(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پاکستاني استخبارات تندلاري پياوړې کوي

[27.Mar.2009 - 10:54] ۲۷/۳/۲۰۰۹ ډیوه:امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټائمز پخپل يو راپور کې تور لګولى چې دپاکستان استخباراتي شبکې دطالبانو اؤ نورو ورانکارو تنظيمونو سره پټ په پټه لار لري اؤ هغوي سره دترهه ګرۍ په پلانونو کې مرسته کوي. په نيويارک ټائمز ورځپاڼه کې دخپور شوي يو راپور له مخې دافغانستان په سويل کې دطالبانو دورانکارۍ په فعاليتونو کې دپاکستان استخباراتي شبکه ايي ايس ايي لاس امداد کوي. دورځپاڼې دراپور له مخې يو لوړپوړي حکومتي چارواکي دنوم نۀ ښودلو په شرط ويلي دپاکستان استخباراتي شبکه ايي ايس ايي طالبانو اؤ نورو تندروه مذهبي ډلو سره مالي اؤ ستراتيژيکي پلانونو کې مرستې کوي. ددغه چارواکي له مخې داسې شهادتونه هم موجود دي چې دايي ايس ايي کارمندان دطالب قوماندانانو سره پرله پسې ليدنې کوي. دراپور له مخې دايي ايس ايي اؤ طالب قوماندانانوترمينځ په دغو ليدنو کې دافغانستان دجمهوري رياست دراتلونکو ټولټاکنو په هکله هم خبرې اترې کيږي اؤ ايي ايس ايي طالبانو ته وايي د اګست په مياشت کې دافغانستان دجمهوري رياست دټولټاکنو په هکله بايد دنرمښت دريځ خپل کړل شي که نه تندلاريتوب ته وده ورکړل شي؟ دپاکستان حکومت دمخه هاغه تورونه رد کړي چې وايي ايي ايس ايي دتندلارو يا طالبانو سره پټ په پټه لاس لري اؤ وايي په پاکستان کې چې دالقاعده اؤ طالبانو څومره مهم مشران دپاکستان امنيتي ځواکونو تر دې مهاله نيولي بل يو هيواد هم دغه هومره برياليتوب نۀ شي ښودلى. خوڅيړونکي اؤ نړيوال مطبوعات نيوکه کوي چې دپاکستان حکومت دغه رقم ادعاوې يواځې دامريکا اؤ نړيوالې ټولنې دملاتړاؤ مرستو ترلاسه کولو دپاره کوي. څيړونکي تور لګوي چې دپاکستان استخباراتي شبکې پټ په پټه القاعده اؤ طالبان پياوړې کوي اؤ بيا هغوي سره دجګړې په نوم دامريکا اؤ نړيوالې ټولنې څخه دپنګو ترلاسه کولو هڅې کوي. Keywords: Newyork times, ISI, taliban, militants, intelligence, Pakistan دصوبه پختونخوادنيمې قبائيلي سيمې ټانک سره نزدې دجنډوله ستر بازار کې ځانمرګي بريد ترسره شوى چې له امله يې لږ ترلږه لس کسان وژل شوي اؤ١٥ نور ژوبل دي. استخباراتي چارواکي وايي په پيښه کې وژل شوؤ کسانو کې هاغه حکومت پلوه جنګيالي هم شامل دي چې دپاکستاني طالبانودمشربيت الله محسود پۀ ضد دي. استخباراتي چارواکو دنوم نۀ څرګندولو په شرط خبريالانو ته وويلي دغه نننى ځانمرګى بريد دپاکستان قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان څخه بهر په ټانک سيمه کې دسړک په غاړه يوهوټل کې هاغه مهال ترسره شوى چې په هوټل کې ګڼ شمير طالبان په خوراک بوخت وؤ. هغوي وويل په بريد کې ګڼ شمير کسان ژوبل شوي هم دي. سرچينې وايي دغه پيښه دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود اؤ ترکستان بټني ډلې ترمينځ د تاؤتريخوالي له امله رامينځته شوې ده . له دې وړاندې هم په جنوبي وزيرستان کې دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود اؤ ترکستان بټني ډلې ترمينځ په نښتو کې ګڼ شمير کسان وژل شوي دي. دسيمې اوسيدونکي عيني شاهد ابراهيم خان خبريالانو ته وويل هغه وليدل چې دپيښې څخه دمخه يو تن هوټل ته دراننوتلو هڅه کوله خو کله چې هغه ساتونکو ايسار کړو نو پخپل ځان پسې تړلو چاؤديدونکو موادو ته يې انفجار ورکړو. هغۀ وويل ددغه چاؤدنې له امله يې د١١ؤ تنو مړي پخپلو سترګو ليدلي اؤ ١٥ ژوبل شوي دي. خیبر ايجنسۍ جمرود : د خېبر ايجنسۍ د جمرود د بيګاړى په سيمه کې په جومات کې په داسې مهال کې ځانمرګى بريد شوى، چې د سيمې امنيتي چارواکو په جومات کې لمونځ کاوه . په دې بريد کې له 40 زيات کسان ټپيان شوي او ازادو سرچېنو د پنځو کسانو د وژنې خبر هم خپور کړى . هلمند: په سویلي افغانستان کې په دوه جلا پېښو کې نهه پولیسان وژل شوي دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزرات ویلی چې په هلمند کې په دوه جلا بریدونو کې چې لومړی د پولېسو پر کاروان وشو اوبل د پولېسو پرتاڼه باندې نهه پولېسان وژل شوي دي. مامورینو ددغه دواړو بریدونو مسولیت په طالب جنګیالو اچولی دی. د کورنیو چارو وزرات ویلی نهه پولیسان د هلمند ولایت په نهر سراج اولسوالۍ کې هغه وخت وژول شو کله چې طالب جنګیالو د پولیسو پر پوسته یرغل وکړو. بلخوا په غزني ولایت کې طالب جنګیالو د پولیسو په کاروان برید کړی دی. چارواکو ویلی په دغه برید کې څلور طالب جنګیالي وژل شوي دي او اووه پولیسان او دوه عام وګړي ژوبل شوی دي. په افغانستان کې په ورستیو کې د تشدد کچه ډیره لوړه شوې ده او د امریکا جمهوررئیس باراک اوباما پلان لري چې افغانستان ته نور ١٧ زره ځواکونو ولیږي. وزیرستان: مريکا دپاکستاني طالبانو مشر بيت الله محسود په ګډون دالقاعده د٣ؤ مشرانو دنيولو لپاره د١١ؤ مليونو ډالرو دانعام اعلان کړى دى. دامريکا دبهرنيو چارو دمحکمې له مخې دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود په اړه خبر ورکوونکو ته به ٥ مليونه ډالره ورکولى شي. امريکا وايي دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود اؤ په افغانستان کې په مقاومت دبوختو طالبانو دسيمه ييز مشر سراج الدين حقاني په نيونه کې مرسته کوونکو يا دهغوي ځالو ښودونکو ته به٥� ،٥� لکه اؤ دالقاعده دمهم مشر ابو يحي اللبي په نيونه کې مرسته کوونکو ته به ١� لکه ډالر انعام ورکولى شي. دامريکا دبهرنيو چارو وزارت وايي بيت الله محسود دا وخت په پاکستان کې دالقاعده اؤ طالبانو دفعاليتونو په لړ کې مهم رول لوبوي اؤ هغه دپاکستاني طالبانو دمشر په توګه په ترورستي عملونو کې بوخت دى. بيت الله محسود په پاکستان کې دطالبانو دمشرۍ دنده په غاړه لري اؤ دپاکستان دپخوانۍ صدراعظمې بې نظير بوټو دوژنې تر شا هم دهغه نوم اخستل شوى ؤ خو بيت الله محسود ويلي وؤ هغه دبې نظير بوټو په وژنه کې لاس نۀ لري. بايد وويل شي دافغانستان دپولې سره لګيدلې دپاکستان قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان دبيت الله محسود ځاله ګڼل کيږي اؤ پرون دشورو په ورځ په يو امريکايي جاسوسي بريد کې دغلته ٧ کسان وژل شوي وؤ. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته