(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په رسمي اسنادو کې د (سرحد) پر ځاى (پښتونخوا) وليکل شي.

[27.Jan.2009 - 11:04]

نوره واړه پښتونخوا په ځای پـرته ده دا یو زه دی زمانی پکی منصور کړم خوشال خان بابا
د ډيلي تخت هېرومه چي رايـــــاد کړم زما د ښکلي پښتونخوا د غــرو ســرونه احمد شاه بابا

پښتونخوا پــښتون فـــیصله وکړه دی کـــــی بـلــه نــه ځــائـــیــږی دا خاوره د پښتون به پـښـتونــخوا په نوم یادیــــــږی دا حق د هر یو قام دی چی په خپل نامه ئی ملک وی او ژبــه ئــی د مــلــک پــه دوتــرونــو کـــی چــلــیـــږی تر څو چی پښتانه او پښـتـونخـوا وی ویشـل شـوی نــو امــن مــنــطــقــه او پــه په نړئ کی نه ټـیـنګــیـږی د امــن لــه خــاطــره دا ویــش نــور نــه پاتــی کـیــږی دا واړه پــښــتــانــه پــه یــو مــرکــــز بـاندی ټولیـږی د وخـت دا تقاضا ده «ستوری»وائــی دا بــه کـیږی نـقـشه کـی د نـړئ د پـښـتـونـخـوا نوم لیکل کیږی کبیر ستوری

پېښور27.01.2009: د صوبائی حکومت په يوې خپرې شوې اعلاميه کې له ټولو دولتي ارګانونو څخه غوښتنه کړې، چې له دې وروسته دې په رسمي اسنادو کې د (سرحد) پر ځاى (پښتونخوا) وليکل شي او په دې ډول د (صوبه سرحد) نوم په رسمي توګه پر (پښتونخوا) بدل شو. دا د عوامي نيشنل ګوند ANPد انتخاباتي مبارزې د تګلارې لومړۍ خبره وه، چې که مونږ واک ته ورسيدو نو د( سرحد) نوم به پر (پښتونخوا) واړوه او د پاکستان د خلکو ګوند سره يې په حکومتي واک يې د ګډون لپاره د (سرحد) نوم پر (پښتونخوا) د اړولو شرط ايښى و، چې د خلکو د ګوند له خوا ولسمشر اصف زرداري او صدراعظم سيد يوسف ګيلاني ورسره منلې وه او په پاى کې دغه ژمنه يې پوره کړ. د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDP ټول پښتون قام ته، د پښتنو ټولو پیاوړو مشرانو او د پښتونخوا مئنانو ته ددی ستری او تاریخی پریکړی مبارکی وائی. دا پریکړه د لر او بر پښتنو د قامی وحدت په لور یو نیکمرغه ګام بولی او پدی سره د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند مرام او هدف یوه برخه تر سره شوه د پښتونخوا نوم دی ټولوته مبارک وی په درناوی - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته