(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قيصه زما د ادبي ژوند او د ژوند چغه

[07.Mar.2006 - 16:52] "قيصه زما د ادبي ژوند" د پښتو ژبې د ستر ليکوال، شاعر، اديب، پوهان او ملتپال سياستپوه محترم اجمل خټک د ياداښتونو کتاب دى چې لومړۍ برخه يې تازه له چاپه راوتلې ده. دا کتاب چې په پنځه سوه او نوي مخونو خور او څلورو دورونو، يوه ضميمه او يو مضمون مشتمل دى د ډېر زيات ارزښت وړ په دې دى چې محترم اجمل خټک د دې سيمې په سياسي او ادبي چارو کې ډېر فعال رول لوبولى دى او پرته له تجربې، مشاهدې او مطالعې ځينې داسې پټ رازونه هم ورته معلوم دي چې ډېرو خلکو ته نۀ دي معلوم. هغه د قامي مشرانو نه نيولې تر لويو سياستمدارانو، پوځي شخصياتو او نامتو شاعرانو او اديبانو سره نژدې پاتې شوى دى او پخپله يې هم د سياست او ادب په ډګر کې د ځانګړو لارو رهبري کړې ده. لدې امله د ښاغلي اجمل خټک د ياداښتونو دا کتاب هم لکه د هغوى د نورو کتابونو په څېر يو ډېر ارزښتمند اثر دى چې د ادب مينه وال به ډېره ګټه ځينې واخلي. د کتاب په دې لومړۍ برخه کې د ګڼ شمېر پښتنو ليکوالو، پوهانو او شاعرانو پېژندګلو ورکړى شوې دي او د هغوى د ادبي هلو ځلو په هکله يې خپل ياداښتونه پکې راغونډ کړي دي چې په منځ منځ کې يې تاريخي او ناياب انځورونه هم ورسره زيات شوي دي. د دې کتاب د چاپ چارې رياض بک ايجنسي کالج روډ تحصيل بازار چارسده ترسره کړې دي، اهتمام يې وريدخان رځړ کړى دى او بيه يې ١٩� روپۍ ده. سريزه يې ښاغلي اجمل خټک پخپله او د ښاغلي اجمل خټک په هکله يوه ليکنه وريد خان کړې ده. د کتاب په شا د محترم اجمل خټک د کتابونو د ورکړاى شوي فهرست څخه څرګندېږي چې هغوى په همدې ډول د سياسي ژوند ياداښتونه هم ليکي چې دا به هم يو ډېر ارزښتمند اثر وي. "د ژوند چغه" د محترم اجمل خټک د شعرونو يوه درنه ټولګه ده چې څو ورځې د مخه د يونيورسټي بک ايجنسي پېښور لخوا چاپ شوې ده. دا کتاب چې د اعلى معيار په سپين کاغذ او زړۀ راښکونکې سرپاڼه چاپ شوى دى، په پنځو برخو (١) نظمونه، (٢) غزلونه، (٣) رباعيات، (٤) ژوند او خوند او (٥) جلوه د جانان ويشلى شوى دى او په څلور نيمو سوو خواوشا مخونو خور دى. په دې کتاب کې د محترم اجمل خټک د ژوند په مختلفو وختونو او مختلفو ځايونو کې ليکل شوې شاعري راغونډه کړى شوې ده چې د هغوى د نورې شاعرۍ په څېر ژوندي لفظونه، زړۀ راښکونکى جوړښت، مسرت بخښونکى اهنګ او د جذبې تودوالى لري. د بېلګې په توګه دغه څو شعرونه يې ولولئ چې د ژونـد بېلابـېل رنګـونه لري:
خـــداى خــو هــر څــۀ راپــيـدا کــړۀ ښـــکلـي ښـــکلـي خـــو سـپــېـرۀ غـــــټــان يــې بــيـا کـــانـــدي نــــاولـــي د جـــــــــنــــت ښـــــائـــــســــت د دې دپـــاره نـــــۀ دى چـــــــې بــــه دا د هــــــوس ګــــوډي ورتـــه زغـــــلــي جــنــت هــــر چــــرتــه چــې دى زمــــا او ســـــــتـا دى چـــې مــــو زړۀ ورتــــه د ګـــل هـــــســې صــــفـــا دى .................................... مـلـنګ يـم خــو لـعلـونــو نـــۀ، خـــالــونــو پــســې ګــرځــم کــچکــول چــې ګــرځــوم نــو ديـــدنــونـــو پــسې ګــرځــم د کلــي خــلـکـــو! مــا لـــــېــونــى مــۀ بــولــئ مــئـيـن يــم صـــحــرا کــې د لــــــيــلا پــه ديـــدنــــونــو پــسې ګــرځـم اوس هم پــکــې د مـاتـــو بــنګــړو نــښــې نـــښانــې شـــتـه دا ځـــکــه خــو پـــه شــــاړو ګــــودرونـــو پـــسـې ګـرځــم دا کتاب چې د همدې کال د فبروروي په مياشت کې چاپ شوى د پروف او ترتيب چارې يې محمد زبير حسرت ترسره کړي او کمپوزنګ يې ذيشان شاهد کړى دى. بيه يې ١٥� روپۍ ده. دا کتاب يوه د کمپوز ښکاره غلطي لري چې د کتاب نوم "د ژوند چغه" دى خو د ټول کتاب د هر مخ په سر (Header) باندې د کتاب نوم "د وخت چغه" ليکل شوى دى. مينه وال دا دواړه کتابونه د هر لوي کتاب پلورنځي څخه ترلاسه کولاى شي.
حال دا دی
- عبدالهادي حيران
بېرته شاته