(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طالبانو دزمردو په درنگ قبضه کړې ده

[02.Apr.2009 - 17:43] ۲/۴/۲۰۰۹ډیوه:دپښتونخوا د ناقرارې سيمې سوات سره پيوست شانگله ضلعه کې طالبانو د زمردو په يو درنگ قبضه کړې ده. دغه درنگ دشانگلې په گجرو کلي کې موجود دى. ددې څخه وړاندې دسوات سرښار مينگورې سره نزدې فضاء گټ کې هم دزمردو يو لويې درنگ طالبانو پخپله قبضه کې اخستى دى. په گجرو کلي کې دزمردو کان دسيل گرۍ د پيژندلي مقام مالم جبې سره نزدې دى. دمعدنياتو دمحکمې يو لوړپوړي مشر وائس اف امريکا ته ويلي دي گجرو کلي کې دقيمتي کاڼو په دغه کان نامعلومو وسله والو قبضه کړې اؤ کار يې پکې پيل کړى دى. ځايې خلکو ويلي دي گجرو کلي کې دزمردو ددغه درنگ د حفاظت لپاره طالب جنگيالو گيرچاپيره خپل په لسگونو وسله وال اودرولي دي اؤ هغوي دسيمې خلکو اؤ ځايې پنگه والو ته په دې شرط دغه درنگ کې دکار کولو داجازې وړانديز کړى دى چې هغوي به پکې نيمه برخه طالبانو له ورکوي. ځايې خلکو دا خبره منلې ده چې په فضاء گټ اؤ گجرو کلي کې دزمردو په درنگونو کې په سوونو کنستونکي دقيمتي کاڼو دراويستلو په لټون بوخت دي. دمعدنياتو دمحکمې لوړپوړي مشر دنوم نۀ ښودلو په شرط وائس اف امريکا ته ويلي دي يو کال دمخه دزمردو دغه
درنگ يوې امريکايي کمپنۍ لگژري انټر نيشنل ديو کال دپاره د٤ؤ کروړو روپو په ليلامۍ اخستى ؤ خو په سيمه کې دتاؤتريخوالي له امله دغه کمپنۍ دزمردو په درنگ کار پيل نۀ کړو. لوړپوړي مشر وويل امريکايي کمپنۍ ته تر١٨م اپريل پورې ځينې نور شرطونه هم ترسره کول وؤ اؤ په دغسې نۀ کولو دمعدنياتو محکمې ددغه درنگ ددوباره ليلامولو پريکړه کړې وه. دهغه وينا وه خو دامنيت دخرابې وضعې له امله يوې کمپنۍ هم په دغه رنگ کار کولو ته غاړه نۀ ايښودله. بايدوويل شي سوات کې طالب جنگياليونۀ يواځې دزمردوپه درنگونوقبضه کړې ده بلکې دمټې دغرونوڅخه يې داربونو روپو قيمتي لرگي هم دهيواد بيلا بيلو برخو ته قاچاق کړي اؤ خرڅ کړي يې دي. ´´Let me declare that I am only a humble soldier and it is my ambition to and my days not as a general but as a soldier.´´ Bacha Khan- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته