(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طالبانو سرعام ښځه په کوړو وهلې ده

[04.Apr.2009 - 08:41] ۴/۴/۲۰۰۹ډیوه:سوات کې دتندرويه طالبانو لخوا يوه ميرمن دټولو خلکو په مخکې په کوړو وهل شوې ده. په کوړو دوهل شوې دغه ميرمنې ويډيو نن ميډيا خپره کړې ده چې پکې دکبل په کالا کلي کې يوه ښځه دلسگونو خلکو په وړاندې پړمخې په يو ميدان کې څملول شوې اؤ په کوړو وهل کيږي دغه ښځه چې سرې جامې يې په تن دي درد اؤ تکليف له امله چغې وهي اؤ طالبان ورته چابکونه يا کوړې رااچوي. دپيښې په هکله دطالبانو وياند حاجي مسلم خان مطبوعاتو ویلي دغه کار د سوات طالبانو کړی دی. دپاکستان دصدراعظم دکورنيو چارو مشاور ښاغلي رحمان ملک ددغه پيښې په سختو ټکو کې غندنه کړې ده اؤدپلټنو امر يې ورکړى. رحمان ملک نن په لاړکانه کې خبريالانو ته ويلي هغه به معلوموي چې دغه ويډيو حقيقي بڼه لري اؤ که نه؟ همدغه راز دسوات دسيمه ييزو تماسونو افسر يا ډي سي او هم وايي په سيمه کې دامن دترسره شوي تړون څخه راپديخوا داسې کومه پيښه نۀ ده رامينځته شوې اؤ دغه يوه زړه ويډيو ده. طالبانو له دې وړاندې هم څو څو کرته دغيرشرعي کارونو په تور ښځې دکوټو دننه په بيلا بيلو سزاگانو محکوم کړي خو دا لمړى ځل دى چې يوه ميرمن يې دلسگونو خلکو په مخ کې په ميدان څملولې اؤ کوړې يې ورکړي دي. په تيرو وختونو کې دسوات په بيلا بيلو سيمو کې ځايې طالبانو په سوونو پښتانه نۀ يواځې دجلا جلا تورونو له امله په عامو سړکونو کې په کوړو وهلي بلکې ديو شمير څخه يې سرونه هم غوڅ کړي اؤ مړي يې ورله په چوکونو يا څلور لارو کې دعبرت لپاره ځوړند کړي دي.
همداراز دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي افتخار محمدچوهدري په سوات کې ١٧ کلنې جينۍ ته دطالبانو لخوا دکوړو ورکولو پخپله خبر اخستى اؤ ددغه پيښې په هکله يې دمحکمې لويه څانگه يا لارجر بينچ جوړ کړى دى. مشر قاضي امر کړى دى چې په سوات کې جينۍ ته دکوړو ورکولو دوسيه دې ٦م اپريل پورې محکمې ته راوړل شي. اؤ همدغه رقم يې دصوبه سرحد دپوليسو مشر ، دصوبې ستر سکتر اؤ دکورنيو چارو سکتر يې په ٦م اپريل سترې محکمې ته بللي دي. بل لوري ته دپاکستان صدراعظم سيد يوسف رضا گيلاني په سوات کې دطالبانو لخوا په کوړو ديوې ميرمنې وهل کيدل غندلي دي اؤ وايي ددغه پيښې پلټنه به کولى شي. خبريالانو سره دخبرو په مهال صدراعظم گيلاني وويل هيله کوي په سوات کې به امن راشي اؤ دغه رقم پيښې به بيا رامينځته نۀ شي صدراعظم زياته کړه په هيواد کې دښځو دحقونو لپاره قانون جوړولى شي. صدراعظم گيلاني وويل دهيواد په کومه برخه کې چې حکومتي واک چيلنج کړل شو هلته به عمليات کولى شي. دهغه وينا وه پيپلز گوند ته خرابه وضعه دپخواني حکومت څخه په ميراث کې کې پاتې شوې ده خو بيا هم حکومت هڅې کوي چې دامن وضعه ښه کړي اؤ اولس ته دهغوي د مالونو اؤ سرونو تحفظ ورکړي. صدراعظم وويل ستونزې په طاقت نۀ هواريږي بلکې دحکومت اؤ ادارو په پياوړتيا سره له مينځه ځي بلخوا په پيښور کې يو ځل بيا افغانستان کې ميشت دناټو ځواکونو ته دسامان وړونکو ټرکونو په اډه شکمنو وسله والو دلاسي بمونو بريد کړى دى. په دغه بريد کې دناټو ګڼ شمير کنټينرونه سوځيدلي دي. بريد دزيارت اؤ جمعې په مينځ شپه کې دپيښور په رينګ روډ يوه اډه کې هاغه مهال وکړل شو چې په دغه اډه کې دناټو ګڼ شمير کنټينرونه تندلارو ولاړ وليدل. تندلارو دسړک په غاړه جوړې دغه اډې باندې لاسي بمونه وروغورځول چې له امله يې اډه کې په ولاړو کنټينرونو اور ولګيدلو اؤ ګڼ شمير کنټينرونه يې وسوځول. دپيښې څخه وروسته تندلاري وتښتيدل. له دې وړاندې هم دپيښور په رينګ روډ په لسګونو ځله ناټو ته دسامان وړونکو ټرکونو په اډو دغه رقم بريدونه ترسره شوي دي. دپيښور پوليس ددغه پيښو په هکله دريځ لري چې دناټو دکنټينرو داډو امنيت نيول دهغوي نۀ بلکې دشخصي امنيتي ادارو مسؤليت دى. حکومت دزياتو بريدونو له امله په رينګ روډ دناټو داډو ختمولو امر کړى دى اؤ دوه اوونۍ دمخه دپيښور دپوليسو مشر خبريالانو ته ويلي وؤ دغه اډې په غيرقانوني ډول فعاليت کوي ځکه به پوليس نور ددې په ضد عمليات کوي. په افغانستان کې ميشتو دناټو ځواکونو ته دځمکې دلارې سامانونه يواځې دپيښور سره پيوست دخيبرايجنسۍ له لارې تيريږي چې زياتره وخت خيبرايجنسۍ کې هم تندلاري دناټو دغو کنټينرونو باندې بريدونه کوي اؤ يا يې هم لوټي. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته