(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طالبانو په سوات کی دنامالومی مودې پورې اوربند اعلان کړى دى

[25.Feb.2009 - 10:44] دپښتونخوا په ناقراره سيمه کې دامنيت دټينګښت لپاره طالبانو دنامالومی مودې پورې اوربند اعلان کړى دى. دغه پريکړه دسوات دطالبانو دشورا په مهمه غونډه کې وکړل شوه. د سوات د طالب جنګیالو مشرمولانا فضل الله نن ماسخوتن دخپل غيرقانوني ايف ايم راډيولۀ لارې خپله وينا کې ویلي چې طالبان به نن 25 فرورۍ نه وسلې سره په بازارنو او سړکونو ګزمې نه کوي. نوموړي پخپله وینا دا هم ویلي چې طالب جنګیالي به حکومتي کسانو تختول هم ودروي. نوموړي زیاته کړې ده چې د ملاکنډ ایجسنۍ کې جوړ کړې شوي محکمو لپاره به قاضیان د مولانا صوفي محمد چې د مولانا فضل الله سخر هم دی هغه ټاکي. د خپل غېر قانوني ریډیو د لارې په وینا کې د سوات د طالب جنګیالو مشر د هم ویلي چې سوات کې امنیتي عسکرو لپاره خوراکې سامان وړونکي ګاډو تلاشي به طالب جنګیالي اخلي. دسوات دطالبانو مشر مولانا فضل الله په مشرۍ شوې غونډه کې دغيرفعاله کړل شوې مذهبي ډلې دمشر مولانا صوفي محمد لخوا په ورکړل شوؤ 15ؤ نکتو غور وکړل شو. په سوات کې دځايې طالبانو وياند حاجي مسلم خان ددغه غونډې دتفصيلاتو ورکولو په ترڅ کې ميډيا ته وويل دشورا غونډه کې دنامعلومو مودې پورې داوربند په حق کې پريکړه وکړه. طالبانو تيره ورځ دکبل دبره بانډۍ څخه تښتول شوي ٤ عسکر پريښودلي دي. طالبانو له دې وړاندې په ١٦مه فرورۍ امنيتي ځواکونو سره د١� ؤ ورځو داوربند اعلان کړى ؤ ولې اوس دغه اوربند نور هم غځول شوى دى. حکومت له وړاندې څخه په سوات کې دبشپړ ډزبندۍ اؤ امنيتي پوستو دختمولو اعلان کړى ؤ خو دځايې طالبانو مشر مولانا فضل الله پخپله غيرقانوني ايف ايم راډيو دوينا په مهال ويلي وؤ دغه اعلان دحکومت له لوري دى اؤ هغوي به خپل اعلان دشورا په غونډه کې کوي. دطالبانو مشر دا هم واضحه کړې وه چې هغوي ته هاغه 46 سياسي، ټولنيز اؤ حکومتي مشران اوس هم مطلوب دي چې طالبانو يې فهرست جاري کړى دى. د پاکستان په سوات او قبایلي سیمو کې طالب جنګیالو د خپل سره محکمو د فیصلو تر مخه په سلګونو پښتانه په چړو حلال کړي، د ځینو مړي یی د قبرونو نه راویستي او د مړو سپکاوي کولو لپاره يي هغه په ستنو او ونو پوری ځوړند کړی. طالب جنګیالو پوښتنوته د عبرت لپاره د دغه پیښو دردناکی ویډیوګانی خورې کړي چی پکې جنګیالي ډیر په فخر سره پښتانه حلالوي. په سوات کې دحکومت اؤ ځايې طالبانو ترمينځ دډزبندۍ داعلان څخه وروسته ژوند عادي ډګر ته په راګرځيدلو دى ، ټول سکولونه اؤ مارکيټونه پرانستل شوي خو څيړونکي بيا هم په دغه وضعيت مطمئن نۀ دي اؤ نظرښکاره کوي چې دډي سي او دتښتونې اؤ دخبريال موسي خان خيل دوژنې پشان پيښې کۀ دسولې دتړون پرته رامينځته کيږي نو دسولې دغه تړون به خپل ارزښت دلاسه ورکړي. بلخوا د scprdدخبر له مخی د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا استازي ريچر هالبروک د پاکستان د حکومت له خوا په سوات کې طالبانو سره د روغې تړون رد کړى او تش په نوم تړون يې ګڼلى او ويلي يې دي، چې مونږ يې نه منو. همدا شان د کونړ والي فضل الله واحدي د سوات او باجوړ د طالبانو په اور بند اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې د باجوړ د طالبانو تړون مثبته پايله نه شي ورکولى . که دا ډول تړون د پاکستان د حکومت په ګټه وي ، خو د افغانستا پر امنيت ناوړه اغيزه کوي . واحدي زياته کړه، چې کونړ له باجوړ سره دوه سوه څلوېښت کليو ميټره پوله لري او همدې اندېښنې ته په پام سره مو په پوله د پوليسو نوې پوستې جوړې کړې او خپل پوځي ځايونه مو ټينګ کړي دي . واحدي زياته کړه، چې د پښتونخوا د اعلى وزير امير حيدر هوتي دا وړانديز ناسم دى، چې په قبايلي سيمو کې دې ولس ته وسلې وويشل شي په دې سره به د قومونو په منځ کې شخړې راپيدا شي له بل پلوه د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفند يار ولي د ځينو بهرنيو کړيو له خوا د ملاکنډ او سوات پر تړون نيوکې رد کړي او ويلي يې دي، چې مونږ د نورو لپاره د سولې هلې ځلې نه شو پريښودلى په ملاکنډ او سوات کې به د سولې او شرعي نظام ټينګښت خامخا کوو او له دې څخه به نه وروسته کيږو. اسفند يار ولي وويل، چې د ناټو يا د نورو اړخونو له خوا په مونږ انتقادونه بې ځايه دي نوموړي دا هم وويل، چې مونږ په خپله پښتنه ځمکه کې سوله غواړو او د همدې لپاره پښتون ولس راباندې باور کړى او رايې راکړې ده. د نورو لپاره مونږ د امن له هلو ځلو څخه نه په شا کيږو ځمکه هغه سوځي، چې اور پرې بل وي د سوات د پرېکړې تر شا د پاکستان ټول سياسي ګوندونه ولاړ دي . - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته