(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د نارنج ګل په مېلې او مشاعرې کې د کوزې پښتونخوا د ادیبانو د ګډون بلنه

[26.Mar.2009 - 10:39] ۲۶/۳/۲۰۰۹:سږ کال هم د نارنج ګل دودېزه مېله او مشاعره د تېرو کلونو په څېر په ننګرهار کې نمانځل کيږي ،د پسرلي په موسم کې د ننګرهار طبعيت ته د الله تعالى له خوا د يوې ځانګړې ښکلا لورينه کيږي . هو ! هر لوري ته شنه فصلونه ، شنه رغونه، رنګا رنګ ګلونه او په ګلونو کې د نارنج عطر بويه ګلان د ننګرهار ټوله فضا عطربويه کړي . په همدې خاطر ننګرهاريان ، د افغانستان ټول خلک او د سيمې اوسيدونکي د ننګرهار په عطر بويه فضا کې سره راټوليږي او په خپلو شعرونو کې د نارنج د ګل د نمانځنې لپاره د دغو ګلانو د ستاينې سره د ملي يووالي ، سولې او پرمختګ شعرونه اوروي ، دغسې دودېزې مېلې او مشاعرې ته د ګډون لپاره د کوزې پښتونخوا شاعران او ليکوال هم ننګرهار ته ځي . سږ کال مونږ بيا هم دوى ته بلنه ورکوو، چې د خپلو پښتنو ورونو سره په دغه دودېزه مشاعره کې برخه واخلي ؛ځکه، چې مونږ او تاسو ګورو، چې زمونږ سيمه په اور کې سوځي ، زمونږ ښوونځي ورانيږي ، زمونږ اقتصاد ويجاړيږي او زمونږ ولس د جګړو په لمبو کې هر څه له لاسه ورکوي ، نو راځئ، چې د خپلې سيمې لپاره سوله وغواړو تر څو زمونږ خلک د ارامه او سوکاله ژوند څښتنان شي . ياده دې وي، چې د نارنج ګل دودېزه مېله او مشاعره د شنبې په ورځ د 1388 کال د وري په اتمه نېټه د ننګرهار په سپين هوټل کې جوړيږي . په درناوی محمد ظاهر بابري د پېښور په افغان قونسلګرۍ کې د کولتوري چارو مشر - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته