(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په سوات دايمنسټي انټرنیشنل په انديښنه، جمهوررئيس غونډه را وبلله

[13.Feb.2009 - 23:20] دبشري حقونو د بخښنې نړيوال سازمان يا ايمنسټي انټر نيشنل دپښتونخوا په ناقراره سيمه سوات کې دامن وامان پر وضعيت دانديښنې څرگندولو په ترڅ کې دپاکستان دحکومت څخه غوښتنه کړې ده چې دسوات اوسيدونکو ته دې تحفظ ورکړل شي. دا په داسې حال کې ده چې هم نن دجمعې په ورځ دسوات د مټې تحصيل په بيدرده سيمه کې په يو کور دمارټر گولې پريوتو له امله څلور کسان وژل شوي اؤ يوه ماشومه ژوبل شوې ده. دسرښار مينگورې په گډون پر مهمو لويو لاروکرفيو کې دنرمښت راوستلو داعلان څخه وروسته خلکو يو ځل بيا کډې بارول پيل کړي دي. په واشنگټن کې دايمنسټي انټر نيشنل دايشيا پيسفک دستر دفتر څخه جاري شوي بيان کې ويلى شوي دي په سوات کې تير کال داړي گړي پيښو په مهال له 1200ؤ څخه زيات عام وگړي وژل شوي اؤ له دوؤ څخه نيولې پينځوؤ لکو پورې خلک بې کوره شوي دي. بيان کې ويلى شوي دي چې جگړه کې ځايې خلک زيات اغيزمن کيږي. په سوات کې دمهمو لارو دبنديدو، خوراکي موادو دکموت،د گاډو دنشتوالي ، دباران دورښت اؤ سختې يخنۍ له امله کډه وال دپريشانۍ اؤ انديښنو سره مخ دي. دامنيتي ځواکونو لخوا هم دجنگيالو په ضد عمليات دوام لري اؤ دمټې تحصيل، خوازه خيلې اؤ چارباغ په برنيو سيمو کې دتندلارو په سنگرونو دبيگاه راهسې په دمې دمې سره گوله باري دوام لري خو دځاني مرگ ژوبلې په هکله دقيق معلومات نۀ دي ترلاسه شوي. بل لوري نن دجمعې په ورځ دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني جمهوررئيس اصف علي زرداري سره ليدلي اؤ ورته يې په سوات اؤ قبائيلي سيمو کې دروانو پوځي عملياتو په اړوند احوال تير کړى دى. همدغه راز دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري نن دسوات اؤ قبائيلي سيمو په هکله دلوړې کچې يوه غونډه هم رابللې ده چې په کې به ددغو سيمو پر وضعيت غور کولى شي - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته