(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د باچاخان په۲۱ مه کليزه د وزيراعلی اميرحېدرخان هوتي پیغام

[21.Jan.2009 - 18:59] : 21.01.2009د سترلارښود فخرافغان (فخر ایشیا) باچاخان بابا په ٢١ اؤ د رهبرتحريک خان عبدالولي خان په درېمه کليزه مونږ د خپل اولس سره دا لوظ کوو چې د پختونخوا صوبائي حکومت به د عوامي نېشنل پارټئ د رهبرئ اؤ مشرئ د سرپرستئ لاندې د خپل قام اؤ سيمې د امن اؤ پرمختګ لپاره د هيڅ قسمه قربانئ نه سر نه اړوي ـ
مونږ ټول د ستربابا باچاخان د عدم تشدد فلسفه د خپلې لارې مشال ګڼو اؤ دا مو پوخ يقين دی چې په دې سيمه صرف امن زمونږ د خوشحالئ اؤ ترقئ ضمانت ورکولی شي ـ بدامني ، وسله وال شورش اؤ اړی ګړی دچا په خېر تمام شوی دی ، نه به تمام شي اؤ د کشالو د حل يواځينئ لار د خبرو اترو اؤ جرګې مرکې ده ــ په ټوپک نه چا خپلې مسئلې هوارې کړي دي ، نه به ئې هوارې کړي ـ په دې هيله چې يوه ورځ به مونږ هم د سيال قامونو سره سيال شو اؤ د خپل مېنځه به دښمنئ ، تربګنئ اؤ نااتفاقئ لرې کړو اؤپه تعليمي ، معاشي اؤ مواصلاتي لارو به خپل اولس د ترقئ بام پله بوځو، زمونږ حکومت په دې حقله کوټلي ګامونو اخيستلو ته چمتو دی ولې حکومت د خپل قام نه دا تمه هم لري چې د قامي اؤ بېن الاقوامي حالاتو په رڼا کښې به د سوچ ، فکر ، حکمت اؤ زغم نه کار واخلي اؤ د ستر رهبر خان عبدالولي خان دا وصيت به د ځان سره خوندي ساتي چې لا به يو کيږو ګنې ورکيږو ـ مونږ د صوبې د حکومت واګي اخيستلو پروخت ډېر امېدونه او ارمانونه د ځان سره راوړي وو. د ټولو نه لوئی ارمان مو دلته امن قايمول وو او اوس هم دغه فکر لرو. مونږ د ډېرو مشکلاتو او ډېرو اندروني او بېروني مخالفتونو باوجود دوه امن معاهدې لاس ليک کړلې خو د دغسې اخلاص باوجود مونږ قسمت د اور لمبو ته وسپارلو. بيا هم مونږ نۀ دهمت لمن پرېښې ده او نۀ د صبر او زغم. ځکه چې مونږ د پښتنو د عظيم لارښود د عملي فلسفې عدم تشدد د سيوري لاندې پېدا شوي او لوئی شوي پښتانۀ يو. زمونږ يقين دی چې د دغې فلسفې او د مشرانو د دعاګانو په برکت به مونږ ډېر زر په خپلو نېکو خواهشاتو کښې کاميابي ومومو. ځکه چې خدائی غېرتي بادشاه دی د غېرتي خلقو او صبر کوونکو خلقو ملګرتيا کوي او مونږ هم د لوئی خدائی د رحم وکرم په امېد غواړو چې زمونږ د قام د مياندو خوئېندو د سترګو اوښکې وچې کړې شو. دا ډېر د افسوس او ارمان مقام او ځائی دی چې کوم رهنما باچاخان (چې د پښتنو فخر افغان دی) چې تقريباً يوه پېړۍ ئې د کوم قام او خاورې دپاره د عدم تشدد په فلسفه کار وکړو او عمل يې پرې وکړو او د امن تبليغ يې وکړو. نن د هغۀ وطن، قام او اولس د تشدد او بدامنۍ په يو داسې طوفان کښې ګېر دی چې زمونږ لرلي او راوړي ارمانونه ئې زمونږ په زړونو کښې غوټه کړي پرېښي دي. زمونږ ارمانونه د دې قام، د دې اولس تعمير او ترقي ده. مونږ به انشاءالله د باچاخان او ولي خان ياد د روايت په توګه نۀ بلکې د يو مقصد او دهغوي د روحونو سره د يو پښتون لوظ په توګه نمانځو. هغه لوظ به دا وي چې مونږ د هغوي د فکر وعمل په رڼا کښې او د هغوي د افکارو او ارمانونو په رڼا کښې دخدمت يو داسې مشال قائم کړو چې د هغوي روحونو ته پرې سکون ورسي. مونږ د پوره امېد او يقين او دعوې سره وايو چې مونږ پښتانۀ مسلمانان يو. نۀ مو د پښتو لمن پرېښې ده او نۀ د اسلام د اصولو لمن. ټولې لارې رڼې دي، مونږ د دغو رڼو لارو لاروي يو، خدائی پاک به مونږ له ضرور بری راکوي. د باچاخان او ولي خان د فکر و عمل لارې به هم رڼې ساتو. کور مو ودان اميرحېدرخان هوتي - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته