(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ملاکنډ په ايجنسۍ کې نن شرعي نظام نافذ شو .

[16.Feb.2009 - 11:40] دوشنبه (گل) ١٦/� ٢/٢� � ٩ تېمرگره: دپښتونخوا د ايالتي حکومت د اطلاعاتو او عامه اړيکو وزير ميا افتخار حسين ، د عوامي نيشنل گوند د مطبوعاتو مرستيال زاهد خان او د ايالتي حکومت وزير هدايت الله خان پر مشرۍ تېره ورځ په تېمرگره کې د
شريعت محمدي د تحريک د مشر مولانا صوفي محمد پر مشرۍ د تړلو دروازو تر شا خبرې وشوې ، چې په کې په پنځو مادو اتفاق وشو، چې په هغو کې به په سوات او ملاکنډ کې د ښځو په زده کړې بنديز پورته کيږي، په سيمه کې به دولتي واک ته گواښ نه پېښيږي په دې اړه به نورې خبرې نن د اعلى وزير امير حيدر هوتي سره کيږي او په يو گډو پريس کنفرانس کې به په ملاکنډ ايجنسۍ کې د شريعت د ټينگښت اعلان وشي او وروسته به مولانا صوفي محمد د سوات د طالبانو له مشر مولانا فضل الله سره هم خبرې کوي، چې په سوات کې هم ورته تړون رامنځته کړي په سوات کې د لسو ورځو لپاره جنگ بندي اعلان شوې.
ويل کيږي، چې مولانا صوفي محمد د سوات د طالبانو د مشر مولانا فضل الله سخر دى .SCPRD د دپښتونخوا ايالت اعلى وزير نن اعلان وکړ چې دمولاناصوفي محمدپه مشرۍ دسوات دطالبانوله پنځه کسيز پلاوي سره موافقې ته رسېدلى چې په دې سيمه کې شرعي نظام نافذ کړي. دښاغلي حيدر هوتي په وينا په مقابل کې دسوات طالبانوژمنه کړې چې وسلې به پرمځکه ږدي او لس اورځنى اوربند به په دايمي اوربند بدلوي . بلخوا په ملاکنډ ايجنسۍ کې له ((شريعت محمدي تحريک)) سره د ايالتي حکومت د کاميابو خبرو له لامله اوس په سوات کې امنيتي عسکرو له نن سهاره گرځبنديز پاى ته رسولى . د يادونې وړه ده، چې د تېرې ورځې د ((شريعت محمدي تحريک) او د سرحد ايالتي حکومت د کاميابو خبرو له مخې په سوات کې طالبانو لس ورځې د ډزبندې اعلان کړى دى . د رپوټ پوره تفصیل: د نن دگل په ورځ دپښتونخوادحکومت اؤ سوات دطالبانو ترمينځ په سيمه کې دشرعي نظام عدل پځايې کولو په تړون لاس ليکونه شوي دي. ددغه تړون په بنياد به په ټوله ملاکنډ سيمه کې شرعي محکمې يا عدالتونه جوړولى شي اؤټولې پريکړې به دقران اؤ سنت په رڼا کې کولى شي خوطالبان وايي که حکومت خپله ژمنه پوره نکړه نوهغوئ به يوځل به ټوپک ته لاس کړي خپل وسله وال مقاومت ته به دوام ورکړي. له دې وړاندې هم په قبائيلي سيمو اؤ سوات کې دحکومت لخوا دتندلارو سره دغه رقم لوظنامې ترسره شوې وې چې نړيوالې ټولنې په هغې سخت ټکونه کړي وؤ اؤ تور يې لگولى ؤ ددغو تړونونو مقصد تندروه وسله والو ته دترهه گريزو فعاليتونو دپاره لاره ورکول دي.
نن په پيښور کې د پښتونخوا دصوبی وزيراعلي امير حيدر خان هوتي په مشرۍ يوه درنه جرگه وشوه چې پکې دملاکنډ سيمې دغيرفعاله کړل شوي مذهبي ډلې تحريک نفاذ شريعت محمدي استازو ، دملاکنډ څخه ټولو پارلماني غړو، صوبايي وزيرانو، اؤ له ١٥ؤ څخه د زياتو سياسي گوندونو مشرانو اؤ استازو برخه واخسته. په دغه غونډه کې په سوات کې دامن دټينگښت دپاره دشرعي نظام عدل ٢� � ٩ء دپځايې کولو په لړ کې په بيلا بيلو وړانديزونو دغور اؤ اوږدو خبرو څخه وروسته دواړو خواؤ په يو تړون لاس ليک وکړو. وروسته دمطبوعاتي کانفرنس په مهال وزيراعلي امير حيدر خان هوتي دتړون په هکله خبريالانو ته جزئيات ورکړل اؤ وې ويل صوبايي حکومت چې دطالبانو سره کوم تړون کړى دى هغه دپاکستان د١٩٧٣يم داساسي قانون لاندې دى اؤ په دې هکله هيچا ته دانديښنو کولو ضرورت نشته. دهغۀ وينا وه پاکستاني ځواکونه به له دې وروسته په سوات کې عمليات نۀ کوي خو کۀ چرې ددوهم لوري څخه بريد وشو نو ځواب به يې ارو مرو ورکوي. نوموړي وويل دا لمړى ځل نۀ دى چې حکومت په سوات کې دشرعي نظام عدل پځايې کولو دپاره گام اخلي بلکې له دې وړاندې هم په کال ١٩٩٤ء اؤ بيا دهغې راپديخوا په ١٩٩٩ء کې هم دغه رقم شرعي نظام عدل دحکومت لخوا منل شوى ؤ خو وروسته په هغې عمل ونۀ کړل شو. دوزيراعلي وينا وه په شرعي نظام دعمل نۀ کيدلو په وجه په خلکو کې دې تاثر وده وموندله چې گنې حکومت هغوي تيرباسي اؤهم داپه سيمه کې دبدامنۍ لامل وگرځيدو. حيدر هوتي زياته کړه په ملاکنډ کې شريعت پځايې کول ددغه ځايې داولس يوه داسې روا غوښتنه وه چې دپاکستان اساسي قانون يې اجازه ورکوي ځکه نو حکومت په سوات کې دامن پځايې کولو دپاره دغه غوښتنې ته دعملي جامې وراغوستو پريکړه وکړه.
هغۀ وويل دواړو خواؤ په دې خبره موافقه کړې ده چې کله په سوات کې بشپړ امن پځايې شي، دقانون واکمني ټينگه اؤ په امنيتي ځواکونو بريدونه ختم شي نو له هغې وروسته به حکومت دغلته شرعي نظام پځايې کوي. ديوې پوښتنې په ځواب کې وزيراعلي وويل حکومت چې په ملاکنډ کې کوم شرعي عدالتونه پرانيزي دهغې موازنه دطالبانو دعدالتونو سره نۀ شي کيدلى بلکې په دغو عدالتونو کې به هم هاغه قاضيان ناست وي کوم چې دپاکستان په نورو عدالتونوکې ناست دي نوموړي وويل په ملاکنډ کې يې دشرعي نظام پځايې کولو لپاره دمرکزي حکومت ، جمهوررئيس اؤ ټولو خواؤ کلک ملاتړ ترلاسه کړى دى اؤ هيله مند دى چې ددې گام له امله به سوات کې بدامنۍ ته دپايې ټکى کيښودل اؤ وضعيت به عادي شي. وزيراعلي وويل دغه تړون دچا په فشارنۀ دى شوى اؤ نظام عدل کې دټولو گوندونو سره صلاح مشوره شوې وه. بل لوري ته دسوات دطالبانودغورځنگ وياندحاجي مسلم خان ددغه تړون په هکله ډيوه راډيو سره په يوه مرکه کې وويل دسوات طالبان حکومت سره په شوي تړون خوشحاله دي اؤ دخپل مشر مولانا صوفي محمد لخوا دترسره شوي تړون درناوى به کوي. هغه وويل له دې وړاندې هم حکومت دغه رقم لوظنامې کړې وې خو بيا يې ترسره نۀ کړې اؤ کۀ چرې دا ځل حکومت دخپلې ژمنې څخه په شا شو نو بيا دې طالبانو څخه هم دمرستې هيله نۀ کوي. نوموړي وويل دسوات خلک اؤ طالبان په سيمه کې شرعي نظام غواړي اؤ کۀ حکومت يې دغه غوښتنه پوره کوي نو طالبان ورته هرکلى وايي خو کۀ چرې حکومت طالبانو ته لکه دتيرکله پشان ددوکې ورکولو هڅه وکړه نو طالبان به هم بيرته ټوپک ته لاس کړي اؤ دمقاومت سنگر به تود وساتي. د يادوني وړ ده چې د سيمي زياتره سياستوال او دژوند د نورو برخو سره تړلي خلك له دې كار سره مخالف دي او نظر لري چې دمولانا صوفي محمداو پښتونخوا ايالتي واكمنو تر منځ به دا پرېكړه د دې سبب وګرځي چې په قبايلي سيمو كې وسله وال لا پسې قوي او د سيمې د خلكو په وړاندي يو ستر ګواښ ورګرځي
By Shaheen Buneri PESHAWAR: Grand Peace Jirga of political and religious leadership in Pakistan´s North West Frontier Province (NWFP) have approved implementation of Nizam-e-Adal Regulation in the conflict-ridden Malakand region of the province here on Monday. After deliberation on different aspects of the proposed Sharia Law the North West Frontier Province (NWFP) government and Tahrik-e-Nifaz Shariat Muhammadi (TNSM) have signed an accord under which Nizam-e-Adal Regulation will be enforced in all districts of the Malakand Region including Kohistan district and some parts of Hazara Division. Apart from provincial heads of different political and religious groups a 30-member delegation of TNSM attended the Grand Peace Jirga. Jamat-e-Islami who earlier ruled NWFP and facilitated deployment of forces in Swat valley refused to participate in the peace gathering. After the Jirga, NWFP Chief Minister, Amir Haider Khan Hoti told the media that his government had been in contact wiith both the federal government and Maulana Sufi Muhammad, chief of TNSM for the last few months for the enforcement of Sharai (Islamic judicial system). “Enforcement of Nizam-e-Adal Regulation is a historic moment and from here we will go ahead to restore peace to the conflict-stricken Swat valley”, he remakred.
The Chief Minister said that the enforcment of Sharia was a long standing demand of the people of the area and the regulation would help restore peace to Swat valley and adjoining districts. Sharing details about the Nizam-e-Adal Regulation, Mian Iftikhar Hussain, NWFP minister for information said that an agreement had been signed between NWFP government and TNSM Chief Maulana Sufi Muhammad. Under the regulation all laws against sharia will be abolished and sharia will be enforced in Malakand region. A bench of the Federal Shariat Court will decide on all civil and criminal cases in 4-6 months duration respectively,´´ he added. The regulation will mainly cover Malakand region consisting Swat, Buner, Dir Lower, Dir Upper, Malakand Agency and Shangla District. NWFP Chief Minister also hoped that after the enforcement of the Sharia militant groups would surrender their weapons and would play their role in bringing peace to the region adding that the government would pay compensation to the people affected by the conflict. He also urged the armed forces and security agencies to support the provincial government for resolution of the conflict and restoring peace to the area. Earlier NATO and US officials criticised Peace deals with militant organizations and feared that such deals can help the militants to re-group and intensify attacks against their forces in neighbouring Afghanistan. Bashir Bilour, NWFP Senior Minister says that the government has signed agreement with TNSM and not with Fazlullah´s militants. “We are implementing this regulation on the demands of the people . We want to isolate the militant groups who challenge writ of the government”, he explained. Meanwhile talking to media Pakistan Prime Minister, Yusuf Raza Gilani has said that the army would be pulled out, if peace restored in Swat. People in Swat have expressed their immense satisfaction over the finalization of accord between the Provincial government and TNSM. They came out of their houses in Mingora, Matta, Kabal and Charbagh areas and chanted slogans in favour of Sharia and demanded of both the government and the Taliban to continue with the peace process. Muslim Khan, spokesman of Taliban in Swat said that Taliban would extend all support to Maulana Sufi Muhammad and the provincial government for the enforcment of a true Islamic order. “If Maulana Sufi Muhammad has agreed to the Niazam-e-Adal Regulation we will also support it”, he told media in Swat, adding that to facilitate the peace process Taliban Shura has already announced 10-day ceasefire in the valley.
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته