(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په پیښورد حمزه بابا د پنځلسم تلين ياد غونډه جوړه شوه

[19.Feb.2009 - 15:13] پنجشنبه (زیارت) ١٩/� ٢/٢� � ٩ د روان ۲۰۰۹ ع کال د فبرورئ د میاشتی په ۱۸ مه نیټه د پېښور په پريس کلب کی د پښتو نامتو شاعر، فلسفي، صوفي او د غزل بابا امير حمزه خان شينواري د پنځلسم تلين ياد غونډه جوړه شوه، چې مشري يې طاهر بخاري وکړه. د پېښور پريس کلب مشر شميم شاهد، سليم راز، پروفيسر ډاکټر اقبال نسيم خټک، پروفيسر حنيف خليل، عصمت دراني، ولي خان سرحدي، امجد علي خادم او کليم شينواري سربېره نور گڼ شمېر ليکوالو او شاعرانو گډون کړى و. ويناوالو د ارواښاد په ژوند او د ده په ادبي هلو ځلو بشپړه رڼا واچلوله . ستا په اننګو کی د حمزه د دوینو سره دی ته شوی د پښتو غزله ځوان زه دی بابا کړم د پښتو د غزل پلار ارواښاد امير حمزه خان شينواری (زېږېدنه: ١٩� ٧، مړينه: فبروري ١٩٩٤) د لنډي کوتل د خوږه خېل يا خوزه خېل نومي کلي کې د ملک ميرباز خان کره زېږېدلی و. نوموړی په قبيله شينواری او په شينوارو کې اشرف خېل وه. لومړنۍ زده کړې يې د لواړګي (دا د لنډي کوتل پخوانی نوم دی) په ښوونځي کې ترسره کړي خو وييل کېږي چې د ده په يوه وړوکې خطا يې استاد ده ته دومره جزا ورکړه چې د ده زړه د مدرسې نه تور شو او بيا يې هغه مدرسه پرېښوده. دی د اتو کالو وه چې په اسلاميه کالجېټ ښوونځي ته د زده کوونکي په توګه ومنل شو. ښوونځي ته به لکه د نورو ماشومانو په څېر ته راته او آزموينې يې هم په برياليتوب سره سر ته رسولې خو د درسونو او سبق سره يې دومره مينه نه درلوده. د سکول نه د زړه ماتي دا ذکر يې په يو شعر کې هم کړی دی او وايي چې د ښوونځي دا ټلۍ راباندې داسې لګي لکه د اسرافيل د شپېلۍ اواز. نو په همدې توګه په نهم ټولګي کې يې دغه ښوونځی هم پرېښوده. که څه هم حمزه بابا خپل سبق په نهم ټولګي کې نيمګړی پريښی و خو د حمزه بابا پوهه او مطالعه ډېره زياته وه او ارواښاد داسې کلامونه ليکلي چې هر يو يې ځانګړې فلسفه لري د يادولو وړ خبره دا ده چې د بابا په کلام د پېښور پوهنتون پروفېسر قابل جان خپل د دوکتورا تيسز ليکلی دی. ارواښاد امير حمزه خان شينواری د دود له مخې يې په کم عمرۍ کې واده وکړ او مراد شينواری يې چې د ازاد نظم باني ګڼلی شي نازولی ځوی دی. ارواښاد حمزه په عملي ژوند کې د پښو ايښودلو سره سم په تورخم پاسپورټي دفتر کې نوکر شو. په دې وخت کې دده قدرمن پلار د لنډيکوتل او تورخم تر مېنځ د اورګاډو پر ليکو د ټيکو کار کاوه نو حمزه بابا به هم کله نا کله د مرستې لپاره ورتللو. او په همدې توګه بيا وروسته پخپله هم په اورګاډو کې نوکر شو. وايي چې دا نوکري به يې ډېره په ايماندارۍ کوله. د حمزه بابا فن او هنر سره هم بې کچې مينه وه او د اورګاډي دغه نوکرۍ د هندوستان په ګوټ ګوټ وګرځاوه او همداسې تر پمبي پورې ورسېده. بمبي د ډېر پخوا نه د هندوستان د فلمونو مرکز پاتې شوی، کله چې نوموړی بمبي کې وه نو ده ته هم په فلمونو کې د کار موقع په لاس ورغله کوم چې ده د خدايه غوښته. څنګه چې په پخوا زمانو کې بې غږه فلمونه وه نو حمزه بابا هم په ١٩٤� زېږيز کال کې په همدغو بې غږه فلمونو کې لوبګري وکړه. او په هغه ورځ يې خو لکه د زړه ارمان چې پوره شوی وي، کله چې د سلما آغا نيکه رفيق غزنوي په ١٩٤١ زېږيز کال کې د پښتو لومړني فلم ((ليلا مجنون)) د کيسې، سندرو او ډيالوګونو د جوړولو وړانديز ورته وکړ. او په همدې توګه په پښتو ژبه کې د لومړني فلم د جوړولو وياړ هم د حمزه بابا په نصيب شو. حمزه بابا ته د دغه فلم د جوړولو لپاره ٢٥� روپۍ د معاوضې په توګه ورکړل شوي وې. تر دې وروسته د يوسف خان او شېربانو فلم هم جوړ شو او بيا يې د پېغلې او علاقه غېر غوندې د فلمونو کيسې هم وليکلې. داسې مالومېږي چې حمزه بابا د ډېر ماشومتوب نه شاعر وه او په هماغه کم عمر يې د شعر په ليکلو لاس پورې کړی و. کله چې حمزه بابا په پينځم ټولګي کې وه نو ارواښاد مولانا عبدالقادر (د پښتو اکېډمۍ بنسټ ايښودونکی او لارښود) په اتم ټولګي کې وه. داسې وييل کېږي چې په هماغه وخت کې به حمزه بابا خپل شعرونه مولانا صيب ته د سمولو لپاره ښودل. دا خبره پخپله دا په ثبوت رسوي چې حمزه بابا د ډېر ماشومتوب نه شعر او ادب سره مينه درلوده. خو په دغه وخت کې به حمزه بابا په اردو ژبه شاعري کوله او د اردو شاعرانو لکه مرزا غالب او علامه اقبال نه ډېر متاثره وه.پښتو ادب کې د حمزه بابا شاعرۍ ته ځانګړی مقام حاصل دی. د هغه شاعري ته د زړې او د نوې شاعرۍ يو ګډون ګڼل کېږي. هغه د پښتو شعر دوديزه زړه کلاسيکه لار څارلې او بيا يې د په يوه نوي روح ورکولو سره ګډه کړې. په همدې توګه ارواښاد حمزه پښتو غزل کې نوي اندونه او نظرونه ورپېژندلي او د خپل د وخت د پښتو غزل دوران يې بشپړېدو پورې رسولی او په همدې خاطر ورته د پښتو غزل د بابا لقب ورکړ شوی. حمزه بابا د ١٣� � نه هم ډېرې غزلې ليکلي دي او کليات يې په څلور ټوکو کې خواره شوي دي. خو د حمزه بابا د شخصيت رڼا يوازې غزل پورې محدوده نه ده. د حمزه بابا په نظم هم پښتو ژبه تل د ننګه غړۍ ګرځي. حمزه بابا د ٢� � نه زياتې نندارمې (ډرامې) ليکلي دي چې ډېری يې د پېښور راډيو لخوا خپرې شوي دي. ارواښاد په بېلابېلو ورځپاڼو او مهالنيو کې رنګارنګې تحقيقي ليکنې او مقالې هم کښلي دي، ډېرې منظومې او نثري ترجمې يې هم کړي دي لکه د اقبالياتو او په دې وروستيو تېرو کلونو کې يې د نهجل البلاغه په نوم د ژباړې يو کتاب چې د علي رضي الله تعالی عنه تقريرونه او ليکونه دي چاپ شوی. حمزه بابا د شلو نه ډېر پښتو کتابونه او څه د لسو په شاوخوا کې په اردو ژبه کتابونه هم ليکلي دي. حمزه بابا په ١٩٣� زېږيز کال کې تصوف ته مخه کړې وه او خپله به يې په دې هکله داسې وييل چې حېرت آباد ته په دغه عشره کښې راغلی وم. او پخپله نه وم راغلی راښکلی شوی وم ورته. خو چې راغلم نو داسې وه لکه چې ما خپله ورکه لار بيامونده. حمزه بابا د چشتي طريقت لاروی وه. حمزه بابا اجمير شريف ته هم په دغه زمانه کې تللی وه او د تصوف خوندونه يې ليدلي وه. د تصوف د مکتب پير يې سيد عبدالستار شاه وه او همدغه شاه صيب حمزه بابا ته د اردو په ځای په پښتو کې د شاعرۍ مشوره ورکړې وه. شاه صيب په ١٩٥٣ کې په حق ورسېدلی وه او حمزه بابا يې يادونه د تذکره ستاريه په نوم په ١٩٦٩ کې په اردو ژبه چاپ کړې وه. د حمزه بابا ادبي مطالعه ډېره زياته او پخه وه او د ادبياتو يو پوهنغونډ وه. حمزه بابا د رحمن بابا ديوان په ١٩٣٥ زېږيز کال کې اردو ژبې ته اړولی وه. په ١٩٣٧ کې پښتو ادبي ټولنه (بزم ادب پېښور) هم د شاه صيب د سيوري لاندې جوړه شوه او د راحت زاخېلي، قلندر مومند او حمزه بابا په شان ډېر غمي د همدې ټولنې غړي او مشران پاتي شوي او دا په راپورې پښتونخوا کې لومړنۍ ادبي ټولنه وه. دوی به ځای ځای په ښوونځيو او پوهنځيو کې مشاعرې کولې او په همدې توګه به يې د ژبې او ادب خدمتونه کول او د دغې ټولنې د ډېر لوړپوړو شاعرانو، اديبانو تربيت هم کاوه. داسې مشاعرې به د رحمن بابا په هديره هم کېدلې او د په لومړي ځل يې په ١٩٤� زېږيز کال کې د خپل د يو ليکل شوي غزل په اورولو سره د غزل د بابا تاج ترلاسه کړ. د هماغه غزل يو شعر يې داسې دی: تورې سترګې مې د يار زړه ته په ځير دي بـيـا حــبشو پـه کــعـبــې تـړلــی لام دی - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته