(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دعوت پرله پسې ۲۱۷- ۲۱۸ګڼه چاپ شوه

[17.Feb.2009 - 20:05] دعوت پر له پسې ۲۱۷-- ۲۱۸ ګڼه چې د سریزې تر څنګ دا مطالب پکې خپاره شوي دي: سرلیکنه محمد طارق بزګر • د محقق تکلفي اعصاب *** محمد اسمعیل ازاد • کرزی صاحب مبارک، زه هزاره شوم *** محمد حسن حقیار • کرزی صاحب لږ سترګې وغړوه عبدالمتین عمري • د میوند د جګړې ۱۲۸مه کلیزه د دې جګړې په برکت کندهار بیرته د افغانستان سره یو ځای شو *** نثار احمد صمد • سور صلیب. په ۴ ورځو کې ۲۵۰ افغانان وژل شوي *** (خبر) • جنسي تیري کوونکي چا زړور کړل؟*** محمد حسن حقیار • د فراه د یوې ماشومې هیله *** شیواني • پدرامي هغه څه وخوړل چې هیڅوک یې نه خوري *** امین الله دریځ • بې ادبې هم حد لري*** توتاخیل • یا به یو کیږو که نه ورکیږو *** انځرګل • د کوچیانو او هزارګانو جګړه *** مینه احمدزۍ • دا ځل ایران د افغانستان زړه په نښه کړ....*** خمنډک • زموږ میلاسویچان ولې نه محاکمه کیږي؟؟ *** حقیار • توطیه که مظلومیت؟*** محمد کریم نور • او نور ډیر په زړه پورې مطالب د وریښمو کارون: سوله وایی*** (زرلښت حفیط ملکزۍ) د سولې جرګه *** (زرلښت حفیظ ملکزۍ) نه ډالر دي چا*** راکړی (یاسین زی) مرد *** (رحمن الدین اکبري ساپی) نامرد *** (رحمن الدین اکبري ساپی) انګلیسي مطالب: • Afghanistan: Graveyard of Empire by. Bruce G. Richardson په سرلیکنه کې لولو: سوله او د سولې له پاره کار کول په ګران هېواد افغانستان کې د دریو لسیزو جنګ جګړو له امله د سولې او سولې د راوستو له پاره هڅه او کار کول تل د ستونزو سره مخامخ او د پرمختګ او نتیجې ورکولومخه یې نیول شوې چې نتیجه یې د جنګ جګړو دوام او د افغان ولس تباهي او د هیواد ورانولو پرته بل څه نه وو. په تیرو اوو کلونو کې هم د پردیو د ناروا تیرې او افغان وژنې سره سره د سولې له پاره ډیر کم کار شوي او ټولو جنګي خواوو د سولې پر ضرورت ځان نه دی پوه کړي. هر یو په خپل وار سره د خپل شته قدرت او زور د استعمال نه کار اخیستی چې نتیجه یې بیا هم افغان وژنه او د افغان د هیواد ورانونه وه او ده نه بل څه. که رښتیا ووایو افغان ولس د جنګ جګړو نه ستړی او تر پوزې رسیدلی هر افغان چې د خپل هېواد او ولس سره مینه لري باید د یوې ريښتېنې او عادلانه سولې د راوستلو او یا ورته د زمېنې د برابرولو له پاره تر خپله وسه کار وکړي. دا خبرې په دې مانا نه دي چې افغانان دې د خپل هېواد د خپلواکۍ لپاره هڅه او مبارزه نه کوي افغانستان د افغانانو هیواد دی او د دې هېواد د سرنوشت حق د افغانانو سره دی. خو د غمیزې د حل له پاره باید داسې لارې چارې غوره شي چې شونې او د افغان ولس د ستونزو او وینې تویدو مخنیوی وکړای شي. هره ورځ د لسګونو بیګناه افغانانو وینه په دې او هغه نوم تویږي، داسې ورځ به نه وي چې افغانې میندې خپل اولاد د لاسه ورنکړي، داسې ورځ به نه وي چې افغانې میرمنې کونډې نه شي، داسې ورځ به نه وي چې اولادونه بې موره او بې پلاره، او میندې پلرونه بې اولاده. یو لورې ته پردي پوځي ځواکونه د افغان ولس په وژلو صرفه نه کوي هغه که واده یا کوژده هم وي د دوی د بمونو او توپونو او وژونکو حملو نه محفوظ نه دی همدا راز افغاني قواوې پولیس او پوځ او د دوئ مخالفې جنګې ډلې د ځانمرګو بریدونو، د بمونو د چولو، او نورو لارو د بیشمره ملکي افغانانو د وژلو سبب کیږي. افغان ماشومان په ځانګړي توګه پښتنو ماشومانو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړل کیږي او نور په سلهاوو بدرنګه پیښې. موږ د دې غمیزو د پای ته رسولو له پاره د سوله ایزو لارو چارو او خبرو نه پرته بله لار نه وینو د خبرو له پاره حتمي ده چې ټولې غاړې بې له شرایطو ایښودو د حل لارې په لټه کې شي او د افغان ولس په وړاندې د دروند مسئولیت احساس وکړي. یادونه: درنو هېوادوالو که وغواړۍ چې دعوت ستاسې په پوستي پته تاسې ته درورسیږی نو په خپل ګډون سره دا کار کولای شئ. دعوت د افغان ولس غږ چې د خپلو هېوادوالو د مالي مرستو پرته مو.هیڅ مالي منبع نه لرو.
Dawat P.O.Box 289, 2001 Lillestrøm Norway

www.dawat.no

E-mail: [email protected]

www.dawat.no/ariki.shtml

- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته