(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتونخوادسوبی مشر وزیر بشير احمد بلور باندې مرګونی بريد شوی

[11.Mar.2009 - 21:22] چارشنبه ( منځنئ یاشورو) ١١/� ٣/٢� � ٩ دپښتونخوا د سوبی مشر وزير بشير احمد بلور ديو بريد څخه ژوندى وتلى خو په دغه بريد کې ديوې ښځې په ګډون څلور کسان وژل شوي اؤ شپږ نور ژوبل شوي دي. دغه بريد نن د چار شنبی ( منځنئ یا شورو) په ورځ د مارچ د میاشتی په ۱۱ مه نیټه دپيښور په سرکۍ سيمه کې دترسره شوؤ پرمختايي کارونو څخه ليدنه کوله . دپوليس سرچينو له مخی دوه بريد کوونکو چې په لاسونو کې يې بمونه نيولي وؤ دبشيربلور په لوري دورتګ هڅه کوله خو کله چې دبلور ساتونکو اؤ پوليسو هغوي وليدل نو ډزې يې پرې پيل کړې. په دغه ډزو کې دوه لاروي ژوبل شول چې يو پکې وروستو روغتون کې ساه ورکړه. له بريد څخه وروسته بريد کوونکي په تيښته يو کور ته ورننوتل اؤ له هاغه ځايې څخه يې په پوليسو لاسي بمونه وروغورځول اؤ پوليسو هم په هغوي ډزې وکړې. ددواړو خواؤترمينځه په ډزو کې يوه ميرمنه ووژل شوه اؤ ٥ کسان ژوبل شول. تير کال هم دپيښورپه قيوم سپورټ کمپليکس يا لوبغالي کې دسوبو ترمينځه دهاکۍ دلوبو په مهال ديو ځانمرګي بريد څخه ښاغلى بشير بلور روغ وتلى ؤ. دنننۍ پيښې په تور کې پوليسو يو ٢� کلن ځلمى نيولى اؤ دهغه څخه يې پلټنې پيل کړي دي. دصوبې مشر وزير ښاغلي بشيربلور دغه پيښې ته دسوات دوضعيت په لوري اشاره کړې اؤ خبريالانو ته يې ويلي په هغه که هر څودغه رقم بريدونه وشي خو په سوات کې به دامن رامينځته کولو دهڅو څخه لاس وانۀ خلي. نوموړي تر دې مهاله ددغې پيښې پړه دچا په اوږو نۀ ده اچولې. دپښتونخوا وزيراعلي امير حيدر هوتي په بشيراحمدبلور دترسره شوي بريد په سختو ټکو کې غندنه کړې اؤ ويلي يې دي ترهه گر غواړي په دغسې ناوړه عملونو سره سوبايي حکومت دامن دهڅو څخه پشا کړي خو حکومت به په سوبه کې داولس دسرومال دساتنې هڅو ته دوام ورکړي. د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند په ښاغلی بشی احمد بلور مرګونی برید په کلکه سره غندی،وژل شوو ته دلوی خدای له دربار د جنب فردوس او ټپیانو ته د ژر رغیدو غوښتنه کوی،
PESHAWAR The News 11.03.2009: Provincial Senior Minister Bashir Ahmed Bilour on Wednesday narrowly survived an attack on his life here. According to sources, unknown gunmen opened fire on Bilour. However, he narrowly escaped the attack. Bilour was on visit to Salt Market in the city when his guards saw five armed men approaching the senior minister. The police and guards opened fire on the gunmen, injuring two passersby. However, the attackers fled from the scene and barged into a home to seek shelter. They hurled a grenade, killing one woman and injuring five others. The tension and panic gripped the area following the exchange of fire. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته