(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په سوات د طالبان واکمنی اونننیونښتو کې ٤� کسان وژل شوي

[01.Feb.2009 - 21:36] 01.02.2009:په سوات کې دامنيتي ځواکونو اؤ ځايې طالبانو ترمينځه نښتو اؤ ګولۍ بارۍ کې لږ ترلږه ٤� کسان وژل شوي اؤ په لسګونو نور ژوبل شوي دي. دسرچينو له مخې نن په ۱/فبرورئ ۲۰۰۸ نیټه داتوار په ورځ امنيتي ځواکونو په چارباغ سيمه کې دځايې تندلارو په پټن ځائيونو اؤ سنګرونو دهيلي کاپټرو دلارې ګولۍ ورولي دي چې پکې ځينې ګولې دعامو خلکو په کورونو هم لګيدلي اؤ مرګ ژوبله يې وراړولې ده دمرګ ژوبلې په دغه ويرژنه فضاء کې دسوات دچارباغ دسلوبخت پلو سيمې څخه د٢١ؤ کسانو اؤ دمنګلورسيمې څخه د٥ؤ کسانو مړي ترلاسه شوي دي ځايې اوسيدونکو ډيوه راډيو ته وويل ګمان کيږي دغه خلک دامنيتي ځواکونو لخوا وژل شوي دي، خو په سوات کې دپاکستاني پوځ مشر ميجر فاروق په دغه هکله مطبوعاتو سره دخبرو څخه ډډه کوي. په چارباغ سيمه کې ٢ روغتيايي کارمندان هاغه وخت دډزو لاندې راغلل اؤ ووژل شول چې په نښتو کې دوژل شوؤ اؤ ژوبل شوؤ کسانو روغتون ته درسولو دپاره يې ايمبولانس اودرولى ؤ همدغه شان درحيم اباد پوليس تاڼې يو سپاهي هم دنامعلومو کسانو په ډزو وژل شوىدى. په کوړک ، چارباغ اؤ اله اباد سيمو کې دپوځي هيلي کاپټرو لخوا شوې ګوله بارۍ کې ٢٢ کسان ژوبل شوي هم دي. نن داتوار په ورځ دذکر شوؤ سيمو څخه دزرګونو په شمير کورنيو په داسې حال کې خوندي سيمو ته دسرپناه وړلو لپاره هڅه کوله چې په ژړا ژړا کې يې ويل هغوي څخه مړي اؤ زخميان په کورونو کې دننه پاتې شوي اؤ دخپلو نورو ژوندو انسانانو دژغورنې په هڅه کې دي. ډيوه راډيو چې کله دسيمې دوضعيت معلومولو په هکله دپوځ دسيمه ييز مشر ميجر فاروق سره په دغه هکله تماس ونيولو نو هغه دخبرو کولو څخه ډډه وکړه. دتيرو پينځوؤ ورځو څخه پوځي عملياتو کې دچټکتيا راتللو څخه وروسته په کورونو دګولو پريوتو له امله تراوسه شاوخوا ٨� کسان وژل شوي دي. په سوات کې دځايې طالبانو وياند حاجي مسلم خان ډيوه راډيو سره په خبرو کې وويل پاکستاني پوځيانو ټول په ټوله ملکي بې ګناه وګړي چې پکې ښځې اؤ ماشومان هم شامل دي وژلي دي اؤ طالبانو ته په دغه ګوله بارۍ کې هيڅ رقم زيان نۀ دى رسيدلى. دطالب وياند وينا ده طالبان په سيمه کې دامن پلوي دي اؤ ددغه غرض دپاره يې دحکومت سره دامن تړونونه هم کړي وؤ خو حکومت اؤ پوځ نۀ غواړي چې په سيمه کې امن ټينګ شي اؤ دامن تړونونه هم هغوي مات کړي دي. حاجي مسلم خان وويل په امريکا کې دنوي حکومت دراتګ څخه وروسته پاکستان ته شرط ايښودل شوى ؤ چې ورته به مرستې دطالبانو په ضد عملياتو کې دبرياليتوب ترلاسه کولو له امله ورکول کيږي اؤ اوس چې کوم بې ګناه خلک وژل کيږي نو دپاکستان حکومت امريکا څخه ددغه مړو په سر مرستې اخستل غواړي. هغه وويل طالبان هم ددې خاورې بچي دي ، دلته امن ، سوکالي اؤ ارامتيا غواړي اؤ يواځينۍ غوښتنه يې په سيمه کې دشريعت پځايې کيدل دي، خو کۀ حکومت شريعت نۀ پځايې کوي اؤ امريکا خو شحالول غواړي نو طالبان به جهاد ته دوام ورکړي. همداشان د کبل په تحصيل کې د څلور طالب جنګیالو په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي. دسرچينو له مخې دسوات کبل تحصيل په ډهيرۍ سيمه کې دامنيتي ځواکونو اؤ جنګيالو ترمينځ ډزو کې څلور تندلاري اؤ یو اولسي وګړى وژل شوي دي. هم په دغه سيمه کې په يو کور دګولې لګيدلو له امله يو تن مړ اؤ ښځه ژوبل شوې ده. په کبل کې دجنګيالو راکټي بريد له امله درې عسکر هم ژوبل شوي دي. امنيتي ځواکونو په کبل کې دجنګيالو په سنګرونو دهيلي کاپټرو څخه ګوله باري کړې اؤ دهغوي تر ولکې لاندې عدالت ودانۍ يې ړنګه کړې ده. طالبان دغه عدالتونو ته ځايې خلک غواړي اؤ دهغوي په هکله پريکړې کوي. په سيمه کې دخورې ناقرارۍ له امله دسوات چارباغ، خوازه خيله اؤ مټه روډ دتګ راتګ لپاره تړل شوى دى. همدغه راز دسوات ډهيرۍ اؤ چارباغ سيمو کې دتندلارو پر ضد دامنيتي ځواکونو عمليات دوام لري اؤ پوځيان په دغو سيمو کې پرله پسې پرمختګ کوي. دسرچينو له مخې دپاکستاني پوځ دسرلښکر جنرال کياني دسوات ددورې څخه وروسته په دغه سيمه کې دميشته وؤ جنګيالو په ضد پوځيانو پخپلو عملياتو کې چټکتيا راوستې اؤ ځايې خلک دسيمې څخه کډې وړي. بلخوا د بی بی سی د رپوټونوله مخی د سوات په درې طالبان خپله واکمني ټينګوي، ښوونځي سوځوي او خپل مخالفين وژني . په تېرو اتلسو مياشتو کې وسله والو طالبانو په سوات کې نژدې 200دوه سوه ښوونځي وران کړي دي چې ډېر يې د نجونو دي . دوه اوونۍ وړاندې تر ٧ کلنۍ پورته ټولې نجونې ښوونځيوته له تلو منع کړى شوې چې دا په دغه ارامه دره کې ښوونې او روزنې ته يوه بله ضربه بلل کېږي . په تيرو ٣ کلونو کې ډېر شيان بدل شوي . تقريبآ ټولو نجونو تعليم تر سره کاوه . دوى دندو ته تللې ،دوى هره يوه يا ډاکټره ، ښوونکې اويا روغتيايي کارکوونکې وه ،خو نن د طالبانو په واکمنۍ کې ټول ښوونځي تړلي او نجونې نور له کوره بهر نشي وتلى . د پاکستان په نورو سيمو کې د ښځو د حقونو فعالينو په دې اړه چيغې نارې پيل کړې دي . د سوات طالبانو د نجونو پر ښوونځيو له څه وخت راهيسې بريدونه کول، خو دغه کار د جولاى له مياشتې وروسته ډېر خطرناک شو چې د طالبانو او ولايتي ادارې ترمنځ د سولې تړون مات شو . د بي بي سي خبريال وايي هغه مهال چې تړون لاسليک شو له سواته يې ليدنه وکړه : د اوس په پرتله هغه مهال هيلې وي او نجونو داسې احساس کاو چې ليک لوست ته به د بيرته تلو لپاره حالات برابروي . له اسلامي ارزښتونو سره مخالفت خو ډېر په دې باور دي چې دسولې دغه تړون طالبانو ته د بيا منظمېدو چانس ورکړ . دوى په بېړه پياوړي شول اوپر هغويې بريدونه وکړل چې د دوى له تعبير سره سم به يې د تندلاري اسلامي د ارزښتونو مخالفت کاوه. اوس طالبان هره شپه د راډيويي خپرونوپه مټ خپل کنټرول پر خلکو زياتوي ،او هر څوک غوږ ورته نيسي ،ځکه چې دوى له دې لارې داسې فرمانونه صادروي چې بايد خلک يې عملي کړي او دارنګه د هغو کسانو نومونه اخلي چې سزا به ورکول شي . د دغه ډول چارو له کبله کېدى شي د ښوونځيو د نجونو غږونو بند شي خو لږ تر لږ ه يوې انجلئ د خپل نظر د څرګندولو لپاره يوه لاره موندلې . دغې نجلۍ يا مېرمنې له يوه نا معلوم ویبلاګ څخه د بي بي سي په ويب پاڼې باندې خپل نظرپريښى. «د شپې پر مهال يو ځل بيا طالبانو ښځو ته له کوره د وتلو په اړه خبردارى ورکړ. دوى په اف ام راډيو وويل چې درې غلو ته سبا سزا ورکول کيږي او که هرڅوک غواړي چې دا وويني نو راتلى شي . زه حيرانه شوم سره له دې چې موږ دومره ستونزې ګاللي ولې لا هم خلک ددغه ډول کارونو ليدلو ته ورځي اوولې پوځ دوى ددغه ډول کړنو مخه نه نيسي . ډير خلک همدا پوښتنه کوي ځکه چې ډيرپوځيان په دغه دره کې ځاى پرځاى شوې دې په داسې حال کې چې ډير نيوکې کيږي ، حکومت اعلان وکړ چې سر تيري به د زده کونکو ساتنه وکړي .ميرحضرخان بيجراني ددغي سيمې د ښونې وزير دى. موږبايد د خلکو ساتنه وکړو او موږ خپل مسوليتونه ښه پيژنو او تمه لرو چې که خدى کول موږ به دغه چاره تر سره او حالات به کنټرول کړو. خو لږ خلک پر دغو ژمنو باور کوي لکه په سوات کې د يو خصوصي ښوونځي پر مخ بيوونکى .هغه د خپل ښونځي له ورانيدو او پر کورنۍ يې له بريد وروسته سوات خوشي کړ . هغه تقريبا د ښونځي د بيا پرانيستو د تصميم په ګډون هرڅه له لاسه ورکړل . ترڅو چې طالبانو خلکو ته د ښونځيو د بيا پرانيستو فرمان نه وي صادرکړي موږ يوازې د سېمه ييز او ملي حکومت لخوا د اعلاميو په خپرولوسره ښونځي نشو پرانيستى . دا اعلاميې تر هغه د عملي کيدووړ نه دي چې يومناسب ګام پورته نشي. په سوات کې د ښونځيو د بيا فعاليدو په پرمهال هغه ويډيوي سندره خپره شوه چې د نجونو د زده کړې د حق د ترلاسه کيدولپاره ورته جشن نيول شوي وو . په دغه برخه کې منډې ترړې وهونکي هيله کوي چې محافظه کاره کلتور به بدل شي ،خو طالبان لا هم په خپلوپريکړو ټينګ ولاړ دي ، ولې د اوس لپاره په سوات کې دنجونو يو نسل له ښونې پاتې کيږي او دپا کستان په دغه برخه کې طالبان خپله واکمني نوره هم ټينګوي . - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته