(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دطالبانو په ضد کليو ته د وسلې ورکولو پريکړه شوې ده

[23.Feb.2009 - 18:47] دپښتونخوا وزيراعلي امير حيدر خان هوتي اړونده چارواکو ته امر کړى دى چې په اولسي خلکو اؤ پرامنه منظمو ډلو دخپلو کليو دحفاظت په غرض دترهگرۍ اؤ تندلاريتوب مقابلې لپاره ٣� زره ټوپکې وويشي. په دې لړ کې داړونده محکمې لخوا دورکړل شوي تجويز دمنظورۍ ورکولو په ترڅ کې وزيراعلي امر کړى دى چې ددې خبرې بايد په ځانگړې توگه خيال وساتلى شي چې دکليو څخه دفاع ټوپکې دهاغو خلکو لاسونو ته ورنۀ شي څوک چې ورانى اؤ گډوډى جوړوي. همدغه راز وزيراعلي په اړونده چارواکو دا غږ هم کړى دى چې په اولسي خلکو ددغو ټوپکو دويشلو څخه وړاندې دې ددغو خلکوڅخه دا ضمانت هم واخستل شي چې کۀ چرې هغوي دورانکارو اؤ تندلارو په ضد ورکړل شوې وسله نۀ کاروي نو دغه وسله به ترې بيرته اخستل کيږي. دترهه گرو اؤ ورانکارو څخه په قبضه کې اخستل شوې دغه وسله به داړونده پوليسانو دڅوکۍ دمشر يا ايس ايچ او په خواست ويشلى شي اؤ غوڅه منظوري به يې دسيمه ييزو تماسونو مشر ورکوي. ځینو ناقدینو د صوبایي حکومت په دغه پریکړه باندې نیوکې کړي. او وایي دې سره به د کلیو امنیت خراب شي. ناقدین وایي دا به ډیره گرانه وي چې د خلکو نه دسلو د ښه او مثبت استعمال تمه ولرل شي بلخوا دغيرفعاله کړل شوې مذهبي ډلې تحريک نفاذ شريعت محمدي مشر مولانا صوفي محمد په سيمه کې ميشتو طالبانو ته خواست کړى چې بايد وسله وال هلې ځلې اودروي. نوموړي د قیدیانو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده. دتحريک نفاذ شريعت محمدي مشر مولانا صوفي محمد مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل طالبانو ته خواست کوي چې وسله والې هلې ځلې اودروي اؤ په راتلونکي کې دامن وامان وضعيت خراب نۀ کړي. همدغه راز مولانا صوفي محمد وويل حکومت بايددسوات څخه پوځ بيرته وغواړي اؤ دسوات څخه کډه کوونکو خلکو باندې يې غږ وکړو چې خپلو کورونو ته راوګرځي. دهغۀ وينا وه بايد طالبان دوسلې په ګرځولو سره ګزمې بندې کړي. په سوات کې دوژل شوي خبريال موسي خان دوژنې په هکله ديوې پوښتنې په ځواب کې هغۀ وويل دموسي خان په وژنه کې کومه دريمه ډله لاس لرلى شي اؤ ددغه خبريال دقاتلانو دنيونې هڅه به وکړو. د سوات نه رارسیدلي رپوټونه وایي چې په ځینو سیمو کې سکولونه پرانستل شوي دي. خو یو شمېر جگړه ځپلو کلیو او ښارگوټو لکه چارباغ، او خوازه خپله کې سکولونه تر اوسه تړلي شوي دي. د صوبایي حکومت او غېرقانوني گرځول شوې تنظیم تحریک نفاذ شریعت محمدي تر منځ د سولې تړون وروسته، وضعه یو څه ارام شوې خو بیا هم ځایي طالبانو لخوا ویرې شته. ددغه ځایې طالبانو تر اوسه د تړون ښکاره ملاتړ کړی نه دی. او پرون یې د څه وخت لپاره د سیمې یو لوړ رتبه چارواکی هم یرغمل نیولي وو. نوموړی وروسته، د نیول شوو دریو طالبانو په بدل کې خوشې کړل شو. په سوات کې سوله ایز پښتانه په پوځ تور لگوي چې د طالبانو سره پټ لاس لري. ملت پاله مشران هم وایي د پاکستان پوځ په صوبه سرحد او قبایلي سیمو کې د ترهگرۍ پرضد ددرغو روانه جگړه د ډالرو گټلو یوه ذریعه بلي. دغه ډول تورونه او نیوکې د پولې بلې غاړې افغان حکومت ، افغان او امریکایي څیړونکي هم کوي. همدا راز د ډیوه د خبر په اساس دامريکايي چارواکو له مخې دامريکايي پوځ اوياؤ څخه زيات پوهان دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دالقاعده اؤ طالبانو په ضد عملياتو کې په پټه توگه دپاکستاني پوځيانو سره په گډه کار کوي. دامريکا وتلې ورځپاڼې نيويارک ټائمز کې خپور شوې راپور له مخې دغه امريکايي پوهان نيغ په نيغه کومو پوځي عملياتو کې برخه نۀ اخلي بلکې هغوي پاکستاني چارواکو ته استخباراتي معلومات اؤتگلارې لپاره مشورې ورکوي. ورځپاڼه پخپل راپور کې زياتوي دامريکايي پوهانو ددغه پټې پوځي ډلې څارنه نيغ په نيغه امريکايي سينټرل کمان اؤ دځانگړو عملياتوکمانډران کوي اؤ دتير گرمۍ دموسم څخه تراوسه گډو هڅو له امله القاعده دطالبانو په ضد زياتې لاس ته راوړنې شوي دي. ورځپاڼه وايي دتيرو ٥ؤ مياشتو په مهال د٥ؤ لوړپوړو کمانډرانو په گډون شاوخوا ٦� کسان ياخو وژل شوي اؤ يا هم نيول شوي دي. له دې وړاندې پينټاگان ويلي وؤ شاوخوا ١٢ امريکايي ماهران پاکستان کې روزنه ورکوي. ورځپاڼه ليکي دپاکستاني مخبرانو دسمو معلوماتو په سبب دجاسوسي الوتکو څخه بريدونو کې هدفونه په کاميابۍ سره په نخښه کولى شي دتيرکال داگست دمياشتې څخه تراوسه ٣� بريدونه شوي دي چې پکې دالقاعده اؤ طالبانو له ٩ؤ څخه ٢� ؤ پورې مهم کمانډران وژل شوي دي.- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته