(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طالبان په پاکستان قبضه کول غواړي

[14.Feb.2009 - 20:38] دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري وايي کۀ دطالبانو مخه نۀ وه نيول شوې نو هغوي په پلازمينه اسلام اباد قبضه کولى شوه اؤ هيچا به يې مخې ته بند نۀ وى وهلى. امريکايي تيليويزيوني چينل سره په مرکه کې هغه وويل دطالبانو زور سيوا کيږي اؤ هغوي اوس دپاکستان دبقاء اؤ سلامتۍ دپاره يو ګواښ جوړ شوى دى. جمهوررئيس وويل دطالبانو دفعاليت لمنه اوس دقبائيلي سيمو څخه وروسته تر پيښور اؤ سوات رسيدلې ده. جمهوررئيس دا هم وويل چې دتيرو وختونو حکومتونو دطالبانو په ضد زړۀ پورې ګامونه نۀ وؤ اخستي، همدغه لامل دى چې نن طالبان په پرانستو تڼو هر ځايې کې عملياتو ته پتون ټپوي. جمهوررئيس وويل هغه په دې حقيقت پوهيږي چې طالبان په پاکستان قبضه کول غواړي ، ځکه نو دهغه حکومت دطالبانو په ضد عمليات چټک کړي دي. ديوې پوښتنې په ځواب کې جمهوررئيس وويل مونږ دطالبانو په ضد جګړه دبل چا دخوشحالولو دپاره نۀ بلکې دپاکستان دبقاء دپاره کوؤ.اصف علي زرداري وويل دطالبانو په ضد عملياتو کې ورته دپوځ اؤ استخباراتو بشپړ ملاتړ ترلاسه دى. بلخوادامريکا په استخباراتي راپور کې ويل شوي دي چی د پښتونخوا په ايالت اؤ قبائيلي سيمو کې دپاکستان دحکومت واک ورځ تر ورځه کميږي. دامريکا داستخباراتو مشر ډينس بلئير کانگريس ته په ورکړل شوي خپل کلنيز راپور کې ويلي دي په قبائيلي سيمو کې دحکومت واک په ختميدو دى اؤ دافغانستان وضعيت تر هغې نۀ شي ښۀ کيدلى ترڅو چې دپاکستان حکومت افغانستان سره په لگيدلو پولو واک ترلاسه نۀ کړي. راپور کې ويل شوي دي دهند سره دتاؤتريخوالي دختمولو کيلي دپاکستان سره ده اؤ کۀ پاکستان دممبۍ په ترهه گريزو بريدونو کې دککړو ترهه گرو په ضد گامونه واخلي نو دغه تاؤتريخوالى له مينځه تللى شي. دراپور له مخې په افغانستان کې دطالبانو بريدونه تند شوي دي اؤ په ختيزو، قطبي اؤ شمالي سيمو کې دامنيت وضعه دوړاندې څخه ښۀ شوې ده. راپور کې زياته کړل شوې ده افغانستان کې دطالبانو دفعاليتونو لمن دلويديزو سيمو اؤ پلازمينې کابل پورې غزيدلې ده اؤ ښايي طالبان سږ کال کيدونکې دټولټاکنو پروسې ته هم زيان ورسوي. راپور وايي افغان حکومت په اولس کې دمحبوبيت پيدا کولوپه اړوند دناکامۍ سره مخ دى چې له دې امله دطالبانو اؤ جنگ سالارانو اثراؤ نفوذ سيوا شوى دى. دراپور له مخې القاعده کۀ هر څوغيرموثر شوې ده خو اوس هم په لويديځ دبريدونو کولو پلانونه جوړوي. «ډیوه» کونړ، نعمت الله کریاب (بی بی سی): په سوېل ختيځو ولايتونو کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر ويلي چې ولسوال بديع الزمان صبرى نن سهار(شنبې د فبروري١٤ مه) د سړک د غاړې يوه بم د چاودنې له امله هغه مهال ووژل شو چې د خپل دفتر پر لوري روان و. رپوټونه وايي چې له ده سره دوه نور کسان هم ټپيان شوي دي. طالبانو ددغه بريد مسئوليت پر غاړه اخيستى او ادعا يې کړې چې د نوموړي دوه ساتونکي يې هم وژلي دي. په ختيځ ولايت کنړ کې بيا طالبانو امريکايانو ته د جاسوسۍ په تور يو کس د ائتلافي ځواکونو پوځي اډې ته نژدې وژلى دى. سيمه ييزو چارواکو ددغه کس وژنه تائيد کړې ده خو دا يې نه دي ويلي چې ريښتيا يې هم امريکايي ځواکونو ته کار کاوه که نه؟ هاخوا په سويلي کندهار ولايت کې يوې چاودنې څلور پوليس وژلي دي. د کندهار ولايت امنيه قوماندان له خبريالانو سره په خبرو کې ويلي چې ياد شوي څلور تنه په ډنډ ولسوالۍ کې د سړک غاړې يوه بم د چاودنې له امله وژل شوي دي. په غزني ولايت کې بيا چارواکو د دوه نيم زره کيلوگرامه تروتيل ډوله چاودېدونکو توکو د نيولو خبر ورکړى دى. ددغه ولايت امنيتي چارواکون ويلي چې د پېښې په تړاو يې څوک نه دي نيولي خو په دې اړه پلټنې روانې دي. په عين حال کې د فراه ولايت پوليس وايي چې پنځه غله او دوه سړي تښتوونکي يې د يولړ عملياتو په ترڅ کې نيولي دي. د امنيتي چارواکو په وينا په پېښه کې يو غل وژل شوى او يوه مور او لور د سړي تښتوونکو له منگولو ژوندۍ ژغورل شوې دي. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته