(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دPSDP او PKTله خوا په کولن کی علمی سمینار جوړ شو

[02.Feb.2009 - 22:14] 02.02.2009:کولن، جرمنی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPashtoons Social Democratic Party (PSDP) او د پښتنو کولتوری ټولنی (PKT)،له خواد 2009 ع کال دجنورئ دمیاشتی په یودیرشمه نېټه د خالی (شنبی) په ورځ د جرمنی د کلن په ښار کې یو علمی سمینار جوړ شو. په سمینار کی د ( PSDP )د مشر انود جرګی د ځنی غړو سربیره د هيواد یو شمیر سیاسی کارپوهانو او ټولنیزو ، سړیتوبونو(شخصیتونو) ګډون کړی ؤ. سمینار د مازیګر په څلور نیمو بجو دښاغلی انجنیر شاځلمی له خوا د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شو. د PSDP دوهم مرستیال او د پښتنو کولتوری ټولنی مشر ښاغلی محمد شیرین ګردیوال د سمینار اجندا ګډون کونکو ته واوروله. ورپسی دPSDP جنرال سیکرټری هدایت الله خان بنګش راغلو میلمنو ته د هرکلی وو یلو اوښاغلی محمد شیرین ګردیوال په المانی میډیا کی د پښتنو په هکله په تازه ورکړی شوی ځنی رپوټو رڼا واچو له، لدی ورسته ښاغلی شیراغا حرکت خپله پنډ مقاله
افغان ملي او پښتني قومي وحدت په سيمه کي دسولي ضامن دي
» تر سرلیک لاندی ولوستله، بیا دPSDP لومړی مرستیال او دګوند سرپرست تاریخپوه علی خان محسود «پښتانه او عدم تشدد» تر سرلیک لاندی خپله مقاله ولوستله او لدی وروسته لږه دمه وشوه د دمی وروسته ښاغلی محمد عثمان عمر دخپلی مقالی لنډیز حاضرینو ته وړاندی کړ لدی وروسته ښاغلی انجنیر شاځلمی د هغه پوښتنو په هکله خپل نظر وړاندی کړ کوم چی په تیر شوی سمینار کی وړاندی شوی ؤ. همدا راز د هری مقالی او وینا په پای کی پنځلس دقیقی وخت تپوسونو اوځوابونوته هم ورکړل شوی ؤ ښاغلی نصیر ستوری د لندن ، هیډرزفیلډ او مانچستر د ملګرو رالیږل شوی پیغام ولوست .او ښاغلی نسیم ستوری خپل شعر حاضرینو ته واوروه په پای کی ګډونکونکو دلر او بر پښتنو او افغانستان او سنی او راتلونکی سیاسی کړکیچنوحالاتو او ددی سمینار په مقالو او ویناؤ رڼا واچوله اوخپل نظریات ئی وړاندی کړل پدی برخه کی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) د فرانکفورت د څانګی مشر ښاغلی لالااقبال او ښاغلی نصیر خان، ښاغلی ډګروال تاج محمد حبیب، ښاغلی انجنیر سید رحمان رحمانی ، ا و نورو ګډونوالو دخپلو خپلو نظرنو څرګندونې وکړی ، دپښتنو /افغانانو په قامی یووالی او ورورولئ ئی زور واچاوه . د سمینار په پای کی ښاغلی محمد شیرین ګردیوال وویل چی د 2009 ع کال د جولای د میاشتی په څلورمه نیټه به ددی سمینار په دوام یو بل سمینارهم جوړ کړو.سمینار د شپی په نهه نیموبجو پای ته ورسید.
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته