(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مومند خپرندويه ټولنې په دې اونۍ کې تازه خپاره کړي

[25.Jan.2009 - 21:00] په جلال اباد کې دموند خپرندويه ټولنې په دې اونۍ کې دغه کتابونه تازه چاپ او خپاره کړي، ١- پرځان ويسا دانګليس ليکوال ډاکتر سمويل سمايلز ليکل شوي اثر دى چې هجرت الله (اختيار) بيا له اردو ژبې پښتو ته رااړولى دى،په کتاب کې درواني ناروغيو او په اړه يې دلارښوونو په باب په زړه پورې مطالب ليکل شوي چې لوستنه يې بې ګټې نه ده، ٢- دسبا وږمې دزرمحمد منصف شلګزيوال لومړۍ نعتيه ټولګه ده چې دريو ښاغلو استاد محمداصف صميم،لال پاچا ازمون او حيات الله ګهيځ پرې سريزي کښلي.کتاب ټول څه باندې سل مخونه لري او په زړه پورې نعتيه کلامونه پکې ځاې کړل شويدي، ٣-سترګې لکه پاڼې،شونډې لکه ګل دځوان شاعر نجيب الله نايل لومړۍ شعري ټولګه ده چې په زړه پورې غزلې ،او ټپه يزې مصرۍ پکې شته پر کتاب ښاغلو استاد فضل ولي ناګار،غفور ليوال،عطاالله حيران او سردار ولي څرک ليکل کړي دشعر مينه والو ته يې لوستنه بې ګټې نه ده، ٤-ارماګدون(دريمه نړيواله جګړه)داستاد امين محمد جمال الدين ليکل شوى اثر دى چې نجيب الله نايل پښتو کړى او استاد فضل ولي ناګار او بپرک مياخيل پرې سريزي کښلي ،ځينو ته په داپوښتنه راولاړيږي چې دريمه نړيواله جګړه خو لا پيښه شوې نده ،په دې ټولګه کې ددې جګړې دپيښيدو نښې او لاملونه په ګوته شوي چې لوستل يې خورا ارزښتمن دي، ٥-ښځه،مينه او ژوند دښاغلي شفيع الله تاند په زيار چمتو شوي دبيلابيلو ليکوالو ويناوې او طنزيه ليکنې دي چې دپورتني سرليک لاندې پښتو ته رااړول شويدي،کتاپ ډير په زړهپورې دى او که څوک غواړي چې په مينه او ژوند ځان پوه کړي نو ددې کتاپ لوستنه ورته ډيره اړينه ده، ٦-مسلمانه ښځه دډاکتر ذاکر نايک ليکل شوى اثر دى چې نصير مومند پښتوکړى او دادې په پنځم ځل هم چاپ شو، ٧- پر اسلام شوې نيوکې او دهغې څيړنيز ځوابونه دا هم دډاکتر نايک اثر دى چې شفيع الله تاند پښتو کړى او په دويم ځل هم له چاپه راووت، دموند خپرندويه ټولنې دلاچوپړ کولو په هيله بلال شينوارى- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته