(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شرعي قانون د سولې سره مشروط دی

[17.Feb.2009 - 21:41] 17.02.2009:د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې شیري رحمان د گل (دوشنبی) په ورځ اسلام اباد کې ویلی جمهوررئیس اصف علي زرداري به ایالاتي تړون هغه وخت لاس لیک کوي چې سیمه کې سوله او امن پرځاې شي. شیري رحمان زیاته کړه چې تړون نه دی دا مطلب نه واخستلې شي چې حکومت طالبانو ته کومې اسانتیاوې ورکړي یا د حکومت واک کمزورې شوی دی. د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گېلاني په کړکېچ ځپلي شمال لویدیځ سیمه کې طالب جنگیالو سره شوي تړون ستائینه کړی ده چې تر مخه به یې دغه سیمه کې دشرعي نظام عدل پځايې کولی شي. ښاغلي گېلاني د گل (دوشنبی )په ورځ اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي دغه لوظنامه د حکومت د خبرو اترو، پرمختیا او د دفاع د تگلارې برخه ده. د پښتونخوا حکومت د گل په ورځ سوات کې تندلاري مولانا صوفي محمد سره په سيمه کې دشرعي نظام عدل پځايې کولو په تړون لاس ليک کړی دی. د دغه تړون په بنياد به په ټوله ملاکنډ سيمه کې شرعي محکمې يا عدالتونه جوړولى شي اؤټولې پريکړې به دقران اؤ سنت په رڼا کې کولى شي. مولانا صوفي محمد د سوات د طالبانو مشر مولانا فضل الله خسردی او په سوات کې د روان بغاوت مشري کوي. په نوموړي تور دی چې په لسگونو عسکر او سلگونو بې گناه اولس یې وژلي. د مولانا فضل الله پلویانو یو شمېر پښتانه حلال کړي د جینکو په تعلیم یې بندیز لگولی او په لسگونو سکولونه یې سوزولي دي. د دغه تړون په بدل کې طالبانو ویلی چې د دوو کالو نه روان د تشدد ډاک کمپائن به ودروي بلخوا ناټو ويلي دي دپښتونخوادحکومت له اړخه تندلارو سره داسلامي نظام پځايې کولو په اړه دسوات په تړون سختې انديښنې لري خو دپاکستان دحکومت په نيت يې شک نشته. برسلز کې دائتلافي پوځ وياند جيمزاياتهورايى خبريالانو ته وويل په سوات کې دشرعي نظام په هکله دترسره شوي تړون له امله به تندلارو ته خوندي لاره په لاس ورشي اؤ په دغه نکته ناټو انديښنې لري دوياند له مخې په دې خبره کې شک نشته چې سيمې ته دتندلارولخوا سختې خطرې پيښې دي اؤ ناټو نۀغواړي چې وضعيت نور هم خراب شي. بل لوري ته دبرټانوي هايي کميشن وياند هم دسوات دتړون په هکله پخپل غبرگون کې ويلي دي په تيرووختونوکې دتندلارو سره ترسره شوي تړونونه په سوات کې ددائمي امنيت په ټينگښت کې دناکامۍ يو سبب دى خو هغه هيله ښکاره کړه چې اوسنى تړون به تندلاروته دخوندي لارې ورکولوپځايې دامن په ټينگښت کې لاس امدادوکړل شي. په سوات کې دشرعي نظام عدل پځايې کولوپه هکله دصوبايي حکومت اؤ دطالبانو ترمينځ دترسره شوي تړون په هکله يوشمير څيړونکو دانظر هم ښکاره کړى دى چې ددغه تړون څخه وروسته به دپاکستان دبيلا بيلو سيمو طالبان هم پخپلو سيمو کې حکومت څخه ددغه رقم تړونونو غوښتنې پيل کړي اؤ دغه رازبه هيوادکې دحکومت واکمني په يو بشپړ طالبي نظام بدله شي. - ډ پښتونخوا خبریال
بېرته شاته