(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولنې خواشينۍ پيغام

[02.Apr.2009 - 09:36] په خورا خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چي د هېواد سابقه لرونکي، د پوليسو او حقوقو اکاډيميک شخصيت پاسوال پوهاند الحاج ګل محمد اندړ د فاني نړي څخه سترګي پټي کړي. انا لله و انا اليه راجعون ارواښاد پوهاند اندړ د مصر د عربي جمهوريت څخه د پوليسو ماستري اخيستي، دېرش كاله په جنايي، حقوقي، امني او اداري چارو كې د هېواد د کورنيو چارو د وزارت په بيلو بيلو لوړو بستونو کې په خورا ايمانداري، صداقت او اسلامي جذبي سره چاري تر سره کړي او هم ېي د يو تجربه لرونكى او زړه سواند استاذ په توګه د پوليسو د اکاډيمي د محصليونو په روزنه کې برخه اخيستي وه. ارواښاد د ملګرو ملتونو لخوا د مخدره موادو د قاچاق، ترافيك او د جنايي جرمونو پر خلاف نړيوالو كنفرانسونو كې د افغانستان د هيئت مشري ترسره كړي وه. د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه هيئت او ټول غړي د ده مړينه يوه لويه مسلکي ضايعه ګڼي او خپل د خواخوږي مراتب د دوي درنـــي کــورنۍ، علمي او اکاډيميک مرکزونو او ټــــول ولس ته وړاندي کوي او ارواښاد ته جنت الفردوس غوښتونکي دي. روح دي ښاد وي په درنښت، د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر الحاج غرزي خواخوږی نيټه: ١١-١-١٣٨٨ ٣١-٣-٢� � ٩- الحاج غرزي خواخوږی
بېرته شاته