(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ګل پاچا الفت د زوکړې سلمه کليزه ونمانځل شوه

[09.Feb.2009 - 20:23] دوشنبه، دوه نئ (ګل) ٩/� ٢/٢� � ٩ مهترلام: د لغمان ولايت د اطلاعاتو کولتور د رياست په نوښت په نوموړي ولايت کې د نامتو ټولنپوه شاعر او ليکوال ګل پاچا الفت د زوکړې سلمه کليزه د يوې پرتمينې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه . غونډې ته له کابل څخه د اطلاعاتو کولتور وزير عبدالکريم خرم ، د اطلاعاتو کولتور د وزارت د ځوانانو د چارو مرستيال ظاهر غوث ، د نوموړي وزارت د بهرنيو اړيکو مشاور زردشت شمس ، د اطلاعاتو کولتور د وزارت اداري مرستيال نجيب منلى ،د لغمان والي لطف الله مشعل، د کونړ والي فضل واحد وحيدي، د ننگرهار د اطلاعاتو کولتور رييس اورنګ صميم او د ختيځ زون يو شمېر ژورناليستانو برخه واخيستې وه.د غونډې په لومړۍ برخه کې يو شمېر پيغامونه ولوستل شول د غونډې څخه وروسته د اطلاعاتو کولتور وزير عبدالکريم خرم ، د کونړ والي فضل واحد وحيدي او د لغمان والي لطف الله مشعل د مهترلام ښار يو څلور لارى، چې د (ګل پاچا الفت) په نوم نومول شوى و. د پټۍ د پريکولو په ترڅ کې پرانستل شو بيا د غونډې لوړ پوړې ميلمانه د گل پاچا الفت مزار ته ورغلل او دغه مزار،چې په نوې بڼه جوړ شوى و پرانست د گلونو گيډۍ يې پرې کېښودې . د لغمان د کرنې د رييس محمد اسماعيل دولتزي له خوا ورکول شوي نيالگي د گل پاچا الفت د مزار په چاپير يال کې د اطلاعاتو کولتور د وزير عبدالکريم خرم، د لغمان د والي لطف الله مشعل ،د لغمان د اطلاعاتو کولتور د رييس عبدالوکيل اټک او نورو لوړ پوړو چارواکو په لاس وکرل شول . ګل پاچا الفت په ۱۲۸۸ هجرى لمريز كال كې دلغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ د عزيز خان كڅ د سيمى په يوه روحا ني او روښانفكرى كورنى كې و زيږيد . دى په خپل وخت كې داد ب د استادا نو له جملى څخه ؤ او دده د ليكنى او روزنى څرنګوالى د هيواد دتاريخ په ادب كې ډير لوړ شميرل كيږي . دى دپښتو ټولنى د تحقيقا تى او علمى مو سسى د جوړونكو او مخكښا نو څخه ؤ او په بيلا بيلو دولتى پوستونو کی دنده تر سره کړی دی چی له دى جملى څخه د انيس او اصلا ح په ورځپاڼو دقرغيو د ولسوال ، دقبايلو د خپلوا ك لوى رئيس او په پارلمان كې د خلكو د استا زي په تو ګه دندى تر سره كړي دى . دى ۳۲ اثاره لرى .غوره نثرو نه ، د ليكوالۍفن ، د زړه وينا ، لوړ خيالونه او ژور فكرو نه اوغوره اشعار دده د اثارو له جملى څخه دي . د هيواد دغه نو ميا لى شا عر او استاد الفت له نن څخه یودېرش کاله پخوا وفات شو. - فضل قادر انډيوال
بېرته شاته