(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مولانا فضل الله د عامې بخښنې غوښتنه کړې ده

[20.Feb.2009 - 20:26] 20,02,2009د تحريک نفاذ شريعت محمدي وياند اميرعزت خبريالانو ته ويلي دي مولانا فضل الله دحکومت سره دخبرو اترو په لړ کې دطالبانو دډلې ټول واک مولانا صوفي محمد ته سپارلى دى خو هغه دا غوښتنه هم کړې ده چې دطالبانو دپاره دې عامه بخښنه اعلان کړل شي. نن دجمعې په ورځ دصوبه سرحد د ناقرارې سيمې سوات په پيوچار کې دامن دټينگښت په غرض دغيرفعاله کړل شوي تنظيم تحريک نفاذ شريعت محمدي دمشر مولانا صوفي محمد اؤ دځايې طالبانو دمشر مولانا فضل الله ترمينځه خبرې اترې دبرياليتوب درشل ته ننوتلي دي. دځايې طالبانود مشر مولانا فضل الله اؤمولانا صوفي محمد ترمينځه دخبرو اترو په دغه دريم پړاؤ کې ځينو مهمو سرکاري شخصياتو هم برخه واخسته. سرچينو ډيوه راډيو ته ويلي دي دليدنې په مهال مولانا فضل الله دائمي اوربند اؤ دخپلو وسله والو په بې وسلې کولو رضا شو اؤ ددې ترڅنگ يې خپل خسر مولانا صوفي محمد ته دجينکو په زده کړو دقدغن ختمولو باور هم ورکړو. حکومت سره دترسره شوي تړون په هکله د د غه مذاکرت په داسې حال کې کامياب شوي دي چې امريکا، ناټو اؤ ځينو نورو نړيوالو ادارو دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن په ترسره شوي تړون انديښنې ښکاره کړي اؤ دپاکستان حکومت يې دنيوکې لاندې نيولى چې ددغه لوظنامې په ترڅ کې په سوات کې طالبانو ته دخپلو ترهه گريزو فعاليتونو دپاره خوندي لاره ورکوي، ولې دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري وايي دسوات تړون دامن دټينگښت دپاره يوه عارضي ژمنه ده. دسوات دطالبانو وياند حاجي مسلم خان ددغه تړون دترسره کيدلو په لمړۍ ورځ ډيوه راډيو ته په يوه مرکه کې ويلي وؤ کۀ حکومت ورسره په سيمه کې دشريعت نافذولو په هکله خپل تړون عملي نۀ کړو نو هغوي به بيا ټوپکو ته لاس کړي اؤ په امنيتي ځواکونو به بريدونه پيل کړي بلخوا دپښتونخوا په ډيره اسماعيل خان سيمه کې دجنازې په مهال دځانمرگي بريد له امله لږ ترلږه ٢٨ کسان وژل شوي اؤ ٥� ؤ څخه زيات ژوبل دي. دغه ځانمرگى بريد دشوبرا هوټل سره نزدې کوټلي امام حسين کې دترهه گريز کارروايو په مهال دوژل شوي يو ځايې تن شيرمان خان د جنازې کيدو په مهال شوی دی. په سيمه کې دامنيت دخرابې وضعې له امله پوځ راغوښتل شوى اؤگرځ بنديز اؤ کرفيو پځايې کړل شوې ده. عيني شاهدان وايي دغه يو ځانمرگى بريدؤ خو حکومتي چارواکو تر اوسه دچاؤدنې دبڼې په هکله څه نۀ دي ويلي. ژوبل کسان دتداوۍ لپاره روغتونونو ته رسول شوي چې پکې دزياترو حالت مرگونى ښودل کيږې له دې امله دمړو په شميره کې دزياتوالي انديښنه ده. روغتونونو کې بيړنى حالت پځايې کړل شوى دى. دډيره اسماعيل خان دسيمه ييزو تماسونو مشر يا ډي سي او محسن شاه له مخې په ډيره اسماعيل خان کې دځانمرگي بريد وروسته پاريدلو کسانو اړى گړى، ډزې اؤ ودانيو ته زيان رسول پيل کړي وؤ چې له دې وروسته دامنيت دخراب وضعيت له امله کرفيو پځايې کړل شوه اؤ دغه کرفيو له ٢ؤ څخه ٣ؤ ورځو پورې دوام ولري. امنيتي ځواکونو ته امر شوى چې څوک په سيمه کې امنيت گډوډوي هغه بايد دليدلو سره سم په گولۍ وويشتل شي. دنني ځانمرگي بريد څخه وروسته دسيمې خلک سختې ويرې ترهې سره مخ دي اؤ بازارونه په سم لاسي ډول تړل شوي دي. همدغه راز پاريدلو خلکو يو گاډي ته هم اور اچولى. دسرچينو له مخې په سيمه کې دډزو اؤ اړي گړي پيښو کې يو تن هم وژل شوى دى. دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري، صدراعظم يوسف رضا گيلاني، د عوامي نيشنل گوند مشر اسفنديارولي خان، پختونخوا وزيراعلي امير حيدر خان هوتي اؤ دسياسي گوندونو نورو مشرانو دډي ايي خان دبريد غندنه کړې ده. په ډيره اسماعيل خان سيمه کې له دې وړاندې هم گڼ شمير ځانمرگي بريدونه شوي چې پکې دامنيتي ځواکونو په گډون په شلگونو عام وگړي وژل شوي دي. په دغه سيمه کې دشيعه اؤ سني مسلمانانو ترمينځ مسلکي اختلافات موجود دي اؤ اکثره وخت ددغو اختلافاتو په بنياد ددواړو خواؤ ترمينځ دمرگ ژوبلې پيښې رامينځته کيږي. - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته