(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عبدالحق ځوانیمرګ شو

[08.Mar.2006 - 10:37] عبدالحق غرنی د خپلی ورپیښی شوی ناروغۍ له امله د جرمنی د کلن ښار په روغتون کې په 21.02.06 د سی شنبی په ورځ د سهار په 6 بجو لدی فانی نړۍ څخه د تل د پاره سترګی پټی کړی انا لله وانا الیه راجعون
د خدای بخلی جنازه د چارشنبی په ورځ (22.02.2006) د کلن په ښار کې وشوه او د جمعی په ورځ (24.02.2006) په کونړ اسداباد کې په خپله پلرنی هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. عبدالحق غرنی د ښاغلی حضرت غلام ( جماعتی کاکا ) ځوی د کونړ ولایت د مرکز اسداباد د د مکلی په کلی کې ۳۰ کاله پخوا دی دونیا ته سترګی غړولی وی. لومړنۍ زده کړه ئې په اسداباد کې او نوره زده کړه ئې په کابل کې د خوشحال بابا په لیسه کې سرته رسولی وه. په کال ۱۹۹۷ ع کې جرمنی ته کډوال شوی وو په ۲۰۰۰ عیسوی کال کې ئې واده کړی دی یوه دوه کلنه لور او یوی دوه میاشتنی ځوی تری پاتی شویدی. خدای بخلی عبدالحق غرنی پښتو او پښتونوالی سره ډیره مینه لرله نو ځکه ورته د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند د غړیتوب ویاړ حاصل و. د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند د ځوانیمرګ عبدالحق غرنی مړینه یو ستر تاوان بولی دده روح ته دوعا کوی د کورنۍ او خپلوانو سره ئې پدی غم کې ځان شریک ګڼی روح دی ښادوی - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته