمد نوين آرين،دکتور زيار، دکتور عبداللطيف يادطالبي،پروين ملال،شوکت ترين،اجمل ښکلی،منصورخان،نور البشر نويد،عبدالرحيم هلال،سعدالله جان برق،نور الامين يوسفزی،طاهر اپريدی،راشد خټک،بارکوال مياخېل،محمديار يار، اعتبار اپريدی او په پاتې مخونو کې چې دکره کتنې برخه ده د رحمت شاه سائل،فيصل فاران-دوه لیکنې-،مشتاق الرحمان شفق،صيد خير محمد عارف،قمر راهي، خالد پښتون او م.ا.توحيديار تنقيدي ليکنې دلوستونکيو تنده ماتوي. او په وروستۍ برخه کې د دانش خپرندويې ټولنې او نورو له خوا دتازه چاپ شويو کتابونو خبرتياوې ليدل کېږي. مينه وال يې له لاندې پتو څخه ترلاسه کولای شي: کابل : دڅلورمې حوزې څلورې،مروراريد هوټل ته مخامخ،ملي مارکېټ – د اسد دانش مطبعې دفتر، او د ميوند جادې د پخته فروشۍ په کوڅه کې دانش کتاب پلورنځي. پېښور: يونيورسټي کتاب پلورنځی،خيبر بازار،دانش کتاب پلورنځی،کيسه خوانۍ بازار. او په نورو ولاياتو کې د الفت له استازيو سره اړيکې ونیسئ. بهر مېشتي لوستونکي يې پر دغو پتو ترلاسه کولای شي: www.danishpress.com [email protected] د ښکلا مجلی نوی ګڼه د بېنوا فرهنګي ټولنې پوهنيزې،فرهنګي او ټولنيزې دوه مياشتنۍ خپرونې ښکلا۳۷مه) اووم کال لومړۍ،پرله پسې اووه دېرشمه ګڼه،وږی – تله ۱۳۸۷۹(چاپ شوه. د پښتتۍ په لومړي مخ د ارواښاد استاد خادم او عبدالله بختاني انخورونه ليدل کېږي،دغه ګڼه چې ښاغلي ارواښاد خادم ته ځانګړې شوې ډېری ليکنې دهمدې درانه ليکوال په اړه پکې خپرې شوي. د ښکلا په دې ګڼه کې د ښاغليو حبيب الله رفيع،اسدالله غضنفر،عبدالغفور لېوال،پوهنمله رحيمه، معصوم هوتک،هارون خېل،استاد نوميالی،پوهنمل نوزادي،رحمت آريا،ستانکزی عبدالنافع ثنا او نورو ليکنې او هم د ښکلا په مېلمستون کې د استاد خادم دنژدې ملګري او شاګرد عبدالله بختاني مرکه مه هېروئ. همدا شان دښکلا بله ګڼه - ۳۸مه)اووم کال،دويمه پرله پسې اته دېرشمه ګڼه،لړم-ليندۍ ۱۳۸۷( چاپ شوه. د پښتۍ پر لومړي مخ د فسلطيني مقاومت د نامتو شاعر محمود دروېش او احمد فراز انځورونه تر سترګو کېږي،چې په منځپانګه کې يې په اړه په زړه پورې کرښې کښل شوي. مجله ۷۲ مخه لري چې پکې د ښاغليو/آغليو پوهنملې رحيمې،معصوم هوتک،هارون خېل، استاد نوميالي،شهرت ننګيال،پوهنمل نوزادي،اکاډميسين لايق،احسان الله درمل،محمدشاه، ستانکزي، عبدالنافع ثنا،پروفيسر رشيد ليکنې او هم د احمد فراز ديوې مرکې پښتو ژباړه چې ښاغلي احسان الله درمل ژباړلې خپرې شوي. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته