(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکابل ځانمرګي بريدونو کې 26 کسان وژل شوي دي

[11.Feb.2009 - 20:29] 11.02.2009:دافغانستان پلازمينې کابل کې دجمهوررئيس دماڼۍ سره نزدې په ځانمرګي بريدونو اؤ ډزو کې 26 کسان وژل شوي اؤ ګڼ نور ژوبل شوي دي. سرچينې وايي د منځنئ ( شورو یا چارشنبی) په ورځ په کابل کې څو تنه ځانمرګي دمحبسونو رياست ته ننوتل اؤ ځان پسې چاؤديدونکو موادو ته يې انفجار ورکړو چې له امله يې لږ ترلږه 26 کسان وژل شوي اؤ50خواؤشا ژوبل شوي دي. همدغه راز يو ځانمرګي بريدکوونکى دعدليې وزارت ته ننوتلو اؤدانصاف (عدلیه)دوزير سرور دانش په ګډون يې ددغه وزارت ګڼ کسان يرغمل ونيول خو وروسته امنيتي ځواکونو ادعا وکړه چې يرغمل نيول شوى افغان وزير اؤ نور مامورين يې دځان وژونکي دپنجې څخه خلاص کړي اؤ بريد کوونکى يې وژلى دى. ديو عيني شاهد وينا ده په دغه ودانۍ کې دوه ځانمرګي بريدونه شوي دي. ازادې سرچينې وايي په دغو پيښو کې دګڼو دولتي مامورينو په ګډون ټول 23 کسان وژل شوي خو کومې دولتي سرچينې دغه ادعا نۀ ده تصديق کړې. همدغه راز دجمهوررئيس دماڼۍ سره نزدې دجنګيالو اؤ امنيتي ځواکونو ترمينځه په نښته کې دوه کسان وژل شوي اؤ ګڼ نور ژوبل شوي دي. دافغانستان دطالبانو دغورځنګ وياند ذبيح الله مجاهد دتيلي فون په ليکه خبري رسنيو ته ددغه ځانمرګو بريدونو پړه په غاړه اخستې اؤ ويلي يې دي هغوي دغه بريدونه دطالب بنديانو سره دکيدونکي ناوړه چلند په غبرګون کې کړي دي. طالب وياند وويل دبريدونو لپاره دکابل ښار ته 16 ځان وژونکي ننوتلي چې دعدليې په وزارت اؤ دمحبسونو په رياست کې يې هم ځانونه الوځولي دي. هغه ادعا وکړه په ځانمرګي بريدونو کې اوښتې مرګ ژوبله دهاغې شميرې څخه ډيره لوړه ده چې چارواکي يې ښايي. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته