(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغانستان د اوباما په ويتنام بدليدي شي .

[19.Feb.2009 - 15:10] که بارک اوباما له روسيه سره سيالي وکړي افغانستان د ده په ويتنام بدليدي شي : Feb 19, 2009 د باختر اژانس د خبر له مخی دامريکا دمتحده ايالاتو پخواني جمهوررئيس بل کلنتن دسي ان ان دخبرې شبکي له خبريال لاري کينگ سره په مرکه کې وويل :که چيري دامريکا اوسني جمهوررئيس هڅه وکړي چې بريتانيي اوروسيي په تيرو وختونو کې په افغانستان کې کړي دي ترسره کړي افغانستان به دبارک اوباما په ويتنام بدل شوي . بل کلنتن وويل که چيري ټاکل شوي ده چې جمهوررئيس اوباما هغه کار وکړي چې بريتانيا هڅه وکړه په نولسمه پيړي کې افغانستان کنترول کړي ياهغه څه چي روسيي په ١٩٨� کلونو کې ترسره کړل چې هڅه يي وکړه يو بوډاگي حکومت ولري اوله هغه وروسته دروسيي ټول اردوي يي هلته واستاوه چې جگړه وکړي ، نوافغانستان په ويتنام بدليدي شي. کله چې له بل کلنتن څخه پوښتنه وشوه چې آيا افغانستان دغه پوتانسيال (وروستي استعداد) لري چې داوباما په ويتنام بدل شي وويل زه هيله لرم چي دغه شان کار ونه شي . کلنتن زياته کړه په تيوري کې کيداي شي داکاروشي خو زه دغه شان فکرنه کوم زه فکرکوم افغانستان يوپرتمين او سخت هيواد دي اوپياوړي خلک لري اودهغه دپولوکنترول امکان نه لري زياتره وخت دنورو هيوادونو دهيلو اوغوښتنو کنده ده. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته