(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغان خبريال جاوېد احمد وژل شوی،ملاکنډ کې شرعي نظام. ميرعلي کی عمليات،او خوست کې یو ښوونځی سوځول شوی

[10.Mar.2009 - 21:20] 10.03.2009: نن په کندهار کې د کاناډايي تلويزيون افغان خبريال جاوېد احمد نن له ماښام وروسته په کندهار ښار کې د نامعلومو وسلوالو لخوا ووژل شو، نور تفصیلات لا ندی ورکړی شوی او د پیښی پړه لا تر اوسه چا نده منلی.
ډیوه:دايي ايس پي ار کوهاټ څخه جاري شوي بيان له مخې امنيتي ځواکونو دمارچ په نهمه نيټه نيمې قبائيلي سيمې کوهاټ سره پيوست دنګو غرونو تورچينا اؤ ميرعلي کې عمليات پيل کړي وؤ چې پکې تراوسه ٣٥ جنګيالي وژل شوي دي. په دغو سيمو کې په تښتونو، وژنو اؤ نورو جرمونو کې ککړو تندلارو خپل مرکزونه جوړ کړي وؤ چې امنيتي ځواکونو دعملياتو په ترڅ کې دهغوي روزنيز، مواصلاتي مرکزونه، دوسلو ذخيرې اؤ نور پټ ځائيونه له مينځه وړي دي. بيان وايي ددغو عملياتو په مهال ٣ عسکر هم ټپيان شوي دي. بيان زياتوي دغه عمليات به په سيمه کې دمقصدونو ترلاسه کولو پورې دوام ولري. دپښتونخوا وزيراعلي څخه وروستوګورنراويس احمدغني هم په سوات اؤملاکنډسيمه کې دشرعي نظام عدل دپځايې کولوپه مسوده لاسليک کړى دى اؤټاکل شوې ده سبادشوروپه ورځ به دغه مسوده دلاسليک کولودپاره جمهوررئيس اصف علي زرداري ته ليږلى شي،جمهوررئيس اصف علي زرداري له وړاندې څخه په ډاګه کړې ده چې هغه به سيمه کې دطالبانو اؤ صوبايي حکومت ترمينځ دترسره شوي تړون له امله دبشپړ امنيت اؤ ثبات درامينځته کيدو څخه وروستو دشرعي نظام په مسوده لاس ليک کوي. خو په سوات کې دحکومت اؤ ځايې تندرويانو ترمينځ دترسره شوي تړون څخه په سرغړونې په دې وروستيو کې ګڼ شمير عسکردطالبانو لخوا تښتول شوي اؤ دطالبانو اؤ امنيتي عسکرو ترمينځ نښتې هم شوي دي ځکه نو څيړونکي نظر لري چې جمهوررئيس اصف علي زرداري به دنړيوال فشار له امله په دغه مسوده سمدستي لاس ليک کولو ته چمتو نۀ شي. نن دنهې په ورځ دسوات په سيدوشريف کې دصوبی داطلاعاتووزيرمياافتخارحسين خبريالانوته وويل په سيمه کې دشرعي نظام پځايې کيدلوسره به دسوات اؤټولې ملاکنډسيمې داولس يوه زړه غوښتنه ترسره شي اؤله دې وروستوبه په سوات کې نوره يوڅاڅکى وينه هم نۀ توهيږي، بل لوري ته نن دسوات دسيمه ايزوتماسونودمشريا ډي سي او په دفترکې په سوات سيمه کې دشرعي محکمودپرانستلوپه غرض دقاضيانوغونډه پيل شوې ده چې پکې دصوبی داطلاعاتو وزيرمياافتخارحسين،دځنګلونووزير واجدعلي،دملاکنډسيمې کمشنرسيدمحمدجاويد ،دصوبـی دايالتي محکمې منشي يا رجسټراراؤګڼ نورچارواکي هم برخه لري، سرچينې وايي ددغه غونډې څخه وروسته به د١٥ؤ قاضيانويوه ډله دګوښه کړل شوي تندروه مذهبي تنظيم دمشرمولانا صوفي محمدسره ويني مولاناصوفي محمداؤصوبايي حکومت لۀ مخه پريکړه کړې ده چې په شرعي محکموکې دګمارل کيدونکوقاضيانوڅخه به ازموئنه مولاناصوفي محمداخلي. دپښتونخوا دقانون وزير ارشدعبدالله پرون اعلان کړى ؤ چې ډير زر به په سيمه کې شرعي محکمې پرانستل شي خو ددې لپاره يې غوڅه نيټه نۀ وه په ډاګه کړې. تاند - د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، په خوست ولایت کې یو ابتدائیه ښوونځی د نامعلومو وسلوالو کسانو له خوا په بم الوځول شوی. د پوهنې وزارت په یوې خپره شوې اعلامیې کې ویلي دي، پیښه د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې تیره شپه شوې ده، چې په ترڅ کې یې د ښوونځي درسي کتابونه، اداري اسناد او نور وسایل له منځه تللي دي. په اعلامیې کې راغلي، وسلوالو په دغه کار سره د سیمې شاوخوا پنځه سوه نجونې او هلکان له زده کړې بې برخې کړل. په عین حال کې د پوهنې وزارت چارواکي وايي، په دې وروستیو کې یې د قومي مشرانو، سپین ږيرو او دیني عالمانو په مرسته د جنوبي ولایتونو شاوخوا شپږ دیرش تړل شوي ښوونځي بریته پرانستي دي. افغان چارواکو په بیا بیا له خلکو او متنفذینو غوښتي چې د ښوونځیو په ساتنه کې دې ورسره مرسته وکړي. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته