(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د رحمان بابا د لېسې په سلګونو زده کوونکيو درحمان بابا پرمزار بريد په کلکه وغنده

[10.Mar.2009 - 21:19] په کابل ښار کې د رحمان بابا د عالي لېسې په سلګونو زده کوونکيو، د ملي شورا غړيو او دولتي چارواکيو د يوې غونډې په ترڅ کې د سترصوفي شاعر عبدالرحمن بابا پر مزار بمي بريد، په کلکه وغنده . د کب ١٥مه ، د پېښور ښار په هزار خوانۍ سيمه کې د رحمن بابا په مزار کې د نامعلومو کسانو لخوا چاودنه وشوه، چې له امله يې د مزار ځينې برخې زيانمنې شوې . په دې اړه د رحمان بابا په لېسه کې په جوړه شوې غونډه کې لومړى د ولسمشرحامد کرزي پيغام ولوستل شو، چې په کې ياده شوې پېښه د تروريستانو لخوا ترسره شوى يو جنايتکارانه عمل بلل شوى و . د کرزي په پيغام کې راغلي و، چې د رحمن بابا پر مزار حمله د دې سيمې د خلکو پر فرهنګ، افتخاراتو او ارزښتونو د بريد معنى لري، تروريستان دې په دې پوه شي چې د رحمن باباد مزار په الوځولو سره نشي کولاى ددې سيمې بډاى فرهنګ او افتخارات زيانمن کړي . ولسمشر په خپل پيغام کې دغه بريد په کلکه غندلى و او ويلي يې و: (( نن که تروريستانو د رحمن بابا مزار والوزاوه، سبا به يې بېرته جوړ کړو، خو دا فرهنګ او وياړونه به تل ژوندي او تلپاتې وي . )) په غونډه کې د پاکستان د بلوچستان ايالت د نېشنل ګوند ولايتي مشر جيلاني خان بارکزي هم ګډون درلود . نوموړي په خپله ويناکې وويل: (( رحمان بابا څوک و او د هغه پر مزار بريد چا کړى ؟، که وګورو نو دا کار د همدې بابا لمسيانو کړى، ځکه چې موږ خپله يووالى نه لرو او دا ټوپک هم بل چا راته په اوږه ايښى دى . )) هغه داهم وويل، چې پر مزارونو بريد د بشريت ضد عمل دى او غوښتنه يې وکړه، چې د لرې او برې پښتونخوا ولس بايد د دښمنانو شومو موخو د شنډولو لپاره، يو موټى شي . همداراز په غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال غلام نبي فراهي د خپلې وينا پرمهال وويل: (( يو ولس هغه وخت ژوندى وي، چې فرهنګي شتمني يې ژوندۍ وي، د رحمان بابا پر مزار بريد نوې خبره نده او تروريستانو له دې مخکې هم د دې سيمې د قومونو پر فرهنګونو، ديني عالمانو او ملي شتمنيو بريدونه ترسره کړي دي . )) هغه زياته کړه، چې د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزارت د رحمان بابا د مزار په بيارغولو لوى وياړ ترلاسه کړى و او دوى بيا هم چمتو دي، چې د هغه مزار د پخوا په پرتله لا ښه ورغوي . همداراز د ولسي جرګې غړي ميراحمد جوينده په غونډه کې وويل، چې رحمان بابا يواځې پښتنو پورې نه، بلکې ټول بشريت پورې تړلى شخصيت دى . هغه وويل: (( رحمن بابا ټول بشريت ته د سولې او ورورولۍ پيغام استولى او تل يې له زور او زورګويۍ څخه نفرت درلود . )) د غونډې ګډونوالو د يوه پرېکړه ليک په خپرولو، د پاکستان له دولت څخه وغوښتل چې د عبدالرحمن بابا پر مزار بريد کوونکي ژر تر ژره ونيسي . په پرېکړه ليک کې راغلي: (( د رحمن بابا پر مزار د علم، ادب او کولتور د دښمنانو لخوا بمي چاودنه او د هغه د مزار د ځينو برخو ورانول، هېڅکله هم د رحمن بابا نوم او نښان ته زيان نشي رسولاى، بلکې د هغه علمي ارزښت، شخصيت او ادبي خدمت به نور هم د خلکو په زړونو کې، ځاى ونيسي . )) د رحمن بابا پر مزار شوى بريد له کابل سربېره په يو شمېر ولايتونوکې هم د غونډو په جوړولو غندل شوى دى . د عبدالرحمن بابا مزار د لومړي ځل لپاره دافغانستان دپښتو ټولنې لخوا په ١٩٥٤ زيږديز کال کې جوړ شوى و، دغه راز د اطلاعاتو او کولتور وزارت د روان لمريز کال په لومړيو کې دغه مزار ترميم کړى و . د پښتو ژبې د وتلي صوفي شاعر عبدالرحمن بابا د د زېږېدلو او مړينې په نېټوکې اختلافات دى، خو ډېر مورخين په دې اند دي، چې هغه په ( ١� ٤٢ ) هجري کې په يوه غريبه کورنۍ کې زېږېدلى و، په قوم مومنداو د پلار نوم يې عبدالستار و . رحمن بابا د پېښور په ( بهادرکلي ) کې اوسېده . د رحمان بابا شعرونه د خلکو ډېر خوښ دي، خلک دده په شعرو پالونه ګوري، هغه په ( ١١١٨ ) هجري کې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي . ۸/مارچ/۲۰۰۹ - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته