(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مومندايجنسي او هنګو کی درنه مرګ ژوبله

[11.Jan.2009 - 20:55] دسرچينو له مخې په مومند ايجنسۍ کې دصافي تحصيل دمامدګټ په مقام تيره شپه دغيرملکي جنګيالو په ګډون شاوخوا ٦� � ؤ وسله والو جنګيالو دپاکستان دپوځيانو په یوکيمپ اؤ پوسته يې بريد وکړوچې لۀ امله يې ٦دمليشې عسکر ووژل شول امنيتي ځواکونو په دغه مهال دجنګياليو په ضد عمليات پيل کړل چې له امله يې ٤� جنګيالي ووژل شول اؤ ګڼ شمير نور ژوبل شوي هم دي. سرچينې وايي دجنګياليوبريدکې٦عسکرهم ټپي شوي دي. سرچينې زياتوي دسوؤنوپه شميروسله وال طالبان دافغانستان څخه دبريدلپاره دپاکستان خاورې ته راواوختل اؤدلته يې دځايي طالبانوپه ملګرتيا په پاکستاني عسکروددرنووسلوپه کارولوسره بريد وکړو. همدغه راز جنګيالو دمهمندايجنسۍ دلکړو پر امنيتي پوسته هم بريد کړى چې له امله يې ٥ پوځيان وژل شوي دي. دپاکستاني پوځيانو په ضد په دې وروستيو کې دغه تر ټولو لويې بريد ګڼل کيږي. ددغو جنګيالو اؤ عسکرو ترمينځ تر زياته وخته جګړه روانه وه اؤ دډزو دتبادلې وروسته هغوي په تيښته کې بريالي شول. په سيمه کې دامنيتي ځواکونو لخوا دجنګيالو په سنګرونو په دمې دمې سره ګوله باري هم دوام شوې ده. دسرچينو وينا ده چې دبيګاه شپې په عملياتو کې يو څه غيرملکيان هم پوځيانو نيولي اؤدپلټنو لپاره يې نامعلوم ځايې ته يې وړلي دي. دايف سي لخواد جاري شوي بيان له مخې مامد ګټ سيمه کې ٦� � ؤ ځاې اؤ غيرملکي تندلارو بريد وکړو چې له دې وروسته امنيتي ځواکونو ځوابي عمليات پيل کړل. دمليشه ځواکونو له مخې ددغه جګړې په مهال ګڼو تندلارو وسلې وغورځولې اؤ ځانونه يې امنيتي ځواکونو ته وسپارل.. بل لوري ته دمومند ايجنسۍ سره په پوله پرته دباجوړ قبائيلي سيمه کې تندلارو جنګيالو دايجنسۍ دمرکزخار څخه ١٩ کسان دحکومت دملاتړ په تور تښتولي اؤ په هغوي کې يې د٤ؤ څخه غوږونه غوڅ کړي دي. سرچينې وايي طالبانو دغه ١٩ واړه تښتول شوي کسان نن سحر پخپله پريښودي دي. ويل کيږي دکومو٤ؤ کسانو څخه چې غوږونه غوڅ کړل شوي دي هغه درضاکار ځواک غړي وؤ. بلخوا په هنګو کې د٣ؤ ورځو څخه روانو فرقه ييزو نښتو کې دوژل شوؤ کسانو شميره ٣٨ؤ ته رسيدلې اؤ٤٥ نور ټپيان دي. حکومت په سيمه کې دامنيت دټينګښت لپاره دمشرانو جرګه نن راغوښتې ده. دسرچينو له مخې دشيعه ګانو اؤ سُنيانو دواړه ډلې دراکټونو اؤ مارټر دګولو په ګډون ديو بل په ضد درنه وسله کاري. ددغه نښتو له امله ځايې اوسيدونکي دسختې ويرې ترهې سره مخ دي اؤ د٦ؤ ورځو څخه دبازارونو اؤ دوکانونو دتړل کيدلو له امله خلک دخوراکي موادو دکموت سره مخ شوي دي. دهنګو ضلعې دتماسونو سيمه ييز مشر يا ډي سي او مجيب الرحمان خبريالانو ته ويلي په سيمه کې دډزبندۍ په لړ کې نن دعلماء کرامو، دقامي اؤ صوبايي اسمبلۍ دغړو، سناتورانو اؤ مشرانو بيړنۍ جرګه راغوښتل شوې اؤ کرفيو لګول شوې ده. دغه نښتو تيره ورځ هاغه مهال پيل شوې کله چې دبنګش سيمې څخه په ګڼ شمير کې شيعه مسلمانان دماتمي جلوس ويستلو لپاره داجازې نۀ ورکول کيدو په ضد احتجاجاً هنګو ته روان وؤ ، دورکړل شوؤ راپورنو له مخې کله چې هغوي هنګو ته نزدې شول نو مخالفې ډلې پرې ناڅاپي بريد وکړو. له دې وروسته هنګو اؤ ورسره پيوست سيمو کې دډزو لړۍ پيل شوه چې تراوسه پکې ٣٨ کسان وژل شوي دي. نن ددغو دواړو ډلو ترمينځ په پاس قلعې ، ګنجيانو قلعې اؤ دهنګو نورو بيلا بيلو سيمو کې يو ځل بيا نښتې شوي اؤ دجګړې په مهال پاس اؤ ګنجيانو قلعو کې ګڼو دوکانونو اؤ کورونو ته هم اور اچول شوى دى. په وژل شوؤ کسانو کې مفتي رستم، قاري عمر حيات اؤ مولانا اصغر هم شامل دي.ژوبل کسان دتداوۍ لپاره روغتونونو ته رسول کيږي - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته